تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شر او مصیبت د پیدایښت حکمتونه
 
  June 27, 2017
  0
ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د شر د اسبابو د پیدایښت حکمتونه بې شمېره دي چي ځيني حکمتونه یې بنده ګانو ته معلوم دي خو اکثره یې نه دي ور معلوم. 

د شر د پیدایښت یو څو حکمتونه په لاندي ډول دي:

۱: د شر او خیر د پیدا کولو قدرت الله ته ثابت سو چي متضاد شیان پیدا کولای سي، تصرف پکښي کولای سي لکه ژوند او مرګ، صحت او مرض پیدا کول.

۲: د قهري اسماوو ظهور: منتقم، قهار، جبار، ضار، خافض او مذل د الله تعالی نومان دي، که چیري شر نه وای پیدا سوی نو ددغو مبارکو نومانو اثر بنده ګانو ته نه معلومېدی، پر چا یې قهر کړی واي؟ څوک يې ذلیله کړی وای؟ همدارنګه رزاق، رحمن، رحیم او د غفور د مبارکو نومانو حکمتونه ښکاره کیږي.

۳: که يې شر نه وای خلق کړی ډېر مصالح به معطل سوي وای لکه لمر، باران، باد. دغه مخلوقات که لږ زیان لري خو ګټي یې نهايي زیاتي دي.

۴: د عبادت ډولونه به نه حاصلېدلای لکه جهاد، دعوت، صبر، قرباني، صداقت، استغفار او داسي نور.

۵: شر چي پیدا کیږي د بنده ګانو د اختیار څخه پیدا کیږي. بنده ګانو ته اختیار ثابت سو، ځکه نو پر همدغه اختیار دوی ښه او بد اعمالو کوي او په نتیجه کي جنت یا دوږخ ته ځي.

۶: د معصیت په اسبابو سره دانسان څخه امتحان اخیستل کیږي ځکه دا دنیا دارالعمل دی او خیر او شر یې اسباب دي ترڅو ښکاره سي چي بنده د خالق حکم په کومه اندازه عملي کوي؟ څوک په دې ازموینه کي بریالی او څوک ناکامه کیږي؟ او دا چي صادق او کاذب بنده ټولو ته ښکاره سي او بیا د بهانې او ګیلې موقع ورته پیدا نسي.

۷: خیر په خپل ضد سره پیژندل کیږي او حق پخپل ضد سره پیژندل کیږي، د خیر نعمت د شر په ورکیدو معلومیږي او د حق قدر هغه وخت ښه معلومیږي چي کله د هغه ضد یعني باطل وپیژندل سي. مثلاً:

ته به د توحید نعمت څنګه وپېژنې چي د شرک اسباب درته معلوم نسي؟ 
د صحت نعمت به څنګه وپیژنې چي مریضي دي نه وي تجربه کړې؟
د موړوالي نعمت به څنګه وپیژنې چي ته لوږه ونه وینې؟
د غناء او هستۍ نعمت به څنګه درته معلوم سي چي ته احتیاج او مسکنت ونه وینې؟
د خپلو قریبانو او دوستانو سره د وصال نعمت به څنګه وپیژنې چي د مصیبتو او د فراق د دردو سره مخ نسې؟
د علم نعمت به څنګه محسوس کړې چي د جهل دوره دي نه وي تېره کړې او د جهل تیارې دي نه وي لیدلي؟
دغه ډول د هر شي حقیقت هغه وخت ښه معلومیږي چي د هغه ضد وپیژنې.

۸: انسان ته د  الله تعالی فضل تر هغه وخته نه معلومیږي ترڅو بل انسان په یوه مصیبت مبتلاء ونه ویني. کله چي بل انسان په یو مشکل کي وویني نو انسان ته د الله عزوجل د فضل قدر ور معلوم سي نو بیا شکر کوي.

۹: ډير داسي نفسونه سته چي یوازي خیر ګټه نه کوي، بعضي وخت دغه ډول نفسونه په خیر سره لا سرکښه سي خو کله چي شر او مصیبت وویني نو اصلاح سي او همدغه شر یا مصیبت یې د هدایت ذریعه سي. لکه په قصاص سره چي د مجریمانو اصلاح او تادیت راځي او نورو ته عبرت ګرځي. 

۱۰: ځيني نفسونه د خیر په ازموینه سره کامیابه کیږي او ځيني بیا د شر او مصیبت په ازموینه سره کامیابه کیږي. صالح او مؤمن نفسونه د خیر او شر دواړو په امتحان سره کامیابه کیږي ځکه په همدې ازموینه کي صبر او شکر کوي او تسلیمیږي.

۱۱: الله تعالی په حق سره باطل ماتول غواړي چي په دې مبارزه کي شهیدان رامنځ ته کیږي نو شر اکثره وخت د مؤمنانو لپاره د امتحان او د قیامت په ورځ په جنت کي د لوړو درجو ذریعه ګرځي.
 
۱۲:  شر او مصیبت د مسلمان د ګناهونو او خطاوو کفاره ګرځي او نوموړی پاکوي.

۱۳: الله عزوجل د خپل کامل حکمت او عدالت له مخي جنت او دوږخ پیدا کړي دي او د جنت او دوږخ د لوازمو څخه د خیر او شر ، حق او باطل، ظالم او مظلوم موجدیت دی ترڅو هره ډله خپل تیار سوي ځای ته ولاړ سي چي همیشني نعمتونه او یا دردونکی عذاب دی.

دا د شر او مصیبت د پیدایښت ځیني حکمتونه وه چي په اکثرو او ډيرو حکمتونو یې موږ نه پوهیږي: 

(لا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ) الایة
( وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلاً ) الایة
 (وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ) الایة
---------------------------
اړوند:
د سختیو او مصیبتو حکمتونه
د مصیبتونو علاج او حل لاره
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته