تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: مسلمانانو ته دعاګاني
  تعلیم الاسلام
  May 9, 2017
  0

  بسم الله الرحمن الرحيم

د. عبد الباري بن عواض الثبیتي
ژباړه: جمشید حقیار
۲۲/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دوهمه خطبه
الحمدُ لله الذي هدانَا لهذا وما كنَّا لنَهتَديَ لولا أن هدانا الله، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحده لا شريك له (وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاءِ إِلَهٌ وَفِي الْأَرْضِ إِلَهٌ) [الزخرف: ۸۴]، وأشهدُ أن سيِّدنا ونبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه وصفِيُّ ربِّه ومُجتبَاه، صلَّى الله عليه وعلى آله وصحبِه ومن اتَّبعَ هُداه. أما بعد:
 
ځان او تاسي ته د الله تعالی د وېري او تقوا سپارښتنه کوم.
 
کله نا کله د ځینو مسلمانانو په ناپوهۍ سره په ګمراه لارو، منحرفو طریقو او کږو منهجونو تلل د اسلام د نوم د بدولو سبب ګرځي، هغه لاري او طریقې چي مسلمانان سره بېلوي، او د هغوی یووالي او ټولۍ ته زیان رسوي، او د دوی دا کارونه د اسلام د دین د نشرولو په لاره کي خنډ او مانع واقع کېږي.
 
او دا هم ټولو ته معلومه ده، چي د حرمینو په هیواد کي پر میشتو مسلمانانو د دې دین د نشرولو او خپرولو ډېر لوی مسئولیت دی؛ ځکه دا هیواد د مسلمانانو قبله او د سید المرسلین صلی الله علیه وسلم د هجرت ځای دی، الله تعالی فرمايي: 
 
(كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ) [آل عمران: ۱۱۰]
 ژباړه: تاسي تر ټولو غوره امت یاست چي د خلګو (د لارښووني او خیرخواهۍ) لپاره را استول سوي یاست، تاسي به نېکیو ته بلنه او له بدیو منع کوئ، او پر الله تعالی به ایمان راوړئ.
 
اې د الله بندګانو! اوس نو پر لارښود پیغمبر صلی الله علیه وسلم درود ووایاست، ځکه چي الله تعالی تاسي په خپل کتاب کي همداسي امر کړي یاست، هغه فرمايي:
 
(إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الأحزاب: ۵۶] 
ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.
 
اللهم صلِّ على محمدٍ وأزواجه وذريَّته، كما صلَّيتَ على آل إبراهيم، وبارِك على محمدٍ وأزواجه وذريَّته، كما باركتَ على آل إبراهيم، إنك حميدٌ مجيد.
 
اې الله! اې تر ټولو مهربانه ربه! له څلورو خلفاوو، ابو بکر، عمر، عثمان، علي، اهل بیت، اصحابو او موږ ټولو څخه په خپله مهربانۍ، احسان او بخښني سره راضي او خوښ سه.
 
 اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، 
 
اې الله! کفر او کافران کمزوري او نابود کړه! اې الله! ستا او د دین دښمنان هلاک کړه، او دغه ښار او د مسلمانانو ټول ښارونه له امن، سکون او آرامتیا څخه ډک کړه.
 
اې الله! څوک چي زموږ، اسلام او مسلمانانو په وړاندي د بدۍ اراده لري، هغه په خپل ځان اخته کړه، اې د دعا اورېدونکې! د هغوی چمونه او پلانونه د هغوی د هلاکت سبب وګرځوه، اې الله! څوک چي زموږ، اسلام او مسلمانانو په وړاندي د بدۍ اراده لري، هغه په خپل ځان اخته کړه، اې د دعا اورېدونکې! د هغوی چمونه او پلانونه د هغوی د هلاکت سبب وګرځوه. 
 
اې الله! خپل د دین، کتاب، خپل د نبي د سنتو او د خپلو مومنو بندګانو مرسته وکړه.
 
اې الله! په هر ځای کي د کمزورو مسلمانانو ملتیا وکړه، اې الله! د دوی مرستندوی او ناصر سه، اې الله! هغوی وږي دي، خوراک ورکړه، هغوی لڅي پښې دي، هغوی ته د رسولو اسباب ورکړه، اې د مخلوقاتو ربه! پر هغوی ظلم او تېری کېږي، د هغوی مرسته وکړه، پر هغوی ظلم او تېری کېږي، د هغوی مرسته وکړه، پر هغوی ظلم او تېری کېږي، د هغوی مرسته وکړه، یا رب العالمین، یا قوی یا متین! 
 
اې الله! اې د آسماني کتاب نازلوونکې! اې د کفري ډلو ماتونکې! اې د ورېځو روانوونکې!، ستا او ستا د دین دښمنان هلاک او نابود کړه، اې قوي، غالبه او جبار ربه! د کفارو په مقابل کي د مسلمانانو مرسته وکړه، ته پر هر څه قدرت لرې.
 
اې الله! موږ ستا څخه د جنت او د هغه خبري او عمل توفیق غواړو، چي جنت ته مو نژدې کوي، او موږ له دوږخ او هغو اعمالو او خبرو وساته، چي دوږخ ته د تللو سبب ګرځي. 
 
اې الله! موږ ستا څخه په هر کار کي شروع او پای، لومړی او آخر، پټ او ښکاره په خیر سره غواړو، موږ ته د خیر خزانې راکړه، اې الله! اې د مخلوقاتو ربه! موږ ته په جنت کي لوړي درجې راکړه.
 
اې الله! موږ ستا څخه هر خیر او ښېګڼه غواړو، که ژر وي، که وروسته، که موږ په خبر یو، او که موږ نه یو په خبر، او موږ له هر شر څخه ستا پناه غواړو، که ژر وي، که وروسته، که موږ په خبر یو، او که موږ نه یو په خبر.
 
اې الله! موږ ته هدایت، تقوی، پاک لمني، او بډايي راکړه. 
 
اې الله! موږ ستا د نعمت له زواله، ستا د عافیت له پورته کېدلو، ناڅاپه عذاب او ستا له غضب او قهر څخه وساته.
 
اې الله! موږ ته په دین کي ثبات او استقامت، د هدایت اراده، پر نېکۍ او ښه کار توان، له هري ګناه څخه پرهېز، جنت ته تلل او له دوږخ څخه پناه راکړه.
 
اې الله! موږ ستا څخه ستا خوښي او جنت غواړو، او موږ ستا له قهر او اور څخه وساته.
اې الله! پر موږ خپل برکتونه، رحمتونه، مهرباني، او رزق ډېر او پراخه کړه.
 
اې الله! قرآنکریم زموږ د زړونو خوشحالي، زموږ د سینو نور، زموږ د غمونو او پرېشانیو له مینځه وړونکی وګرځوه.
 
اې الله! موږ ته پر خیر خاتمه راکړه، او زموږ ټول کارونه په خیر او ښه ډول پای ته ورسوه، اې الله! زموږ هر حالت سم کړه، او موږ یوه لحظه هم خپلو ځانونو او خپل یو مخلوق ته مه پرېږده.
 
اې الله! موږ ته غوره او ښه خاتمه را نصیب کړه، او موږ ته پر تېرو ګناهونو او نافرمانیو بخښنه وکړه.
 
اې الله! زموږ ولي الامر ته ستا د رضامندۍ او خوښۍ توفیق ورکړه، اې الله! اې رب العالمینه! هغه ته ستا د هدایت د لاري توفیق ورکړه، او کړني او عملونه یې ستا په خوښه لار کي و ګرځوه، اې الله! د مسلمانانو ټولو امیرانو او سرپرستانو ته د دې توفیق ورکړه، چي ستا په کتاب عمل وکړي، او ستا شریعت ودروي، او فیصلې په وکړي، یا ارحم الراحمین.
 
اې الله! زموږ ناروغانو ته شفا ورکړه، زموږ پر مړو رحم وکړه،  زموږ سرپرستي وکړه، یا ارحم الراحمین.
 
اې الله! موږ، زموږ مور او پلار، او ټولو مسلمانانو نارینه او ښځو ته بخښنه وکړه، یا ارحم الراحمین.
 
اې الله! موږ ستا څخه غوښتنه کوو، ځکه یوازي ته یو الله یې چي ستا پرته بل هیڅوک د عبادت وړ نسته، ته غني او بې نیازه یې، خو موږ په لاس کي هیڅ نه لرو، پر موږ باران وکړه، او موږ مه نا امیده کوه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! موږ ستا څخه د رحمت باران غواړو، موږ د عذاب لرونکي، نړونکي، غرقوونکي او مصیبت راوړونکي باران څخه وساته.
 
اې الله! داسي باران غواړو، چي ته په هغه سره ښارونه آباد کړې، خپل بندګان اوبه کړې، او په خپلي مهربانۍ سره یې په ښار او اطرافو کي د اوسېدونکو لپاره د ژوند تېرولو وسیله وګرځوې، یا ارحم الراحمین.
 
(رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) [الأعراف: ۲۳] 
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ له خپل ځان سره ظلم کړی، او که ته موږ ونه بخښې او مهرباني راباندي ونه کړې، نو موږ به لوی تاوان ووینو.
 
(رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ) [الحشر: ۱۰]
 ژباړه: اې زموږ ربه! موږ او زموږ هغه وروڼو ته بخښنه وکړه کوم چي د ایمان په حالت کي تر موږ مخکي سوي، او د مومنانو لپاره زموږ په زړونو کي کینه مه اچوه، اې زموږ ربه! یقینا ته زیات مهربانه او شفقت کوونکی یې.
 
(رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱]
 ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.
 
    ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) (۹۰)
 ژباړه: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.
 
     تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور یې هم درته زیات کړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.
 
د حرم شریف نوري خطبې
 
www.Taleemulislam-Radio.com
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته