تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۳)
  تعلیم الاسلام
  February 3, 2017
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
نېکه ښځه د جنت د حورو سرداره ده:
 
 هغه ښځه چي د خاوند سره يو ځای و جنت ته ولاړه سي هغه به د جنت د حورو سرداره وي، په جنت کي به د ټولو عمرونه او قدونه يوه اندازه وي له ټولو نقصانونو څخه به پاکه وي. 
 
ښځه د ښځو امامت هم نسي کولای:
 
وتکره امامة المرأة للنساء في الصلوة کلها من الفرائض والنوافل... وصلوتهن فرادي افضل.
 ژباړه: د ښځې امامت په فرضي، نفلي لمنځونو کي نه صحيح کيږي د دوی لپاره ښه خبره دا ده چي يواځي لمنځونه وکړي. 
 
د لوط علیه السلام د قوم پر ښځو باندي ولي عذاب راغئ؟
 
 دا چي د حضرت لوط عليه السلام د قوم نارينه په لواطت بوخت وه ولي ئې پر ښځو باندي عذاب راغئ؟ دا دوې وجهي وې:
 
۱-  کفر: ټول نارينه او ښځې کافران وه.
 
۲- فحشاء: دا چي د قوم نارينه و لواطت کاوه ښځو له ښځو سره بد فعلي کوله چي و دې ته مساحقت وايي، چي د حضرت حذيفه رضي الله عنه او حضرت محمد بن علي رضي الله عنه رواياتو څخه ښکاره معلوميږي. 
 
په اسلام کي د ښځې لوړ حيثيت:
 
۱: ښځه يا مور ده:
 
الله جل جلاله په قرأن کريم کي په واضح ډول سره امر کړيدئ چي د مور او پلار سره ښه سلوک کوئ، د مور او پلار تعظيم کوئ، په ښو کارونو کي د هغو اطاعت کوئ چي دا هر څه په سورت البقره، سورة النسآء، سورة الانعام، سورة بني اسرائيل، سورة لقمان، سورة العنکبوت او سورة الاحقاف کي بيان سويدي.
 
په صحيح بخاري او صحيح مسلم کي د حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دئ چي يوه کس له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه و پوښتل چي پر ما باندي ډېر د چا د خدمت او ښه سلوک حق سته؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته و فرمايل چي ستا د مور.
 
بيائې ورته وويل ستا د مور، بيائې ورته وويل ستا د مور، په اخر کي ئې ورته وويل ستا د پلار.
 
 يادونه: دا چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم درې ځلي د مور لپاره اشاره وکړه نو د مور يو حق پر اولاد باندي د مور د ګيډې حق دئ، بل حق ئې د شيدو ورکولو حق دئ، بل حق ئې د ماشومتوب په وخت کي د هغه روزنه ده، او څلورم ځل چي د پلار حق دئ هغه د پلار د خوراک، څښاک او پوښاک له کبله دئ.
 
په بل حديث شريف کي راځي:
 
الجنة تحت الاقدام الامهات.
ژباړه: جنت د ميندو تر پښو لاندي دئ.
 
 چي ددې څخه مطلب دا دئ چي که يو څوک مور راضي کړي نو الله جل جلاله به ورته جنت ور کړي. په دې هکله زښته ډېر احاديث راغلي دي.
 
۲- ښځه يا مېرمن ده:
 
 کله چي نکاح و تړل سي دا يو تړون دئ، چي له دې څخه مطلب دا دئ چي خاوند او مېرمن يو د بله سره حقوق لري، چي ددې بيان په قرآن کريم کي په سورة البقره، سورة النسآء، سورة الروم، سورة الاحزاب اوسورة النور کي راغلی دی، و خاوندانو ته حکم سوی دئ چي تاسي له خپلو ښځو سره ښه سلوک او رويه خپله کړی لکه چي الله تعالی فرمايي:
 
وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ (سورة النسآء: ۱۹)
ژباړه: ددې ښځو سره تاسي ښه رويه کوئ.
 
نبي کريم صلی الله علیه وسلم هم تل پر دې باندي ټينګار کاوه چي له خپلو ښځو سره ښه ژوند کوئ:
 
 د حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: هيڅ مؤمن مېړه له خپلې مېرمنې څخه نفرت نه کوي، که چيري ئې د (مېرمنې) يوه کړنه ناوړه وي بل عادت ئې بيا ښه دئ. 
 
حضرت ام المؤمنين حضرت عايشه صديقه رضي الله  عنها روايت کوي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي په مسلمانانو کي هغه کس د بشپړ ايمان خاوند دئ چي ښه اخلاق ولري، په ځانګړي ډول سره د خپلې مېرمنې سره ښه رويه وکړي او لطف او مينه ورسره ولري. 
 
او داسي نور ډېر احاديث شتون لري.
 
ان شاءالله نور بیا...
 
مخکنۍ برخي: د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي
 
د ښځو په اړه ګټوره څانګه: نیکمرغه مېرمن
 
مآخذونه: 
(الفتاوي الهندية: ۱/ ۸۵)
(کتاب الفتاوي، دوهمه برخه پاڼه: ۳۰۶/ ليکوال: مولاناخالدسيف الله رحماني/ خپرونکي: زمزم پبلشرز)
(تفسيرکمالين شرح اردو تفسيرجلالين ټوک ۲، پاڼه: ۲۶۸/ ليکوالان: علامه جلالدين سيوطي رحمة الله عليه وعلامه جلال الدين محلي رحمة الله عليه- شرح مولانا محمد نعيم ديوبندي صاحب- استاد تفسيردارالعلوم ديوبند/ خپرونکي: دارالاشاعت)
(صحيح مسلم)
(جامع ترمذي)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته