تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه اسلام چې سیکولرستان يې غواړي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 26, 2021
  0

 

ایډیټ : بصیریوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په اسلامي او عربي هیوادو کې د مسلمانو دعوتگرو او سیکولر ډلو ترمنځ لویه شخړه روانه ده چې له بده مرغه دا دهغو نیواکگرو او ښکیلاکگرو دیرغل نتیجه ده چې ډیر کلونه يې دمسلمانانو په ځمکه واك موندلي وو، هغوی ډیرې هڅې وکړي ترڅو ددې امت اصلي هویت اوځانگړتيا له بیخه راوباسي، خپل وارداتي او راوړي رواجونه، آداب،پروگرامونه، نقشې او عقاید په موږ په زور وتړي. خو کله چې دښکيلاك کرغیړن سیوری زموږ له سره اوچت سو، او زموږ له هیوادونو ولاړل، نو ئې موږ ته داسي کسان په موږ واکمن پریښودل ،چې دښکيلاك په ټاکلې لار روان ؤ، دهغوی لاره ئې وهله، دوی بیا د مسلمانانو له زامنو داسي شاگردان وروزل چې یوازې په میراثي توگه مسلمانان ؤ، چې موږ ورته جغرافیائی مسلمانان وایو، دوی په اسلامي هیوادونو کې زیږیدلي او لوی سوي، خو اسلامي فکر او عقيده نه لري، غواړي مسلمانان پاته وي خو له اسلام پرته ژوند وکړي؛ که له اسلامه څه ورسره وي ،نو یوازې به تر فردپورې شخصي مسائل وي، يعنې دوی غواړي اسلام يواځې دانسان او پروردگار ترمنځ په شخصي تړاو بدل کړي. 


دسینې له قفصه تیری ونه کړي دسینې له قفصه راووځي بیا دجومات په دیوالونو کې ایسار سي، (له بده مرغه) دجومات آزادي هم نه مني تر څو پکښې دحق آواز او چت سي، دوی خو يوازې تر کنترول او څارنې لاندې جوماتونو او ممبرونو ته دفعالیت اجازه ورکوي، دوی هغه اسلام غواړي چې ازادي ونه لري، هرڅه باید دواکمن نظام په خوښه ترسره سي، هرډول چې دوی وغواړي هسې ورته چوکات جوړ سي. دا هغه واکمن دي چې د استعماري تړونونو تر سیوري لاندې را لوی سوي، په همدې فکر روزل سوي.له هم دي امله په هغو مسلمانو بلونکو کامل و جامع اسلام ته بلنه کوي نیوکې کوي، او دلارې خندل يې گرځي.


پخوا به دوی په ښکاره په اسلام نیوکې او حملې کولې، دوی به ویل:


هغه اسلام نه غواړو چې موږ وتړي، په خپلو ویناؤ به يې فخر کاوه، هيڅ شرم او ويره يې نه درلوده، ډیر په لوړ آواز به یې ویل: موږ غواړو گام په گام په لویدیځ پسې حرکت وکړو، د لوید یخ دتمدن خواږه او ترخه ، ښه او بد... هر څه ومنو ، تر ډیره وخته ددوی همدا شعار و.

 

خو اوس مهال چي کله دوی داسلامي بنسټ پال یون په وړاندې، ددې سرتیري لښکرپه وړاندې، چې بنسټ يې په ټولو اسلامي هیوادو کې په ځوانو مسلمانو هلکانو او مسلمانو نجونو او اسلامي اصیل فرهنگ ولاړ دی، ماته خوړلې، نو اوس بیا نه وايي چې موږ اسلام نه منو، اوس يې ځانونه د خپلو بې بنسبه او دروغو غوښتنو او پلمو تر شا پټ کړي او وایي: تاسو موږ اسلام ته رابولئ، خو دا کوم اسلام دی؟ اسلام خو ډیر ډولونه لري. دوی دا ویناوې له خپلو يهودي او مستشرقو ښوونکو اوریدلې، هغه خلك گمان کوي مسلمانان په يوه فکر راټول ندي، فکر کوي اسلام ډیر ډولونه لري، اسلام دمکان ، زمان او مذاهبو له مخې ډیر ډولونه لري؛ آسیایي اسلام، افریقایي اسلام، عربي اسلام، ترکي اسلام، هندي، اموي اسلام،عباسي اسلام ،عثماني اسلام، صوفي اسلام، سلفي اسلام، سني اسلام، شیعه اسلام...دوی دا راز ویناوې له خپلو يهودي او مستشرقو استاذانو، مشرانو، څیړونکو او پلان جوړوونکو اوريدلي. دوي وایې موږ کوم اسلام ته را بولئ؟ 


ددوی یوه ویاند تیر اوړی (دوبی) هم د سیکولر ډلو په نمایندگی دقاهرې په کانفرنس کې وویل: موږ کوم اسلام ته را بولئ؟ 


دسودان اسلام، دایران اسلام اوکه د پاکستان اسلام ته؟


کله کله خو بیا اسلام خلکو ته منصوبوي او وايي: د نميري اسلام، دخميني اسلام، دضیا الحق اسلام دروحانیونو اسلام، د نظامیانو اسلام او دپاچاهانو اسلام، خو زموږ ځواب دادی: هغه اسلا م چې موږ ورته بلنه کوو، په کوم ښار، هیواد، لاره، توکم، زمان او مذهب پورې تړلی ندی،
 زموږ اسلام همغه دقرآن او سنتو اسلام دی، همغه د حضرت محمد(صلي الله عليه وسلم) اسلام . که څوك غواړي زموږ هغه اسلام چې موږ ورته بلنه کوو وپیژني نو قرآن دپرانیسي، صحيحو سنتو او صحاح کتابونو ته د مراجعه وکړي ، تر څو پوه سي چې موږ څه ته بلنه کوو؟


دوی غواړي په موږ ددوی د خوښې اسلام وتپي، تر څو د پردې تر شاه ورته د تخریب او تور لگولو لاره ومومي، ده دوي د کسانو څخه یوه کس وویل : آیا غوړئ موږ دپاچاهۍ هغې دورې ته وروگرځوئ چې ویل به یې: هرڅوك چې راته ووائي له خدایه ویره وکړه! ورمیږ به ئې ورکټ کړم، آیا غواړئ موږ داسې او هسې دورې ته ور وگرځوئ....؟ 


دوی په تاريخي بې لاريو او سرغړونو پسې گرځي، غواړي اسلام نیمگړی وښيي، دا څومره دتعجب ځای دی؟ ولي اسلام د حجاج بن یوسف ثقفي او دهغو په شان نورو بې لارې او ظالمو واکمنو په نيمگړتیاو تورن کوي؟ دتعجب ځای دادی: کله چې دوی ته دحضرت ابوبکرصدیق، عمربن خطاب، عثمان، علی، عمر بن عبدالعزيز (رضي الله عنهم).... (دحکومتونو او عدالت) خبره کوو نو وائي: هغه وختونه بیا راتلای نسي. دوی دخلکو بې لارۍ او سرغړوني په اسلام ورتپي، خو داسلام حقانیت او استقامت نه مني، دا څه ډول منطق دی؟


كله وائي: غواړی موږ هغې پادشاهی ته راوغواړئ چې ویل به ئې :(که څوك راته ووائي له خدایه ویره وکړه، ورمیږ به ئې ورکټ کړم). دوی ددې دورې یادونه کوي، خو نه وايي: موږ دهغه امیر دورې ورگرځیدل غواړو چې کله به هغه ته وویل سول، له خدایه ویره وکړه؟


داسي ځواب به یي ورکړ: (که همدا خبره ونه کړئ نو په تاسو کې خبر او برکت نسته، او که دا ډول خبرې زموږ غوږونو ته ونه رسیږي، په موږ
 کې هيڅ خیر او برکت نسته. او هغه حضرت عمر (رضي الله عنه) و. ولې نه وایې: موږ د هغه امیر دورې ته ورگرځیدل غواړو چې ویل به یې: (تر څوستاسو په منځ کې دالله تعالی اطاعت کاوه، زما اطاعت وکړئ ، او  کله چې دگناه او معصیت په لاره روان سوم، بیا زما اطاعت په تاسو واجب ندی.... که مې ښه عمل کاوه زما مرسته وکړئ اوکه مې گناه وکړه نو سمې لارې ته مې را وگرځوي او دا حضرت ابو بکر صدیق (رضي الله عنه) ؤ.


يوه بل امیر به ویل :له تاسو څخه چې هر يوه زما (له سمې لارې) کوږوالي وليد نو ما در اسم کړي. چې داد عمر (رضي الله عنه) وینا وه.
 او کله چې په ځواب کې ورته وویل سول: که مو په تاسو کې له سمې لارې کوږوالی، ولید نو د تورو په تیغ به دې را سم کړو. نوهغه ویل :(د الله تعالی شکر ادا کوم چې د عمر په رعیت کې داسې کسان هم سته چې دعمر کوږوالی د تورې په تیغ راسموي).


دوی ولې هغه اسلام غواړي چې ددوی د غوښتنې او مزاج دروازه جوړه سي؟ نو هغه اسلام چې موږ ورته بلنه کوو هغه کوم اسلام دی؟

 

ماخذ: هغه اسلام چې موږ ورته بلنه کوو


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته