تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ژوند کي کامیابي څنګه حاصلیږي؟
  تعلیم الاسلام
  January 6, 2020
  0
ژباړه. سمیع الله دُرانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

له یوه هوښیار کس څخه چا پوښتنه وکړل:
 
په ژوند کي کاميابي څنګه حاصلیږي؟
هوښیار کس ورته وویل د ځواب لپاره به نن شپه ډوډۍ زما سره خوري.
 
ټول ملګرې نن شپه سره یو ځای کړه. ده د ښوروا  یوه غټه کاسه د ټولو مخته کښې ښودل.
مګر د ښوروا چیښلو لپاره یې ټولو ته یو یو متر غټي کاچوغي ورکړي او ټولو ته یې وویل چی هر یو به په خپله خپله کاچوغه ښوروا چیښي.
 
هر سړی کوشش وکړ مګر په ظاهر سره ناممکن وه.
یو کس هم په کاچوغه شوروا نه سوای چیښلاي. ټول وږې پاته سوه.
 
ټول ناکامه سول هوښیار کس ورته وویل:
چی زما خواته وګورئ ده یو کاچوغه ونیول.
 
ښوروا یې راواخیستل.
په کاچوغه یې مخامخ کس ته ورکړه.
 
اوس هر سړی خپله خپله کاچوغه مخامخ کس ته ښوروا په کاچوغه کی ورکوي، ټول ډیر خوشحاله سوه.
 
د ښوروا چیښلو څخه بعد هوښیار کس ولاړ سو او ویې ویل:
 
کوم سړی چی د ژوند پر دسترخوان باندې د خپل نس د ډکولو فیصله کوي هغه به وږې پاتیږي.
او کوم کس چی و بل ته د ورکولو فکر کوي هغه به خپله هیڅکله نه وږی کیږي، خیر ورکولو والا به تل کامیابه او بريالی وي له اخیستلو والا څخه.
 
 زموږ د ټولو د کامیابۍ لاره د نورو پـه کامیابي کي رانغښتې ده..!
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته