تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 27, 2024
  0

لیکنه: ملا سلیمان شاه مختار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

منجنیق الصخور فی رد علی اهل الهواء والفجور 
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده
(دوهمه برخه) 

خلفاء راشدین او تراوېح


(۱) عبد الرحمان رضی الله عنه بن عبدالقادر فرمایي: چي زه په روژه کي یوه شپه د عمر رضی الله عنه بن الخطاب سره مسجد نبوي ته ولاړم، که ګورم خلګ په مختلفو ټولیو ویشل سوي دي، په مختلفو ځایو کي ولاړ دي، بعضي یوازي لمونځ کوي او بعضو بیا جماعتونه درولي دي نور خلګ پسي ولاړ دي، عمر رضی الله عنه وویل: زما اراده ده چي دغه خلګ ټوله د یوه قاري په اقتداء کي را ټول کړم دا به ښه وي تر دې متفرقو جماعتو، بیا یې ټوله خلګ د اُبی ابن کعب رضی الله عنه په اقتداء کي را جمعه کړل، دوهمه ورځ بیا زه د عمر رضی الله عنه سره راغلم مسجد نبوي ته، که ګورو خلګ ټوله په اُبی رضی الله عنه ابن کعب پسي ولاړ دي تراوېح کوي، عمر رضی الله عنه چي دغه حال ولیدی بیا یې وویل: چي دغه نوی ترتیب بیخي ښه خوند کوي او هغه لمونځ کم چي تاسو د شپې په اخري وخت کي کوی تر هغه لمونځ افضل دئ کم چي تاسو یی دشپې په اول وخت کي کوی. (رواه بخاري شریف جلد اول ۲۶۹)


(۲) حضرت اُبی رضی الله عنه ابن کعب خپله روایت کوی چي عمر رضی الله عنه راته وویل: چي خلګو ته په روژه کي د شپې په جماعت لمونځ ورکوه، خلګ د ورځي روژې نیسي، خو قرآة سم نسي ویلای که چيري ته د شپې په دوی قرآن واورې دا به ښه وي، اُبی ابن کعب رضی الله عنه وویل: اې امیرالمومينینه مخکي خو داسي عمل نه کېدی، عمر رضی الله عنه وویل: ماته معلومه ده چي نه کېدی خو دا ښه عمل دئ، ددی وروسته اُبی ابن کعب صحابه کرامو رضی الله عنهم ته شل رکاته تراوېح ور کولې. (رواه کنزالعمال جلد اتم صفحه ۴۰۹)


(۳) حضرت حسن رحمه الله فرمایی چي عمر رضی الله عنه ټوله خلګ د اُبی ابن کعب رضی الله عنه په اقتدا ء کي را جمعه کړل بیا به اُبی ابن کعب دوی ته شل رکاته تراوېح ورکولې. (رواه ابو داؤد جلد اول صفحه ۲۰۲ ، سیراعلام النبلاء جلد اول صفحه۴۰۰ ، جامع المسانید والسنن للحافظ ابن الکثیر جلد اول  صفحه ۵۵ )


(۴) یحیی بن سعید رحمه الله روایت کوي چي عمر رضی الله عنه ټوله خلګ د اُبی بن کعب رضی الله عنه په امامت کي راجمعه کړل، بیا به ابی ابن کعب رضی الله عنه خلګو ته شل رکاته تراوېح ورکولې، (رواه مصنف ابن ابی شیبه جلد دویم صفحه ۳۹۳ )


(۵) حضرت عبدالعزیز بن رفیع رحمه الله فرمايي چي اُبی ابن کعب رضی الله عنه به په روژه کي د مدینې خلګو ته شل رکاته تراوېح ورکولې او وِتر به یې درې رکاته ورکول. (رواه مصنف ابن ابی شیبه جلد دویم صفحه ۳۹۳ )


(۶) حضرت یزید بن رومان رحمه الله فرمايي چي خلګو به د عمر رضی الله عنه د خلافت په زمانه کي درویشت رکعته لمونځ کوی، شل رکعته تراوېح او درې رکعته وِتر. (رواه موطاء امام مالک جلد اول صفحه ۸۹، سنن الکبری للبیهقی جلد دویم صفحه ۴۹۶)


(۷) حضرت ابن ابی ذئب رحمه الله د حضرت یزید بن خصیفه او سائب بن یزید څه روایت کوی چي د عمر رضی الله عنه په خلافت کي به صحابه  کرامو رضی الله عنهم شل رکاته لمونځ کوئ، په یوه رکات کي به یې سل سل ایته ویل کيده، تر دې پوري چي د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په زمانه کي به خلګو په تراوېحو کي د اوږدې قیامي له وجي پر خپلو لکړو تکيه کوله. (سنن الکبری للبیهقی جلد دویم صفحه ۴۹۶) 


(۸) حضرت اسد رحمه الله بن عمرو د امام ابو یوسف رحمه الله سه نقل کوي: چي ما د امام ابو حنیفه رحمه الله څه پوښتنه وکړه د تراوېحو د تعداد او د طریقې په باره کي. امام ابو حنیفه رحمه الله وویل: چي تراوېح سنت مؤکد دئ او ټولي شل رکاته دي؛ ځکه عمر رضی الله عنه د دی تعداد د ځانه نه دی ایجاد کړی نه عمر رضی الله عنه بدعتي وو، عمر رضی الله عنه چي د شلو رکاتو تراوېحو امر کړی دئ، خامخا به د هغه سره د دی یو اصل وو یا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حکم وو. ( رواه مراقی الفلاح مع حاشیه صفحه ۳۳۴) 


(۹) حضرت ابو عبد الرحمان سلمی رحمه الله  فرمایي چي په روژه کي حضرت علی المرتضی قاریان را وغوښتل امر یې ورته وکړ، چي تاسو خلګو ته شل شل رکاته تراوېح ورکړی، ابوعبد الرحمان وایي چي وِتر به حضرت علی رضی الله عنه خپله په جماعت سره ورکول. (رواه سنن الکبری للبیهقی: جلد دویم، صفحه، ۴۹۶)


(۱۰) حضرت زید رحمه الله بن وهب فرمایي: چي حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه موږ ته په روژه کي په جماعت سره لمونځ راکوی، چي کله به لمونځ خلاص سو، سهار ته به وخت پاته وو(یعنی تر دومره ډیره وخته پوري چي خلګ به وبیریده چي هسی نه سهار سي) امام اعمش رحمه الله فرمايي چي حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه به شل رکاته تراوېح او درې رکاته وِتر کول. (رواه مختصر قیام اللیل للمروزی: صفحه، ۱۵۷)


 

نوربیا... 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته