تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفارو سره د مشابهت دریمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 25, 2021
  0

د کفارو سره د مشابهت دریمه برخه 


لیکنه : عبدالسلام حنفي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د مشابهت پیژندنه 


د مشابهت تعریت یا پیژندنه  عبارت ده د خپل اصل او صورت او وجود پریښودل او په پردي قوم کې خپل حقیقت او صورت ختمول یا خپله بڼه او  طریقه بدلول او د پردي قوم صورت او خوي خپلو ته مشابهت وايي ، نو له همدې وجې شریعت حکم کوي چې مسلمان باید له نورو قومونو څخه په ظاهري شکل او بڼه باید جلاوالي وي ، چې هغه جلاوالي په لباس ، جامه ، ژیره  ناسته او لاړه سره راتللي شي ، ځکه دغه علامې په یوه مسلمان کې ضروري دي چې په دې علامو سره دغه مسلمان د نورو قومونو څخه پري جلا کیږي .

 

خو کله داسي وي چې په یوه علامه باندي هم کار سر ته نه رسیږي مثلا یواځي په ژیره لرو سره هم مسلمان نه پیژندل کیږي ځکه چې کافر او مسلمان هلکان دواړه ژیره نه لري نو له دې وجې د اسلام ټولي علامې په خپل ځان کې راوستل ضروري دي تر څو د نورو قومو څخه په پوره توګه بیل او جلاه  معلوم شي ، خو که چیرته یو کس د خپلو خویو او اسلامي حدودو خیال ونه ساتي ، نو هغه کس د یوه آزاد او مستقل اوسیدو  ویلو حق هم نه لري ،  نو له دې وجې له کفارو سره په عقیده او عباداتو کې مشابهت کفر دي ، او په دیني مراسمو کې مشابهت ورسره حرام کار دي ، مثلاً د نصارو په څیر په سینه باندي صلیب ځړول او د هندوانو په څیر نیکټايي اچول داسي مشابهت له شکه خلاص حرام دي ،  چې  په هغه کي د کفر ویره ده ځکه په ښکاره د کفر شعائر غوره کول د هغه سړی د زړه د رضاء علامه ده .


او د مشابهت دوهم قسم که څه هم تر  لومړي  قسم  په درجه کې  کم دي مګر د دواړو توپیر د وړو بولو  او غټو بولو  په څیر دي آیا څوک  د وړو بولو په نجاست باندي ځان ککړول خوښوي ؟ هیڅکله نه  نو په عبادات او  مذهبي  مراسمو کې  او په اخترونو کې  له کفارو سره مشابهت  کول د قران په اشاراتو سره منع دي ، او په ډیرو صحیح حدیثونو  سره ثابت دي لکه حافظ ابن تیمیه رحمه الله په اقتضاء الصراط المستقیم کې په پوره تفصیل سره بیان کړي دي .


او  دریم په  ټولنه او خویونو او قومي شعایرو کې مشابهت کول مکروه تحریمي دي مثلاً د یو قوم خاص رنګ  جامه کارول چې خاص هغه قوم ته منسوب وي ، او د هغه قوم استعمالونکي د هغه قوم تن ګڼل کیږي ، نو دا ډول مشابهت بیا مکروه تحریمي دي . او په اسلاحو او پرمختګ کې مشابهت به په راتلونکي برخه کې درته بیان کړو .

 

ادامه لري ........


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته