تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ د عظیم تاریخ کارنامې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 16, 2022
  0

یکنه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ختيځ ترکستان (۱۰۰۰ّ) کاله يو قوي اسلامي دولت وو، تر دې چي په (۱۹۴۹)م کال کي د چين له خوا اشغال سو، د اوسېدنکو شمېر ئې (۳۰) ميليونه تنه وو. د چين ټوله د نفتو ذخاير په همدې سېمه کي دي.


مسلمانانو وروسته تر هغه د روسيې پاچا ژوندی ونيوی کله چي ئې مسکو ته نژدې په کال (۱۴۴۵)م کي د "سوزدال" په جګړه کي پر هغوی خپل بری ترلاسه کړ، وروسته ئې د زياتي فديې او د اطاعت د تعهد اخيستلو په بدل کي آزاد کړ. 
په (۹۲) هـ ق کي محمد بن قاسم په سند کي لومړنی مسجد، حنش الصنعاني په اندلس کي د قرطبې جامع او مسلمة بن عبدالملک په قسطنطنيه کي د اولين مسجد اساس ايښوده....


د اروپا په شمال کي تر ټولو لوی کتابتون په سويسزرلنډ کي وو، چي يوازي (۶۰۰ ) کتابونه ئې درلودل، خو په عيني همدا وخت کي يوازي د اندلس د قرطبې په کتابتون کي څلور لکه (۴۰۰۰۰۰)کتابونه موجود وه.


أبوالقاسم الزهراوي القرطبي الأندلسي (۹۳۶-۱۰۱۳م) د جراحت د علم مؤسس دی، چي له تاليفاتو او اختراعاتو څخه ئې پېړۍ-پېړې په اروپا او نړۍ کي کار اخيستل کېده.


مسلمانانو په اندلس کي د قرطبې ښار يوازي په (۷۰۰) تنو مجاهدینو فتح کړ، چي تقريبا (۵۲۶) کاله ئې د یو اسلامي ښار په توګه پايښت وکړ، د علم يوه داسي زانګو وه، چي تر (۷۰) زيات کتابتونونه او لسګونه داسي علمي مراکز پکښي موجود ول، چي له نوري اروپا څخه به ورته اروپايان د زده کړي له پاره راتلل... بيا داسي وخت هم راغلی، چي د همدې قرطبې کوڅو به د همدې کتابتونونو د کتابونو د سوځېدلو نندارې کولې.


غربيانو (اروپايانو) به خپل اولادونه اندلس ته د علم تر لاسه کولو له پاره استول، کله چي به هغوی بېرته ستانه کېدل، نو د خپلو خبرو سره به ئې قصدا عربي ژبه ګډول، تر څو ځانونه باکلتوره او پرمختللي معرفي کړي، ځکه چي عربي ژبه د علم ژبه وه او ده.


مسلمانان د اروپا څخه دغربي برخي اندلس (اوسنی هسپانيا) له لاري وايستل سول، خو په همدې مهال د اروپا له شرقي برخي څخه محمد الفاتح د روم زرکلنه واکمني ړنګه کړه او په فتحو ئې شروع وکړله! (اسلام نه مري، بلکي ساحل ته د بېړۍ رسولو واک الله عزوجل کله يوه قوم او کله بيا بل قوم ته ورکوي).


سلطان محمد الفاتح د خپل امر د مخالفت له امله د يوه نصراني د لاس پرېکولو حکم وکړ، نوموړی نصراني دقاضي په وړاندي پر سلطان باندي دعوه اقامه کړل او قاضي د سلطان د لاس پرېکولو حکم وکړ، خو هغه کس له دې څخه تېر سو او مادي عوض ئې قبول کړ.


مجاهد عمر مختار د ايټالوي اشغال پر ضد د (۲۰) کلونو په جريان کي په (۲۶۳) جنګونو کي برخه واخيستله، چي بالاخره د (۷۳) کلنی په عمر په (۱۹۳۱م) کال کي په دار وځړول سو.


هغه صحابه چي په اړه ئې ويل سوي دي، چي په جنګ کي به يو پر زرو کسانو حساب وو:
 ۱- زبير بن العوام. ۲- مقدادبن الاسود، ۳- عباده بن صامت. ۴- مسلمة بن مخلد، ۵- خارجه بن حذافه، ۶-طلحه بن خويلد رضی الله عنهم.


سلطان محمدعثماني په (۱۴۵۳)م کال کي داسي توپ جوړ کړ، چي ټوله اروپا ځني بېرېدله، په همدې توپ ئې د قسطنطنيې (اوسني استانبول، چي د روميانو زرکلن راج پکښي روان وو. ) فتح ترسره کړله، د توپ د حرکت له پاره ( ۲۰۰) غوايانو او (۶۰) کسانو ته ضرورت درلود، اوږدوالی ئې (۸) متره.، وزن ئې (۱۸) ټنه او قطر ئې (۷۵۰) ملي متره يا تقريبا (۳۰) انچه وو.

 


په اندلس کي د مسلمانانو تر سقوط او عربي ژبی د بندېدو وروسته د هغه ځای مسلمانان ألخميادو ژبه اختراع کړل، تر څو خپل نوم او نښان له ورکېدو څخه وساتي، الخميادو اسم له الخاما (په هسپانوي ژبه: Aljamaa چي د عربي ژبي د "الجماعة" سره ارتباط لري) څخه مشتق سوی دی، يعني هغه کلی، چي مسلمانان ژوند پکښي کوي.


روبليس په خپل تاريخ کي ليکلي، چي د اندلس تر سقوط وروسته کليسا د هغه ځای له مسلمانانو څخه يو مليون او پنځه زره کتابونه راجمع کړل او د ښار په مينځ کي ئې په عامه وسوځول. هغه جنايات، چي له تاريخه پاته دي، تر دې ډېر زيات دي.


عثماني لښکر په (۱۲۸) ورځو کي (۱۰۰۰) کيلومتره مسافه ددې له پاره طی کړل، چي د هغه اروپايي لښکر سره وجنګېږي، چي شمېر ئې تر دوی دوه چنده وو، کله چي سره مخامخ سول، فقط په يو نيم ساعت کي ئې ټوله لښکر ته ماته ورکړله. (د موهاکس معرکه: ۱۵۲۶ ميلادي کال)


د مامون الرشيد العباسي د خلافت په زمانه کي به هر ژباړن (عربي ژبي ته د کتابونو ژباړونکي) ته (۵۰۰) د سروزرو ديناره مياشتنۍ تنخا ورکول کېدله، کوم چي د اوس له زرونو ډالرو سره برابرېږي.


كه وفاداري او دوستي د مځکي او وطن له پاره وای، نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم به مکه نه وای پرې ايښې، که د قوم له پاره وای، د قريشو سره به ئې جهاد نه وای کړی او که د کورنۍ له پاره وای، نو له ابولهب څخه به بېزاره سوی نه وای.... خو ګورئ! اسلامي عقيده تر ويني او خاوري زياته قيمتي ده!


صلاح الدين ايوبي کردی، يوسف بن تاشيفن أمازيغي، محمد الفاتح ترکي، ظاهر بيبرس کازخي، امام شامل قفقازي، طارق بن زياد بربري، بدر بن مغيره اندلسي او سلطان ټېپو هندي وو، ځکه وايو، چي د اسلام تاريخ يوازي پر عربو نه دی جوړ!!

 

مسلمانانو د روم سره په کال (۸۴۶)م کي غزا وکړل او پاپ ئې مجبوره کړ، چي جزيه ورکړي، د جزيې قيمت (۲۵) زره مثقاله سره زر وو، د همدې غزا له غمه نوموړی پاپ په واتيکان کي مړ سو.


د اندلس فاتح موسی بن نصير ګوډ وو، د لښکر او جنګ قيادت ئې تر اتيا کلنۍ پوري خپله ترسره کاوه، لښکر ئې هيڅکله مات نه سو، ده به ويل: که مي خلک اطاعت وکړي، نو روم به فتح کړم! 


يوسف بن تاشفين د مرابطينو مسلمان امير وروسته تر هغه د هسپانوي نصاراوو د سرونو کوپړۍ تر پښو لاندي کړې او د الله تکبير ئې ووايه، چي د اندلس د ژغورني په نيت ئې په کال (۱۰۸۶) م کي د زلاقه په جګړه کي پر نصرانيانو خپل لوی بری ترلاسه کړ.


د سلطان صلاح الدين ايوبي يوه وزير د هغه د اوسېدو له پاره په دمشق کي يوه ماڼۍ جوړه کړه، کله چي سلطان خبر سو، نو هغه ئې عزل کړ او ورته وئې ویل: الله تعالی موږ په قصرونو کي د اوسېدو له پاره نه يو پيداکړي، بلکي ددې له پاره ئې پيداکړي يو، چي د هغه عبادت او د هغه په لاره کي جهاد وکړو.

 

محمد بن عروه چي کله يمن ته د والي په حيث ولېږل سو، نو خلکو ته ئې وويل: اې د يمن اوسېدونکو! دا زما سپرلۍ (اوښه) ده، که مي تر دې زيات څه يووړل، نو زه غل يم.

 

محمد ادريسي يوازينی مسلمان عالم، لوی جغرافيه پوه او لومړنی کس دی، چي (۹۰۰ ) کاله مخکي ئې په (۱۱۴۵) م د نړۍ نقشه رسم کړل.

 

ثابت ابن قرة په نړۍ کي لومړنی انسان وو، چي د شمسي کال د ورځو شمېر ئې په دونه دقت سره محاسبه کړی، چي اوس هم د ناساء پوهان ورته حيران دي، نوموړی کس په (۹۰۱) م کي په بغداد کي وفات سوی دی. 


د جذام (خوراړه) مرض له پاره لومړنی روغتون مسلمانانو جوړ کړ، په داسي حال کي، چي اروپايانو به دهمدې مرض مصاب شخص ژوندی په اور سوځاوه.

 


د عثمانی خلیفه ګانو لسم خلیفه سلطان سليمان القانوني (۴۶) کاله واکمني وکړه، اته ځله ئې قرآن کريم په لاس ليکلی دی، لس ځله د اروپايانو او درې ځله د صفويانو سره جنګېدلی دی، غربيان ئې د سليمان العظيم او شرقيان ئې د سليمان القانوني په نومونو يادوي. دده په زمانه کي عثماني خلافت د نړی تر ټولو قدرتمند اسلامي حکومت وو. نوموړي د هغو پوځونو مشري کوله، چي د بلګراد او رودوس په لور د مسيحي کليساګانو د نيولو په نيت تللي وه. په څلورو (عربي، فارسي، جغتايي(ترکي) او صربيايي) ژبو ئې خبري کولای سوای، په (۱۵۶۶)م کال کي په داسي حال کي وفات سو، چي مجاهد وو او د سيکتوار ښار ئې محاصره کړی وو. 

 

تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه


اړوند لیکني:

نبي کريم ﷺ د نړیوالو تاریخ پوهانو په آند
په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
د اندلس دردونکی او عبرتي تاریخ
اسلامي تاریخ او تدوینونکي یې

نړۍ بیله مسلمانانو! ساینسي اختراعات
د مسلمانانو نړیواله رهبري
HP Chief's on Islamic Civilization
په عصري علومو کي د مسلمانانو ونډي
په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ

د علومو په ترویج کي د مسلمانانو ونډي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته