تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر اسلام او ساینس کي (۲)
  تعلیم الاسلام
  October 26, 2016
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۲۱: نر د ورزش، ښکار، سخت کار او په سختۍ او ګرمۍ کي د کار کولو لېوالتيا لري.
 
۲۲:  و بل لور ته ښځه په فطري ډول سره د ورزش، سخت کار او نورو هغو کړونو سره چي نر ئې کوي کمه او لږ لېوالتيا لري.
 
۲۳: نر په عمومي ډول سره خپلي پرېشانۍ ، غمونه او رازونه پټوي .
 
۲۴: ښځه په ډېره کمه اندازه سره خپلې پرېشانۍ، غمونه او رازونه پټوي.
 
۲۵: ښځه د نر څخه زړه سواندې ده، رحم ئې زيات دئ.
 
۲۶: هغه ښځې چي خپل رازونه په زړه کي پټوي هغه د نارينه و په نسبت په رواني ناروغيو زياتې اخته کيږي.
 
۲۷: داچي د ښځې رحم زيات دئ، له همدې کبله ئې د نر په نسبت ښځه ډېر ژر ژاړي او ژړا ورته راځي.
 
۲۸: نر شهوت ډېر لري او محبت ئې لږ دئ.
 
۲۹: د ښځې محبت ډېر دئ شهوت ئې لږ دئ.
 
۳۰: نر تل د ښځې د صحبت لېواله وي.
 
۳۱: ښځه کولای سي د نر زړه په اسانۍ سره و لاسته راوړي.
 
۳۲: نر کولای سي ښځه په اسانۍ سره و لاسته راوړي.
 
۳۳: نر له ښځې څخه ښکلا او حُسن غواړي.
 
۳۴: ښځه له نر څخه شجاعت او دلاوري غواړي.
 
۳۵: نر ډېر لږ خپل شهوت کنترولولای سي.
 
۳۶: ښځه نسبت ونرته خپل شهوت ښه کنترولولاي سي.
 
۳۷: کله چي ښځه و بلوغ ته ورسيږي و دې ته مياشتنۍ ناروغي (حيضMenstruation) راځي چي ددې ناروغۍ له کبله د ښځې ټوله بدن تر اغيزو لاندي راځي چي د بيولوژي د علم په رڼا کي په ښځه کي لاندي بدلونونه راځي:
 
۱: په حيض کي د ښځې زيات حرارت له منځه ځي دا ځکه چي هغه نظام چي حرارت کنترولوي هغه دا حرارت نسي کنترولولای له همدې کبله د ښځې حرارت درجه کمه وي.
 
۲: نبض کمزوری کيږي او د وينې دروان (Blood Circulation)کرار سي.
 
۳: په افرازي او لمفاوي غدو کي په بشپړ ډول سره بدلون واقع کيږي.
 
۴: پروټين په بدن کي په کمېدو سي.
 
۵: د هضميې سيستم (Digestive System) سم کارنه کوي،له همدې کبله په بدن کي د پروټينو او غوړو(شحمياتو) کمي محسوسيږي.
 
۶: د بدن په ټولو عضلاتو کي سستي ليدل کيږي او راځي.
 
۷: د ذهانت او خيالاتو په مرکز کي بدلون راسي.
 
دا هغه بدلونونه دي چي په يوه سالم انسان کي صورت نيسي.
 
له دې څخه علاوه نړيوال بيولوژي پوه ډاکتراميل نووک په دې نظر دئ چي په حايضه ښځه کي دا بدلونونه هم صورت نيسي:
 
د سر درد، د زړه تکان، د اعضاء سستي، اعصابي کمزوري، طبعيت خرابي، د مثانې تکليفونه، د هضميې غير منظموالی، په ځينو وختونو کي قبض، کله کله قي وهل، د سر ګرځيدل او داسي نور...
 
نور بیا...
 
--------------------------
 
 لومړۍ برخه: د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته