تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه د قران میاشت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 11, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

روژه د قران میاشت 

یادونه: (روژه د قران میاشت) لیکنه یو ځل مخکي (۱۴۰۱هـ ش) کال کي خپره سوې، د یادي لیکني اهمیت ته په کتو يې یو ځل بیا خپره وو. 

قرانکریم د الله جل جلاله په نعمتونو کي ستر نعمت دئ او دا ستر نعمت موږ ته د مبارکي روژې په میاشت کي راکړل شوی دئ، ځکه خو روژه د قران میاشت بلل کیږي قرانکریم وایې:  شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ (البقرة:۱۸۵) روژه هغه میاشت ده چي قران په کي نازل شوی دی او  په رمضان کي د قدر په شپه کي نازل شوی ده: انا إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ، له دې امله د روژې او قرانکریم ترمنځ ځانګړې او ژورې اړیکي شتون لري.


تاسو د لږ ځنډ له پاره د دې نعمت د نزول زمانې ته بوزم، په خپل فکر کي ځان د نبوت په زمانه کي فرض کړئ هغه مهال چي د مختلفو پیښو په اړه پر ستر لارښود محمد صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ باندي د قرانکریم ایتونه نازلیدل، د کال په اوږدو کي به چي څومره نازل شوی وو هغه به جبرائيل علیه السلام د روژې په میاشت کي له رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ سره بیا تکرارول، ( سَنُقْرِئُکَ فَلاَ تَنْسي) . د رسول الله صلی الله علیه وسلم او جبرائيل علیه السلام ترمنځ دا سپيڅلې قراني مدرسه به هر کال په روژه کي یو ځل وه په کوم کال چي رسول صلی الله علیه وسلم وفات کیده په هغه کال دوه ځله وه.


له دې امله باید په روژه کي قرانکریم ته ځانګړې توجه وکړل شي د امام مالک ابن انس رحمه الله په اړه ویل کیږي چي روژه به راغله د حدیثو درس به یې پرېښود او له بل هر کار نه به یې لاس واخیستی یواځي د قرانکریم تلاوت به یې کاوه او په هغه کي په تدبر به بوخت و داراز د امام سفیان الثوري رحمه الله په اړه په روایاتو کي راغلي چي نور ټول نفلي عبادتونه به یې پرېښودل یواځي تلاوت به یې کاوه. 


یوه ډیره مهمه خبره باید په پام کي ولرو هغه دا چي له تدبر او تفکر پرته د ډیر تلاوت کولو څخه له تدبر سره کم تلاوت غوره دئ ډیر تلاوت مطلوب نه دی  مطلوب او موخه د قرانکریم زده کړه، په معنا یې ځان پوهول او بیا هغه په خپل ژوند کي عملي کول دي او دې ته (تدبر) وایي.
 په دې اړه د قران عظیم الشان د یو څو مبارکو ایتونو ژباړې درسره شریکه وم: كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ } (ص:۲۹)


ژباړه :  یعني کتاب مو تاته درکړی  دی مبارک کتاب دی د دې له پاره چي په ایتونو کي یې تدبر وکړل شي. 


بل ځای قرانکریم وایي: أَفَلا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلى قُلُوبٍ أَقْفالُها (محمد:۲۴)


ژباړه : دوی په قران کي ولي تدبر نه کوي ایا د دوی زړونو ته قلفونه لویدلي دي.


دې لاندي ایت ته باید ډیر متوجه شو دا ایت زموږ له حال سره بیخي برابر دی او کټمټ زموږ د مسلمانانو موجوده حالت څیړي، الله په قران کریم  کي د مخکینیو امتونو حالت بیانوي او وایې چي هغوی امیان وو په کتاب نه پوهیدل یواځي لفظي تلاوت به یې کاوه، { وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ } (البقرة:78)، الأماني د الأمنیة جمعه ده او امنيه تلاوت ته وایې لکه په بل ایت کي هم امنيه د تلاوت په معنا راغلې ده: وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍۢ وَلَا نَبِىٍّ إِلَّآ إِذَا تَمَنَّىٰٓ أَلْقَى ٱلشَّيْطَٰنُ فِىٓ أُمْنِيَّتِهِۦ. او په ځانګړې توګه په دې ایت کي له امنيه نه مراد تش لفظي تلاوت دی داسي چي په معنا او مفهوم یې نه پوهیږي ځکه مخکي (لایعلمون الکتاب) راغلي دي.


د اهل کتابو دا یادونه د هغوی د غندني او له خپل کتاب سره د نامناسب چلند په ډول شوي ده یعني هغوی په خپل کتاب نه پوهیږي یواځي یې لفظي تلاوت کوي!! او زموږ په حال خو ژړا په کار ده ځکه زموږ ډیری خلک آن په لفظي تلاوت هم نه پوهیږي او که څوک پوهیږي هغوی یې په معنا او مطلب نه پوهیږي یواځي الفاظ تکرار وي او که پوهیږي هم هغوی هم چنداني د (تدبر) په کیسه کي ندي الا من رحم الله. والي الله المشتکي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته