تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قران کریم حقوق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 10, 2022
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


قرآن کریم؛ د الله کلام، زموږ د دین بیانونکی او پر رسولِ مقبول صلی الله علیه وسلم باندي نازل سوی کتاب دی. پر مسلمانانو حقوق لري، او مسلمانان باید هغه په پوره توګه سره ادا کړي، چي پدې ډول دي:


اول. ایمان او تعظیم: 
ایمان یعني په زړه تصدیق، دا منل چي قرآن د الله جل شانه کتاب دی او په ژبه سره هم ددې خبري اعتراف او اقرار کول. کله چي د مسلمان ایمان پر قرآن کلک او محکم سي نو هغومره ئې د قرآن احترام او اکرام په زړه کي ډېریږي. 


دوهم. تلاوت او ترتیل:
 قرآن کریم د روح غذا ده. باید په تجوید سره، هره ورځ، په ښه اواز او د باطني او ظاهري آدابو په رعایت کولو سره په پوره اخلاص او صدق تلاوت سي.


دریم. په قرآن ځان پوه کول: 
قرآن کریم د معنی او ترجمي سره تلاوت کول ترڅو کوم پیغام چي پکښي نغښتی دی هغه پوره درک سي. البته، پدې ځان پوه کول اسانه کار نه دی، پښتو ترجمي او تفسیرونه دې ورسره وکتل سي. 

 


 

څلورم. تذکر او تدبر: 
انسان ته لازم دي چي په قرآن کریم کي تدبر او تفکر وکړي. ددې په مټ به د لایزال رب جل شانه لویې او عظمت نور هم ورښکاره سي او په ځان کي به عجز، ناتواني او کم وسي احساس کړي. او د خالق جل شانه ښه، مخلص، صادق او فرمانبرداره بنده به سي. 


پنځم. اطاعت او پیروي:
 د قرآن تلاوت کول، ځان په پوه کول او په هغه کي تدبر او تفکر کول یوازي د قرآن حقوق نه دې، بلکي هغه څه چي تا له قرآن نه أخذ کړي د هغو اطاعت او پیروي باید وسي تر څو د دارینو کامیابي لاسته راسي.


شپږم. تبلیغ اوتبیین:
 د قرآن بل لوی حق د هغه تبلیغ او رسونه ده او دا د محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم دنده وه چي اوس موږ ته پاته او د دین د ضروري شعباتو څخه یوه ستره شعبه ده. 


اووم. د قرآن دفاع کول:
 کفار قرآن سوځوي، ناپاکو ځایونو ته ئې غورځوي، نیوکي پر کوي او د کم ښکاره کولو پوره هڅه ئې کوي (ترڅو ددې ستر معجز کتاب د ابلاغ مخه ونیسي). نو مسلمان باید د قرآن کریم د هر ډول ظاهري او باطني توهین او اهانت څخه دفاع وکړي. 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته