تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه او توبه/ درېیمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 7, 2024
  0

لیکنه: مولوي  نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


روژه او توبه 
(درېیمه برخه) 
د توبې فضيلتونه


۱ - د توبې فضيلتونه او رازونه بيخي ډېر دي

 

توبه د کاميابۍ سبب دی، توبه د نيکمرغۍ لاره ده، په توبې باندي د انسان ګناهونه له مينځه ځي او چي څوک سمه توبه وباسي الله پاک يې بدۍ په نيکيو باندي بدلوي.


۲ - الله تعالی د خپل بنده په توبې باندي ډېر خوشاله کيږي


د احاديثو په کتابونو کي هغه حديث راغلی دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه کي د بنده په توبې باندي د الله پاک د خوشالۍ يادونه کوي؛ په حديث کي راځي: الله پاک د خپل بنده په توبې باندي تر هغه چا ډېر خوشاله کيږي چي يو ډېر خطرناک ځای ته ولاړ سي؛  ډوډې، اوبه او نور سامانونه يې پر سورلۍ باندي تړلي وي نو خپل سر کښېږدي تر څو يو کړی ويده سي کله چي  د خوبه را ويښ سي که ګوري سورلۍ يې نسته، ګرمي هم ډېره سخته وي او دی هم ډېر تږی سوی وي؛ نو د خپلي دابې پسي وګرځي خو د پيدا کولو څخه يې عاجز سي تر څو چي ناهيلی سي نو د ځانه سره فيصله وکړي چي بيرته خپل هماغه پخواني ځای ته ځم، هغه ځای ته چي ولاړ سي نو ويده سي کله چي د خوبه را ويښ سي که ګوري سورلۍ يې سرته ولاړه ده، نو دا انسان ډېر خوشاله سي آن تردې چي د ډېري خوشالۍ له کبله ددې پر ځای چي دی ووايي: ای الله ته مي خدای يې زه دي بنده يم داسي ووايي ای الله ته مي بنده يې زه دي خدای يم.


نو دغه سړی چي څومره خوشاله کيږي الله پاک د خپل بنده په توبې باندي تر دغه انسان ډېر خوشاله کيږي.


۳ - په توبې باندي الله پاک توبه کوونکي ته ډېر مراتب د عبوديت ورکوي چي بيا پر هغو باندي د ډېرو نعمتونو ورکول مرتب دي.


۴ - په توبې باندي الله پاک توبه کوونکي ته محبت، د زړه نرمي، مهرباني، شکر ايستل، د الله پاک حمد ويل، د الله پاک څخه خوشاله کېدل ورکوي.


۵ - په توبې باندي انسان ته عاجزي او نفس شکستي پيدا کيږي او عاجزي الله پاک ته تر ډېرو ښکاره اعمالو بهتره ده پدې خاطر دی چي الله پاک د عاجزۍ په وخت کي د انسان دعاء ژر قبلوي په خاصه توګه د سجدې په حالت کي دا ځکه چي هغه حالت د عاجزۍ او خضوع دی، له همدې امله د مظلوم او مسکين دعاء ژر قبلوي ځکه چي هغوی  عاجزي لري.

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته