تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام په یونان کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 13, 2019
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مخکي مو وویل چي په ټوله نړۍ کي مسلمانان د مشکلاتو، ځورونو، کړاونو او مشقتونو سره مخ دي. د مقدساتو توهین یې کیږي، و عبادت ځایونو ته یې زیان رسیږي، پر شخصي حریم ئې تیری کیږي او شعائر یې یو په بل پسي له منځه وړل کیږي.


په یونان کي دوه ډوله مسلمانان اوسي یو هغه چي د عثماني خلافت راهیسي پدې هیواد کي ژوند کوي او یو هغه ډله مسلمانان دي چي په مهاجرت ورغلي او اوس هلته میشت دي چي زیات یې د شمالي افریقا، هندوستان، پاکستان او بنګلدیش اوسیدونکي دي.


یونان هغه هیواد دی چیري چي ډیموکراسي زیږیدلې ده، وګړي یې د اورتودوکس کلیسا پیروان دي او د ټول نفوس څخه یې یوازي ۱.۲ سلنه مسلمانان دي.


یو نان هم یو د هغو هیوادونو څخه دی چي اسلاموفوبیا یا اسلام سره تعصب پکښي زور اخیستی دی، افراطیان په پوره زور او توان سره و مسلمانانو او د هغوی و عبادت ځایونو ته تاوانونه رسوي. لنډه موده وړاندي راپورونه ورکول سول او تصویرونه د مطبوعاتو پر مخ راښکاره سول چي په یونان کي افراطیانو پر یوه مسجد برید کړی وو او سوځلی یې وو او تردې لږ وړاندي بیا د یوه مسجد د باغچي ټولي وني کښل سوي وې. خو حکومت هیڅ مثبت غبرګون نه دی ښودلی.


یونان کي نوي مسجد جوړولو ته اجازه نسته او نه هم د زاړه مسجد بیا ترمیمولو ته اجازه سته او یونان یو د هغو هیوادونو څخه دی چي مسجدونه بېخي کم پکښي تر سترګو کیږي. لدې څخه ښکاري چي په لویدیځ کي حکومت د مسلمانانو سره ځکه مخالفت ښیي تر څو د اسلام د چټک خپریدو مخنیوی وکړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته