تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کعبې تعمیر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 24, 2021
  0


 د کعبې تعمیر


 تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


حضرت ابراهيم عليه السلام اگر که په فلسطین کې استوگن و، مگرپرلپسې به مکې ته د هاجرې او اسماعیل د لیدو لپاره راتللو، په دا موقع ابراهيم عليه السلام ته د الله له لورې امر وسو چې بیت الله تعمیر کړه، حضرت ابراهيم عليه السلام حضرت اسماعيل عليه السلام ته یادونه وکړه زوی او پلاردواړو د بیت الله په آبادولو پیل وکړ.


حافظ ابن حجر عسقلاني په فتح الباري کې یو روایت نقل کړی دي چي دا څرگندوي چي د د بیت الله لومړنی تهداب گذاري د حضرت آدم عليه السلام په لاسو سوې ده، فرښتو هغه ځای په نښه کړی وه چي هلته يې بیا د کعبة الله تعمیر جوړکړي مگرد زرگونو کلونو حوادث ورباندې تېر سوې وه د هغې اثرات یې له منځه وړي وه، البته دا مهال هم د یوې غونډی او یا راوتلې ځمکې په څېرموجود وه، دا هغه مقام ده چي وحي الهي سره ابراهیم ته وښودل سوه او هغه داسماعیل په ملگرتیا تهدابونه را لوڅول پیل کړل تر څو چي د سابق تعمیربنیادونه ورته ښکاره سول، پر هماغوتهدابونو  يې دبیت الله تعمیر له حضرت ابراهیم علیه السلام څخه پیل کړی دي او د هغه نه د مخکې حالت يې څه یادونه نه ده کړې حاصل دا سو چي له دي واقعې مخکي په ټوله نړۍ او په هر گوټ کې د بتانو او ستورو د پرستش لپاره مجسمې او مندرونه موجود وه، د هغوی په نامه به لویې لويې ماڼۍ جوړېدې مگر د دې برعکس د واحد ذات د پرستش او یکتایي د اقرار پخاطر سر ټېټولو لپاره او یا که داسي وویل سي چې د الهی توحید د لوړ والي څرگندولو لپاره نړۍ کي دا لومړی کور وه چي د الله كور "بيت الله" ورته ویلای سي.


وه دنیا مین گهر سب سی پهلا الله کا
خلیل ایک معمار تها جس بنا کا


إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ سورة العمران۹۶
 یقینا تر ټولو لومړنی کور چي خلکو لپاره د الله د یادولو لپاره جوړ کړل سو البته هغه دي چي په مکه کي دي هغه له سره تر پایه برکت ده او د نړیوالو لپاره د هدایت سرچشمه


دې تعمیر ته دا شرف حاصل ده چي د د ابراهيم عليه السلام په څېر جلیل القدر پیغمبر د هغه معمار ده، او د اسماعیل په څیر نبي او ذبیح د هغه مزدور پلار او زوی دواړه یئ په تعمیر کي لگیا وه، چي کله يي دېوالونه لوړ سول او د پلار لاسونه، نه ور رسېدل د قدرت د هدایت مطابق یوه ډبره ورته را مخته سوه چي اسماعيل عليه السلام ور باندې تکیه کوي او ابراهيم عليه السلام ورباندې دریږي او ورباندې بره دېوال ته خيژي او د تعمیر کار کوي، دا هغه بادگاري ډبره ده چي اوس د مقام ابراهیم په نامه یادیږي، چي کله تعمیر هغه بریده پورې ورسېد چي اوس حجر اسود نصب ده نو جبریل امین ورته ښودنه وکړه او حجر اسود يې له مخامخ غره نه محفوظ را ویوست چې ورته د جنت څخه راوړل سوي تیږه وایي .
www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته