تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جنت ته په دخول باندي د جنتیانو د منني الفاظ
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 24, 2020
  0

جنت ته په دخول باندي د جنتیانو د منني الفاظ 


الله تعالی  په سورت زمر کي فرمايي:« وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاءُ فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ »(سورة الزمر/۷۴).
ژباړه: او هغوى به ووايي (( شكر دى د هغه خداى تعالی چي له موږ سره يې خپله وعده ريښتنې كړه او موږ يې (دجنت) د ځمكي وارثان وګرځولو، اوس چي موږ  په جنت كښې هر چيرته وغواړو خپل ځاى جوړ ولى سو )). نو ډېر ښه اجر  دى  د عمل كوونكو لپاره.


او الله عزوجل په سورت اعراف کي فرمايي:« وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلَا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ » (سورةالاعراف/۴۳)
ژباړه:  د هغو په زړونو كښې چي د يو بل په خلاف كومي خيري وي هغه به موږ ايسته كړو. تر هغوى(جنتونو)  لاندې به ويالې بهيږي او هغوى به ووايي چي " ثنا، ستاينه الله تعالی  ته ده چي هغه موږ ته دا لاره وښودله ، موږ  په خپله لاره نه سوه موندلى كه الله تعالی موږ ته لارښوونه نه واى كړې، زموږ  د رب  لېږل  سوي پيغمبران په رښتيا سره په حقه راغلي وو " په  هغه وخت كښې به اواز راسي چی " دا جنت چي تاسي د هغه وارثان ګرځېدلي ياست تاسي ته د هغو عملونو په بدل كښې دركړ سویدى چي تاسي كول."


ماخذ: د جنت شوقیان

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته