عبدالرحيم "ثاقب"
شیخ مصطفی سباعی په خپل کتاب (هکذا علمتنی الحیاة) کي وايي:
که د مسلمانانو زړونه همدونه لوی سوي وای، لکه په ژبو چي په اخترونو کي په لوړ اواز تکبیرونه وايي د نړۍ نقشه به ئې بدله کړې وای ،
که ئي خپل مينځي یووالی په عملي ډول دومره ټینګ سوی وای، لکه د اختر د لمانځه په صفونو کي چي منظم دریږي، د نړۍ پر مخ به هیڅ دښمن ورباندي غلبه نه وای پیدا کړې.
كه ئې خپل انانیت تر اجتماعي مصالحو داسې قربان کړی وای، لکه خپل څاروي چي د اختر په ورځ قربانوي د ژوند هره ورځ به ئې اختر وای.
او که ئې خپل اخلاق داسي ښایسته کړي وای لکه د اختر په ورځ چي ښایسته جامې اغوندې، نو د نړۍ پرمخ به تر ټولو ښایسته او غوره خلک مسلمانان وای.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۲۲ ګڼه