تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده/ وروستۍ برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 17, 2024
  0

لیکنه: ملا سلیمان شاه مختار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 
منجنیق الصخور فی رد علی اهل الهواء والفجور 
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده
شپږمه او وروستۍ برخه
 

منکرین حدیث ولي اته رکاته کوي؟


غیر مقلدین حضرات چي داتو رکاتو تراویح خبری پورته او کښته کوي دوی په دې حدیث دلیل نیسي حال داچي دا حدیث د تراویحو لپاره نه بلکي د تهجد لپاره دئ، حضرت ابو سلمه بن عبد الرحمان رح وایی چي ما د ام المومنین حضرت عایشی رضی الله عنها څه وپوښتل چي د رسول ﷺ دلمانځه کيفیت به روژه مبارکه کي څنګه وو؟ ام المومنین وفرمایل چي رسول ﷺ په روژه کي او غیر روژه کي یوولس رکاته کول، په یوه سلام به یې څلور رکاته  وکړه د هغه پوښتنه نو مه کوه چي هغه به څنګه اوږده او ښایسته رکاتونه وه، بیابه یې ارام وکړی، عایشه رضی الله عنها وایي ماورته وویل چي اې دالله ﷻ رسوله ﷺ ته د وترو کولو څه مخکي هم بیدیږی؟ رسولﷺ وفرمایل اې عایشې زما سترګي بیدیږي خو زړه مي ژوندی وي، [رواه بخاری جلد اول صفحه ۱۵۴ ،  باب قیام النبیﷺ  باللیل فی رمضان وغیره صفحه ۲۶۹ داغه رکم باب فضل من قام رمضان صفحه ۵۰۴ ] غیر مقلدین په دغه حدیث سره عمل کوي او دلیل یې ګرځوی چي تراویح ټولي اته رکاته دي، زموږ ټوله دلائل یی شاته غورځولي دي، خو غیر مقلدین په خپلو دعوو کي ناخبره دي او نه یې خپله پر دغه حدیث عمل کړی دی، موږ دوی ته وایو چي ددغه حدیث تعلق د تراویحو سره نه دی د تهجد سره دئ،  دهغه ډیري وجهي دي، په آئمه اربعه او مجتهدینو کي هیچا هم ددی حدیثه څه تراویح نه دي مراد کړي او نه یو امام د اتو رکاتو تراویحو قائل دی، په هم دی وجه امام ترمذي رح په خپل کتاب کي د تراویحو د تعداد په باره کي مختلف اقوال ذکر کړي، خو داتو رکاتو ذکر یې نه دی کړی.  


اکثره محدثین کرام لکه امام مسلم، امام ترمذی، امام  ابو داؤد، امام نسائي، امام مالک، امام عبدالرزاق، امام ابوعوانه، امام ابن خزیمه، امام دارمي، امام ابو نصر مروزي رحمهم الله دغه حدیث کم چي د اتو رکاتو دلیل غیر مقلدین په نیسي د خپلو احادیثو په کتابو کي د تهجد (قیام اللیل ) تر عنوان لاندي لیکلی دئ، حال دا چي دغه محدثینو په خپلو کتابو کي د تراویحو بابونه هم قائم کړي دي؛ خو دغه حدیث یې هلته نه دی ذکر کړی ځکه ددوی ټولو یقین دی، چي دغه حدیث د تهجد سره خاص دئ، د تراویحو سره نه دی خاص. 

 
تراویح هغه لمونځ ته ویل کيږي، چي په جماعت سره کيږي، ځکه حافظ ابن حجر رحمه الله فرمایی چي " د روژی په شپو کي ماخستن په جماعت سره لمونځ کولو ته تراویح وایی " [رواه فتح الباری جلد څلرم صفحه ۲۵۰] او د کم لمانځه ذکر چي ام المومنین په خپل حدیث کي کړی دی د هغه څه ځکه تهجد مراد دی چي په روژه او غیر روژه کي کيږی، ځکه تراویح فقط په روژه کي کيږي. 

 
 تراویح په یوه سلام سره دوه رکاته کيږي او په دغه حدیث کي څلور رکاته په یوه سلام باندي دکيدلو ذکر دئ. 


په دې حدیث کي یوولس رکاته بغیره جماعته ذکر سوي دي، چي رسولﷺ به په  خپل حرم کي کول، خو تراویح په جماعت سره کيږي، په دې ټولو دلیلو سره ددوی دعوه لغوه سوه دوی په دې حدیث باندي د تراویحو دلیل نسي نیولای نه یې ثابتولای سي.  


د حضرت عایشې رضی الله عنها څه ابو سلمه رح د نبی ﷺ د لمانځه دکيفیت پوښتنه کوي، ځکه دلته په حدیث کي د کيف لفظ راغلی دئ نه د کَم لفظ حضرت عایشه هم دده په جواب کي وایي چي دهغه څلورو رکاتو پوښتنه نو مه کوه یعني داسي به یی اوږده او په ښه طریقه سره وکړه چي حد یې نه وو. 


د ډیرو آثارو صحیحه څه معلومیږي چي د خلفاء راشدینو په وخت کي به شل رکاته تراوېح کيدلې حضرت عایشه رضی الله عنها به هم راتله د مسجد په یوه کونج کي به یې په خاموشۍ سره تراویح کولې هیڅ یې نه ویل، ددئ څه معلومه سوه چي دغه حدیث د تهجد لپاره خاص دی نه د تراویحو لپاره ځکه که د تراویحو لپاره وای بیا به ام المومنین پر دوی باندي رد کړی وای، اوس به تاسو ته معلومه سوې وي چي دغه ډله څومره تېروتې ده. 


دحدیث خلاف عمل


غیر مقلدینو خو ډیر کوښښ وکړی چي په دغه حدیث سره تراویح اته رکاته ثابت کړي خو نه سوه بریالي او دوی خپله هم په دې حدیث عمل نه دی کړی، هغه داسي، چي په دی حدیث سره معلومیږي چي رسولﷺ دغه لمونځ څلور رکاته کوی خو دوی دوه دوه رکاته کوي.

  
دغه اته رکاته خو رسولﷺ په جماعت نه دي کړي یوازي یی کړي دي، خو دوی یې په جماعت سره کوي.  

 

دغه اته رکاته لمونځ خو رسولﷺ په خپل حرم کي کوی خو دوی یی په مسجد کي کوي.  


ددغه اتو رکاتو وروسته به رسول ﷺ لږ بیده سو ارام به یې وکړی بیا به یی وتر وکړه خو دوی متصل وتر وکړي.


په دی حدیث ذکر سوه چي رسولﷺ به وتر یوازي کول؛ خو غیرمقلدین یی په جماعت سره کوي.

 
په دې حدیث سره معلومه سوه چي رسولﷺ به ټوله کال وتر دری رکاته کول او په یوه سلام سره خو دوې یو رکات وتر کوي او که یې درې کول بیا یې په دوو سلامو کوي.

 

 د غیر مقلدینو بله ناکامه هڅه


کله چي غیر مقلدین حضرات په دې حدیث باندي دتراویح په ثابتولو کي ناکامه راغله بیا یې دعوه شروع کړه، چي تراویح او تهجد یو دي، د دوی یو شیخ الحدیث مولانا اسماعیل سلفي وایي: بعضي خلګ تراویح او تهجد جلا جلا لمونځ بولي خو دا غلطه خبره ده ددی هیڅ ثبوت په حدیث کي نسته. [رواه رسول اکرم کي نماز صفحه ۹۸] 


 مولانا حکيم صادق سیالکوټی وایی: رسول ﷺ خلګو ته د تراویحو لمونځ سره د وترو په جماعت سره ورکړی، ددی وروسته یی بیا هيڅکله تهجد نه وکړه او نه یی وتر وکړه، معلومه سوه چي  دتهجد لمونځ په روژه کي په تراویحو بدل سو او رسول ﷺ چي کم لمونځ او وتر د خوب وروسته دشپې په مابین کي کول په رمضان کي یې د خوب مخکي کول  [رواه صلوة الرسول صفحه ۳۸۰ ] دغه دواړو دغه مسئله دخپل عقل په معیار باندي څېړلې ده، د دوی سره هیڅ عقلی و نقلی دلیل نسته چي تراویح او تهجد یو لمونځ دئ. 


۱ - موږ ورته وایو چي د تهجد ذکر په قرآن کي راغلی دی (و من اللیل فتهجد به نافلة اللک)  او د تراویحو ذکر دابن ماجه په حدیث کي راغلی دی، دبخاری شریف په جلد اول صفحه ۱۵۲ مه کي دغه حدیث راغلی دی چي رسول ﷺ به تهجد د شپې په اخری حصه کي کول.

  
۲ - ددې په مناسبت حضرت مسروق رحمه الله د حضرت عایشې رضی الله عنها څه پوښتنه وکړه چي رسول ﷺ به تهجدو ته کله پورته کيدی؟ عایشې رضی الله عنها وویل: چي کله به چرګ اذان وکړی یعنی دومره ناوخته چي د سهار خوا به سوه، خو تراویح او وتر ټولو صحابه کرامو او تابعینو او تبع تابعینو او د امت ټولو علماؤ د شپې په اوله حصه کي کول.

 
۳ - تراویح رسول ﷺ په اهتمام سره د یولوی جماعت صحابه کرامو سره ادا کړي دي؛ خو تهجد یې یوازي کول که به څوک ورسره شریک سو هم یې باک نه په کوئ. 


 ۴-  تراویح ماخستن د خوب څه مخکي کيږي، خو تهجد د خوب څه وروسته کيږي. 


 ۵ - په تراویحو کي یو قرآن ویل د خلفاء راشدینو مسنون عمل دئ، خو په تهجدو کي یی اندازه نه ده مقرره. 


 ۶- تهجد د وترو سره کم از کم اووه رکاته دي او زیات څه زیات دیارلس رکاته دي، خو تراویح تر ټولو کم تعداد یې شل رکاته دئ.

 
 ۷ - تهجد ټول عمر کيدلای سي، خو تراویح فقط یوه روژه او بله روژه کيږی. 


پای 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته