تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: درود تقوا او امت ته دعا
  تعلیم الاسلام
  April 6, 2017
  0

 د. علي بن عبد الرحمن الحذیفي/ ژباړه: جمشید حقیار

۱۵/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
الحمدُ لله، الحمدُ لله لربِّي الحمدُ في الأُولى والأُخرى، له الأسماءُ الحُسنى، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له نصِفُه ونُثنِي عليه بصِفاتِه العُلى، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه المُصطفَى، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آلهِ وصحبِه الأتقِيا. أما بعد:
 
له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او د هغه په ستر دین عمل وکړئ.
 
د الله تعالی بندګانو!
 
زموږ رب فرمایلي دي: ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ﴾ [فاطر: ۵]
 ژباړه: اې خلګو! د الله تعالی وعده او ژمنه حق ده، نو د دنیا ژوند او ډېر خطا ایستونکی (شیطان) دي تاسي نه خطاباسي.
 
او حدیث شریف کي راغلي دي: (هوښیار هغه څوک دی، چي له خپل ځان سره حساب کوي، او تر مرګ وروسته ژوند لپاره عمل کوي، او بې عقل هغه څوک دی، چي د خپلو خواهشاتو تابعداري کوي، او الله تعالی ته اوږده او لیري امیدونه ساتي.)
 
له ابن عباس رضي الله تعالی عنه مرفوع روایت دی: (په هر زړه کي یوه برخه د ملائکي ده، او یوه برخه د شیطان، د ملائکي برخه د الله تعالی د وعدو او د حق تصدیق دی، او د شیطان برخه د الله تعالی د وعدو او د حق تکذیب او درواغ ګڼل دي).
 
مسلمان باید له خپل ځان او نفس سره حساب وکړي، هغه پر مستقیمه لاره برابر کړي، او د شیطان له چم، نفساني خواهشاتو او په دنیايي ښایست له خطاوتلو څخه ځان وساتي؛ ځکه د دنیا ژوند او خوند ډېر لږ دی.
 
 
د الله بندګانو!
 
     (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶]
 ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.
 
     او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: "څوک چي پر ما یو درود و لېږي، الله تعالی د دې یوه درود په عوض کي پر هغه لس دروده لېږي" .
 
     نو تاسي هم ټوله د لومړنیو او وروستنیو په سید، سردار او د رسولانو پر امام درود ووایاست.
 
     ((اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم، انک حمید مجید، اللهم بارک علی محمد و علی آل محمد کما بارکت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید، وسلم تسلیما کثیرا)).
 
     اې الله! له ټولو اصحابو راضي سه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه د هدایت څراغان چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې ارحم الراحمینه! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، تابعینو، څوک چي تر قیامته په ښه ډول د دوی تابعداري کوي، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه! یا رب العالمین.
 
     اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، کفر او کافران کمزوري او نابود کړه، شرک او مشرکان ذلیل کړه، اې د مخلوقاتو ربه! بدعتوته ورک کړه، کوم چي ستا د دین سره په ټکر کي دي، اې الله! بدعتونه تر قیامته ورک کړه، اې الله! ورک یې کړه، او هغو ته لوړوالۍ مه ورکوه، یا رب العالمین، د بدعتیانو په مینځ کي اختلاف واچوه، هغه څوک چي ستا او ستا د رسول صلی الله علیه وسلم مقابله کوي، اې الله! بدعتیان تر قیامته کمزوري کړه، یا ذا الجلال والاکرام، یا شدید العقاب، یا سریع الحساب. 
 
اې الله! موږ ته هدایت، تقوا، پاک لمني او موړوالۍ راکړه.
 
اې الله! په ټولو کارونو کي زموږ پای او آخر ښکلی کړه، او موږ د دنیا له فتنو او د آخرت له عذاب څخه وساته.
 
اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو مړو ته بخښنه وکړه، اې الله! د دوی قبرونه روښانه کړه، اې الله! د دوی قبرونه پراخه کړه، اې الله! د دوی نېکۍ ډېري کړه او ګناهونه یې وبخښه.
 
اې الله! زموږ مخکي، وروسته، پټ، ښکاره او ټول ګناهونه وبخښه، ته مخکي کوونکی او وروسته کوونکی یې، ستا پرته بل حق معبود نسته.
 
اې الله! موږ ستا څخه د جنت او د هغه خبري او عمل توفیق غواړو، چي جنت ته مو نژدې کوي، او موږ له دوږخ او هغو اعمالو او خبرو وساته، چي دوږخ ته د تللو سبب ګرځي.
 
اې الله! اې د مخلوقاتو ربه! موږ او زموږ اولادونه د ابلیس، د هغه له اولادې، شیطانانو، مرستندویانو  او لښکرو څخه وساته، یا رب العالمین! اې الله! ټول مسلمانان د ابلیس او د هغه له ډلي څخه وساته، یقینا ته پر هر څه قدرت لرې!
 
اې الله! موږ د خپلو نفسونو له شرونو او خپلو بدو اعمالو، اې الله! مسلمانان د خپلو نفسونو له شرونو، او خپلو بدو اعمالو څخه وساته.
 
اې الله! یا ذا الجلال والاکرام! یا ارحم الراحمین! موږ ستا څخه جنت او د هغه خبري او عمل توفیق غواړو، چي جنت ته مو نژدې کوي، او موږ له دوږخ او هغو اعمالو او خبرو وساته، چي دوږخ ته د تللو سبب ګرځي.
 
     اې الله! خپل بنده خادم الحرمین الشریفین ته ستا د رضامندۍ او خوښۍ توفیق ورکړه، اې الله! هغه ته ستا د هدایت د لاري توفیق ورکړه، او کړني او عملونه یې ستا په خوښه لار کي و ګرځوه، اې د مخلوقاتو ربه! له هغوی سره پر هر خیر او ښه کار مرسته وکړه، یا رب العالمین، اې الله! هغه ته د هر ښه کار د کولو توفیق ورکړه، یقینا ته پر هر څه قدرت لرې، اې الله! هغه ته صحت او عافیت ورکړه، انک علی کل شیء قدیر.
 
اې الله! د هغه دوو ځایناستو ته ستا د خوښۍ او رضامندۍ او هغه لاري توفیق ورکړه، چي د اسلام او مسلمانانو پکښي خیر وي.
 
اې الله! زموږ پولي وساته، اې الله! زموږ هیواد او پولي یې وساته، یا ذا الجلال والاکرام! اې الله! زموږ لښکر وساته، او له هغوی سره مرسته وکړه، یقینا ته پر هر څه قدرت لرې.
 
اې الله! د مسلمانانو د زړونو تر مینځ مینه واچوه، اې الله! فتنې ورکي کړه، اې الله! هغه فتنې ورکي کړه، کوم چي د مسلمانانو په هیوادونو کي پېښي سوي دي.
 
اې الله! موږ ستا څخه غواړو چي د سوریې له مسلمانانوسره مرسته وکړه، اې الله! د ظالمانو او تجاوزګرو په وړاندي د دوی مرسته وکړه، اې الله! خپل عذاب او قهر په هغه چا راوله، چي په شام  او هر ځای کي پر مسلمانانو ظلم کوي، یا رب العالمین، انک علی کل شیء قدیر.
 
د بدعتیانو په مینځ کي اختلاف واچوه، هغه څوک چي ستا او ستا د رسول صلی الله علیه وسلم مقابله کوي یا ذا الجلال والاکرام.
 
اې الله! د یمن فتنه او جنګ ودروه، اې الله! د یمن فتنه او جنګ ودروه، اې الله! د یمن فتنه او جنګ ودروه، او اسلام او مسلمانانو ته خیر پېښ کړه، یا رب العالمین.
 
اې الله! د مسلمانان لوڅ پټ کړه، وېرېدلی یې په امن کړه، او شړل سوي ته ځای ورکړه، یا رب العالمین، اې الله! د هر مومن او مسلمان نارینه او ښځي د کارونو سرپرستي وکړه.
 
     اې د الله بندګانو!
 
    ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) [النحل: ۹۰] 
ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.
 
لمونځ وکړئ، یقینا لمونځ پر مومنانو په خپلو وختونو کي فرض سوی دی.
 
وصلَّى الله على نبيِّنا محمدٍ، وعلى آلهِ وصحبِه أجمعين.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته