تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان باچا ارزښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 29, 2021
  0

د مسلمان باچا ارزښت


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


حضرت عثمان رضي الله عنه فرمايي: الله پاک په باچا باندي داسي شيان دفع کوي چي په قرآن باندي يې نه دفع کوي.


يعني مسلمان باچا دومره مهم دی چي ډيری جرائم او تخلفات دده په ذريعه باندي د ټولني څخه ختميږي هغه چي په قرآن باندي نه ختميږي ځکه ډېر خلګ قرآن لولي او تلاوت يې کوي خو هيڅ ورڅخه نه متأثره کيږي سره ددې چي په قرآن کي د ګناه کوونکو او مجرمينو لپاره ډېري سزاګاني هم راغلي دي خو د مسلمان باچا له وېري ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلي دا ځکه چي مسلمان باچا مجرمينو ته عملا مجازات ورکوي له همدې امله په اسلامي نظام کي د جرمونو کچه ډېره ټيټه وي.


نو اوس چي الله تعالی موږ ته اسلامي نظام راکړی دی باید دفاع یې وکړو او ترڅنګ یې ودریږو ترڅو مو نظام هم سمبال او ټینګ سي.
زموږ په ټولنه کي د علماو، ډاکټرانو، انجینرانو او ټولو پوهانو دغه دنده ده چي د اسلامي امارت سره کار کولو ته پوره آمادګي ولري او د نظام په جوړولو کي د مسئولینو سره پوره مرسته وکړي.


عن عثمان بن عفان رضي الله عنه أنه قال: إن الله ليزع بالسلطان ما لا يزع بالقرآن.[شرح سنن أبی داود لعبدالمحسن العباد]


ماخذ: اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته