تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: د څلورو نکاحو حکمتونه (۲۴)
  تعلیم الاسلام
  January 17, 2018
  0

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۴)


لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ښځو په هکله د ځينو اعتراضونو ځوابونه:

۱: سوال: ولي يو نر څلور ښځې په نکاح کولای سي؟

 

ځوابونه:


۱: په اسلام کي د څلورو ښځو جواز سته، او دا پر هر مسلمان فرض نه ده چي حتماَ به څلور ښځې په نکاح کوي، په ټوله نړۍ کي د مسلمانانو دا ګراف ډېر لږ دئ چي د يوې ښځې څخه له اضافه وو سره يې نکاح کړې وي، حتي په ډېرو اسلامي ټولنو کي دا سلنه په صفر کي ده.


۲: د سورت نسآء هغه ايات شريف چي د څلورو ښځو جواز ورکوي په هغه ايات مبارک دا هم ښکاره ده چي الله جل جلاله فرمايي: (فَإِنْ خِفْتُمْ أَلا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً) که چيري تاسوعدل او انصاف نسو کولای نو بيا يوه ښځه په نکاح کړئ او بس، چي اسلام يواځنی الهي دين دئ چي د يوې ښځې حکم ورکوي. او په بل هيڅ دين کي دا ځانګړتيا نسته .


۴: الله جل جلاله چي د څلورو ښځو جواز ورکړی دئ دائې د پوره حکمت او مصلحت پر بنسټ کړيدئ، او هغه دا چي د ښځو شمېر نسبت و نارينه وو ته ډېر دئ دا ځکه چي د طب له نظره هغه نارينه ماشومان چي عمر ئې د (۱- ۳) کلونو پوري وي ډېر خپل ژوند له لاسه ورکوي نسبت و ښځو ته ، د عرادو په ټکرونو کي، په جنګونو کي، او داسي نورو ناوړو پيښو کي نارينه نسبت و ښځو ته ډېر خپل ژوند له لاسه ورکوي ، او زه به اوس په نړيواله توګه سره د ځينو هيوادونو او سيمو د ښځو شمېر د نارينه وو په نسبت درته بيان کړم:


د امريکا د (Census Bureau of America) ادارې په آند په۲۰۱۱ کال کي په امريکا کي (۷۰۰۰۰۰۰) اووه ميليونه ښځې نسبت و نارينه وو ته ډېري وې، يواځي په نيويارک کي (۱۰۰۰۰۰۰) لس لکه ښځې تر نارينه وو زياتي دي، او همدارنګه په امريکا کي د(Gary Gatetes) په  وينا څلويښت لکه (۴۰۰۰۰۰۰۰) همجنس بازان دي او ودونه نه کوي، چي (۴۰۰۰۰۰۰۰) څلويښت لکه نوري ښځې له کاره وغورځيدې او اضافه شوې، چي دا د ښځو شمېر دئ.


(۱۱ميليونه) ښځې د نارينه څخه اضافه سوې، دا په هغه صورت کي په امريکا کي چي هر نارينه يوه يوه ښځه په نکاح کړي، په اروپا کي (۱۲ ميليونه) ښځې اضافه دي تر نارينه وو، په جرمني کي (۵ ميليونه) ښځې اضافه دي تر نارينه وو، په روسيه کي (۹ميليونه) ښځې اضافه دي تر نارينه وو، په برطانيه کي (۴۰۰۰۰۰) څلور لکه ښځې تر نارينه وو زياتې دي، چي په مجموعي ډول سره په ټوله نړۍ کي اضافه ښځې+ همجنسبازان چي د ښځو سره ودونه نه کوي=۳۰۰۰۰۰۰۰ ديرش ميليونه ، چي مطلب دا ور څخه راوځي که د نړۍ هر انسان يوه يوه ښځه په نکاح کړي نو (۳۰ ميليونه) ښځې لا اضافه پاتې کيږي. چي د هيچا ورته اړتيا نسته.


 نو دا ښځې به څه کوي؟؟؟؟


ايا دا ښځې به د حيواناتو په شان ژوند په هوټلونه، کارخانو، سُپر مارکيټونو او فاحش خانو کي تيروي ؟؟؟
ايا دا ښځې به د حيواناتو په شان په ښارونو کي د حيواناتو په شان خرڅيږي؟؟؟
ايا دا ښځې به يواځي او يواځي د نارينه وو جنسي خواهشاتوته ځواب وايي او پوره کوي؟؟
ايا دا ښځې به وژل کيږي؟؟؟
ايا دا ښځې به يواځي او يواځي د نڅا په محفلونو او ځايونو کي نڅيږي؟؟؟
ايا دا ښځې داحق نلري چي يو ښه ښکلي ژوند ولري، عزت ئې خوندي وي، ښکلی خاوند ولري، ښکلي ماشومان ولري، د ښه جايداد او دوستانو خاوندانې سي؟؟؟!!!

 

بلې هو!!!!


دا د هرې ښځې خواهش دئ چي سوکاله او دعفت ژوند ولري، د مينې او لورينې نه ډک ژوند و لري، د ګلو په شان ماشومان ولري، او د ژوند هرڅه ولري، او ددې مشکل حل په هيڅ دين کي نسته، و دې زياتو ښځو ته هيڅ دين نجات نسي ورکولای بېله اسلامه، داځکه چي په اسلام کي د ښځې حيثيت، عظمت اوشرافت ډېر لوړ دئ، اسلام د ښځې ډېر قدر کوي، او اسلام هغه دين دئ چي و ښځې ته ئې لوړ مقام ورکړيدئ، نو ځکه اسلام د ښځو عفت، عزت، نيکمرغې، ښه ژوند، سوکاله اينده، شرافت او ښې چارې غواړې نو ځکه اسلام ددې مشکل د حل لپاره جواز ورکوي چي تاسي دا ښځې سره دوې دوې کړئ، که دا مشکل حل نسو نو درې درې ئې کړئ، او که دا مشکل حل نسو نو څلور څلور ئې کړئ، تر څو ښځې له لعنته وژغورلې سي، د ښه خاوند، کور، کهول او ماشومانو څښتنې سي، او دقرآن کريم په دې جواز کي دا حکمت دئ.


ایا یوه عفیفه ښځه به دا خوښ ولري چي د واده لرونکي خاوند عزتمنده میرمن سي او که د مختلفو خواهش پرستو نارینه وو د لاس آله سي؟ 


ایا یو عاقل به دا خوښ ولري چي لور یا خور یې د واده لرونکي نارینه عزتمنده میرمن سي او که لور یا خور يې د مفسدو او شهوت پرستو خلګو جنسي آله وي؟


کفري نړۍ خو خپلي ښځي د بربادۍ کندي ته غورځولي دي اما اسلام و ښځو ته په دغه خطرناکه حالت کي یو ډير نیکمرغه او د حیا او عفته ډکه لاره ښوولې ده.


۵: په امريکا، اروپا، افريقا او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ددوی په اند مهذب انسان (نارينه) هغه دی چي د ډېرو ښځو سره  جنسي اړيکې  ولري، کله دا شمېر په اوسط ډول سره د (۸- ۱۵) ښځو پوري رسيږي، چي دا يو لعنتي ژوند دئ، او له همدې کبله د (ايچ ای وي) په  شان يوه مهلکه ناروغي ومنځته راځي چي پايلې ئې مرګ  دئ، په داسي نامشروع اړيکو کي کله وژنې، تښتونې، وهل، ځان وژنې، غلاوې، طلاقونه ، او داسي نور فسادونه زښته ډېر په سرعت سره صورت نيسي، کله خو داسي هم وسي چي په داسي معاملو کي ښځې د حيواناتو په شان ووژل سي اوداسي نور... نو که اوس يو مسلمان په شرعي ډول سره د څلورو ښځو خاوند سي نو څه بدوالی به پکښې وي؟؟؟؟ چي له دې څخه نه (ايډز) پيدا کيږي، نه جنګ پيدا کيږي، نه رقابت پيدا کيږي، نه تښتونه پکښې ده، او نه هم وژل سته.


۶: نارينه په طبعي ډول سره تر ښځې طاقتور دئ، نو ځکه ئې جنسي رجحان هم نسبت و ښځې ته اضافه دئ، چي دا يو منلی ساينسي حقيقت دئ، که داسي نه ده نو ولي په نړۍ کي د زنا بالجبر ګراف ورځ په ورځ زياتيږي؟؟؟ د امريکا د عدلې رياست (U.S Department of Justice) وايي چي په امريکا کي په هرو دوو دقيقو کي د يوې ښځې سره زنا بالجبر کيږي، چي په يوه ساعت کي ۳۰ د زنا بالجبر واقعې پيښيږي،او په يوه ورځ کي  ۷۲۰، په يوه مياشت کي ۲۱۶۰۰، او په يوه کال کي ۲۵۹۲۰۰ داسي پيښې صورت نيسي، چي دا هغه پيښې دي چي حکومت ور باندي خبر او ورسره ثبت سويدي او هغه چي ثبت سوي نه دي د هغو شمېر خو خپل پر ځای پاته دئ، 


په کاناډا کي په اوسط ډول سره د زنا بالجبر له کبله په هره ورځ کي ۶ ښځې وژل کيږي، په جنوبي افريقا کي هر کال (۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه داسي پيښې صورت نيسي، او بله لا داچي په جنوبي افريقا کي ۳۷٪ فيصده نارينه په زنا بالجبر بوخت دي، او حال دا چي دداسي زناوو، فحشاوو، او جنسي اړيکو پايله هلاکت او و مرګ ته ښه راغلاست دئ، او همدا وجه ده چي هر کال په نړۍ کي (۳.۱ ) درې اعشاريه يو ميليونه خلک د (ايډز) مهلکه ناروغې وژني، (۲۲.۹) دوه ويشت اعشاريه نهه ميليونه  خلک يواځي په افريقا کي دې ناروغۍ وژلي دي، چي دا شميره لا ورځ په ورځ پورته کيږي او ګراف ئې لوړيږي، په ۲۰۰۹ ميلادي کال کي ۳۳.۳ ميليونه خلک په دي ناروغۍ اخته وه او په ۲۰۱۰ ميلادي کال کي دا ګراف پورته سو او۳۴ ميليونو ته ورسيدي!


دا د څومرو انسانانو ضايع ده، په دې انسانانو کي شتمن خلک، تعليم يافته خلک، پروفيسران، انجينران، ډاکټران او د هرې رتبې خلک شتون لري، او اسلام هغه دين دئ چي دا خلک ژغورئ، او ددې پرځای چي دوی د لعنت او د حيوانيت ژوند اختيار کړي نو الله جل جلاله و دوی ته ښه د رحمت ، عزت او اوږد عمر ورکوي، چي ددې لپاره چي ددې لعنتي ناروغۍ څخه وژغورل شي نو الله جل جلاله ورته وايي چي تاسو دوې، درې يا څلور ښځې په نکاح کړي .


۷: که چيري يو انسان يوه ښځه و لري، نو و دې ښځې ته ناروغي پيدا کيږي، دا ښځه وفات کيږي، او يا هم مياشتنۍ ناروغي (حيض)  ورته پيدا کيږي او يا هم د ماشوم د پيدايښت څخه وروسته ناروغه سي (نفاس ورته پيښ سي) نو په دغه وخت کي جنسي اړيکې الله جل جلاله منع کړيدي، او دا په ساينس کي هم ثابته ده چي دا وخت ښځه ناروغه وي، د دردونو سره لاس او ګرېوان وي، د ښځې له بدن څخه فاسد مواد راوځي، او په داسي حالت کي د ښځې سره جنسي اړيکي ساتل د بې شمېره ناروغيو عامل ګرځي هم د ښځې لپاره او هم د نر لپاره، نو په دغه وخت کي که يو انسان د يوې ښځې پر ځای دوې، درې يا څلور ولري نو څه بد والی به پکښې وي؟؟؟؟


 بلکې رحمت دئ، دا ځکه دا انسان د غير مشروع اړيکو څخه ژغورل کيږي، تر څو د هلاکت و کندې ته ور داخل نسي. چي دا يي بله ګټه ده د يوې څخه د زياتو ښځو سره نکاح. (په کفري نړۍ کي خلګ د حلالي نکاح پر ځای زنا ته مخه کوي خو اسلام د حلالي نکاح دعوت ورکوي...).


۸: په اسلام کي د ښځې ټول لګښت لکه: جامې، خوراک، پوښاک او هره غوښتنه او روزنه د خاوند ذمه، وظيفه او فريضه ده، ښځې به پخپلو کورونو کي په امن او خوښۍ سره ناستې وي او خاوند به هرڅه ددوی د غوښتنې مطابق راوړي او خواهشات به  يې پوره کوي (خاوند يې لکه مزدور غوندي ورته ګټي)، دا څه ژوند دئ چي په کارخانو، په فابريکو، په هوټلونو، په دکانو، او داسي نورو ځايونو کي ښځې کار کوي (د بل مینځیاني غوندي وي)، دا کار د پيدايښت څخه نیولې تر مرګه پوري دی، کله دا ښځې وهل کيږي، کله يې تنخواوې ګرځول کيږي، کله ډوډۍ پر بنده وي، کله تر يوه حيوان بد تر سلوک ورسره کيږي،کله د زنا بالجبر ښکار سي، ددې د ضعف څخه بده استفاده کوي،  د غرمې او ماښام ډوډۍ په ولاړه سره خوري، نه يې سکون سته او نه يې آرام سته او نه و ښه ته خلاصې دي او نه هم و بد ته، 


و بل لور ته اسلام څومره عزت  ورکوي، و ښځو ته يې څومري امتياز ورکړيدئ، او د ښځو د سوکالۍ او خوښۍ لپاره ئې څومری سخت شرايط وضع کړيدي، اسلام ښځې  په کور کي په امن کي کښينوي او له هرتکليفه يې ليري ساتي، چي دا د اسلام بله ښېګڼه ده، او اسلام په واقعيت کي د ښځو لپاره رحمت، نعمت، عفت او شرافت دئ.


۹: د ښځو په طبعيت کي داده چي د ګلو په شان ماشومان ولري، او د ماشومانو سره پخپله ژبه وغږيږي، او د هغو سره د زړه خواله وکړي، د هغو ساتنه وکړي، د هغو مراقبت وکړي او په ښو اخلاقو ئې سمبال کړي، تر څو په اينده کي د انسانيت وياړ خپل کړي، او مور د ماشوم په روزنه کي ډېر ارزښت په دې لري چي د مور غېږ د ماشوم لپاره لومړۍ مدرسه او مکتب  دئ، نو اسلام چي ښځې  په کور کي کښينوئ و هغو ته يې يوه مقدسه دنده ورسپارلې ده او هغه د ماشومانو پالنه او اصلاح ده، او که موږ په نړۍ کي و ګورو نو يوه مور د خپل ګلالي ماشوم سره کله په يوه مياشت کي او کله په دوو مياشتو کي د يوه پردي انسان په ډول سره ورسره ګوري، ايا دا ماشوم د خپلي مور مينه او لورينه نه غواړي؟


 ايا دا ښکلی ماشوم د خپلي مور د مينې نه و ډکې غيږې ته اړتيا نلري؟ ايا ودې ماشوم ته تر خپلې مور ماسوا بل څوک ګران، قدرمن او د قدر وړ بل څوک سته؟؟؟


 ايا دا ماشوم که په کودکستان (وړکتون) کي خوږ سي د خپلې مور نارې نه وهي؟؟؟ ولي ددې ماشوم څخه په ژوندون کي خپله مور، د زړه ټکور، غمخور ، د زخمونو مرهم ورکه ده؟؟؟


نو دا اسلام دئ چي يوه مور په کور کي کښينوي تر څو ددې نازولی ماشوم د دردونو دوا او د اوښکو شفاء سي.


۱۰: کله چي يو مسلمان نر او ښځه نکاح وکړي دا يو سپېڅلی تړون دئ چي که هرچا (نر يا ښځې) خيانت وکړ يعني غير مشروع اړيکې يې وساتلې نو سزاېې مرګ ده، د يوه مسلمان خاوند او يوې مسلمانې مېرمنې تر منځ اعتماد زښته ډېر دئ، او بل لورته ښځه هم نسي کولای چي د نورو خلکو سره جنسي اړيکې و نيسئ او که ئې ونيولې نو سزاېې مرګ ده، نو مطلب داچي په اسلام کي د خاوند او ميرمنې تر منځ پوره اعتماد سته، د پوره مينې تارغځيدلی دئ،


 که چيري و بل لور ته و غير اسلامي ټولنو ته و ګورو په هغو کي يو خاوند د خپلي مېرمنې څخه علاوه د ډېرو ښځو سره ناروا اړيکې لري، او کله چي ښځه فکر وکي چي خاوند مي د نورو ښځو سره ناروا اړيکې لري نو داهم د نورو خلکو سره د اړيکو تار غزوي، چي پايله ئې دا راوځي چي طلاقونه، بي اعتمادي، وژنې، اختناق او نور فسادونه صورت نيسي، داسي ليکنه مي هم پرانټرنيټ باندي وليدل چي يوه ښځه سهار د يوه ميړه له لوري طلاقه سوه ،په هغه ورځ ئې د بل سره نکاح وکړل او د شپي هغه هم طلاقه کړه، تر دې بل لعنت؟؟!! 


نو دا د اسلام بله ښېګڼه ده، نو که  يو کس څلور، يا درې ښځې په نکاح کړي نو دا ښځې به ددې لعنتي ژوند څخه وژغورل سوې.


۱۱: په اسلام کي تر يوې زياتي نکاحي يو والی راولي، که يو کس څلور ښځې په نکاح کړي يوه د يوه قوم او ټبر وي، بله د بل ټبر وي او بله د بل، نو دا ټول ټبرونه سره خپلوان او دوستان سول، اړيکې سره ساتي، په غم او خوښۍ کي سره ګډون کوي او همدارنګه که چيري يو کس د تور نژاد ښځه په نکاح کړي، بله د سپين نژاد ښځه په نکاح کړي او بله ښځه د بل نژاد وي او کله چي ددوی اولادونه پيدا سي نو دا ټول تور او سپين په يوه کاسه  کښيني چي دا خپله په انسانانو کي  يووالی او د ښو تړون دی دا په امت کي اتفاق راولي او بېله دې چي يو پر بل باندي اعتراض وکړي ټوله د يوه پلار اولاده او يو کور او کهول سي دا يې بله ښېګڼه سوه.


۱۲: تر يوې زياتې ښځې عمر اوږدوي:


د برتانيې شيفلډ پوهنتون يوې تازه څېړنې د خوشحاله او اوږد ژوند راز په يوه وخت کې تر يوې زياتو ښځو سره واده کول ښودلی دی.


د څېړونکو له مخې دوی له هغو هېوادونو مثبت ځواب تر لاسه کړي چې نارينه‌ و ته له يوې زيات د ښځو کولو اجازه ورکوي.
څېړنه وايي چې هغه کسان چې له يوې زياتې ښځې کوي د نورو په پرتله يې ژوند ۱۲٪ زيات وي. ډيلي ميل برتانوي ورځپاڼې ليکلي چې دغه څېړنه د نيو ساينټسټ مجلې په وروستۍ ګڼه کې نشر سوې.


د څېړنې له مخې هغه سړي چې له يوې زياتو ښځو سره واده وکړي او ستر کورنۍ ولري د زړښت پر مهال د کورنۍ لخوا د ښه چال چلند سره مخ کيږي او د اوږد وخت لپاره ژوند کوي.


د يادې څيړنې وروسته په يو شمېر عربي هېوادونو کې د دوهم واده لپاره کمپاين هم تيز سوی او دغه هيشټاګ چې د ډيرو ښځو کول ژوند اوږدوي خورا ډير استعمال سوی دی.


نور بیا...

------------------------

ساینس- تر یوه زیاته نکاح د نارینه عمر اوږدوي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته