تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه په روژه کي د قرانکریم ختم وکړم؟
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 14, 2018
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


قران کریم؛ هغه کتاب دی چي د هدایت څراغ، د تاریکیو رڼا، د اسرارو روښنایي، د حق خپرونکی، د باطل غندونکی، د اقتصادي نظام بشپړ نصاب، د ساینس مخکښ څېړونکی، د عبرت د قصو بیانونکی، د اخلاقو مجموعه، زموږ باور او د الله ﷻ مبارک، ریښتنی، تل پاتی، کامل، شامل، جامع او زموږ زړونو ته نژدې کلام دی، چي د اسلام تر ټولو لویه معجزه ده او پر سردار عالم ﷺ باندي نازل سوی دی.


د قرآن کریم د فضیلت په هکله دغه یو حدیث کفایت کوي:

(يَا أَبَا ذَرٍّ ، لأَنْ تَغْدُوَ فَتَعَلَّمَ آيَةً مِنْ كِتَابِ اللهِ ، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تُصَلِّيَ مِئَةَ رَكْعَةٍ ، وَلأَنْ تَغْدُوَ فَتَعَلَّمَ بَابًا مِنَ الْعِلْمِ ، عُمِلَ بِهِ أَوْ لَمْ يُعْمَلْ ، خَيْرٌ مِنْ أَنْ تُصَلِّيَ أَلْفَ رَكْعَةٍ.) ابن ماجه
ای ابوذره ! که چیرې ته سهار ولاړ سې او یو آیت د قرآن پاک زده کړې نو د سل رکعته نفلو څخه بهتره دي ، او که چیرې یو باب د علم زده کړې که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي یا نه نو د زرو رکعتو نفلو کولو څخه بهتر دي.


څنګه کولای سو د روژې په یوه میاشت کي یو قرآن کریم ختم کړو؟


نن خلک ټول د ژوند په کارونو مصروفه دي، څوک وخت نه لري چي تلاوت وکړي، څوک بیا اراده لري چي تلاوت وکړي، موقع په لاس نه ورځي، څوک بیا هم وخت لري او هم د تلاوت کولو موقع په لاس ورسي، خو تر څو دقیقو تلاوت وروسته ستړی سي او بیا په ورځو ورځو قرآن کریم نه را خلاصوي. ددې لپاره یوه داسي طریقه پکار ده چي په مټ باندي ئې موږ کولای سو، ډېر به اسانه سره ځان د قرآن کریم په تلاوت عادت کړو او هره ورځ بیا دغه عادت په ډېره اسانۍ سره تر سره کړو. 

 


 

د قرآن کریم د حروفو اندازه (فونټ اندازه) چي نن په دنیا کي رایج ده، یو قرآن کریم تقریبا د ۵۵۰ څخه تر ۶۵۰ صفحې کیږي. راسئ، موږ به یو قرآن کریم ۶۰۰ صفحې ونیسو.


که دغه ۶۰۰ صفحې د میاشتي پر ۳۰ ورځو باندي ووېشل سي، نو په یوه ورځ کي به ۲۰ صفحې تلاوت سي، او که دغه د یوې ورځې ۲۰ صفحې تلاوت پر پنځو لمونځونو باندي ووېشل سي، نو د هر لمانځه سره به یوازي څلور صفحې تلاوت سي. 

 

پایله:

اوس که تاسي غواړئ، چي په میاشت کي یو قرآن کریم ختم کړی، نو د هر لمانځه مخکي یا وروسته یوازي څلور صفحې د قرآن کریم تلاوت کوئ او که غواړی، چي دوه ختمونه د قرآن کریم وکړئ، نو بیا څلور صفحې تر لمانځه مخکي او څلور صفحې وروسته تر لمانځه تلاوت کړئ.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته