تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه د برکتونو میاشت (۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

روژه د برکتونو میاشت
(پنځمه برخه) 


یادونه: (روژه د برکتونو میاشت) لیکنه یو ځل مخکي (۱۴۰۱هـ ش) کال کي خپره سوې، د یادي لیکني اهمیت ته په کتو يې یو ځل بیا خپره وو. 

 

اولسم برکت 


بل برکت ددې مياشتي دا دی چي په دې مياشتي کي الله پاک داسي شپه ايښې ده چي د هغې  يوې شپې عبادت الله پاک ته تر عبادت د زرو مياشتو چي تقريبا تر 83 کالو ډېريږي غوره دی لکه چي په قرآن شريف کي راځي:


 لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ.[القدر3] يعني د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده.


د قدر شپې په فضیلت کي ډېر احادیث راغلي دي خو چي نور هیڅ  فضیلت ونلري همدغه فضیلت یې بس دی چي دغه شپه الله پاک ته تر زرو نور میاشتو ډېره معززه ده او په دغه شپه عبادت تر زرو نورو شپو الله پاک ته ډېر منظور دی.


نو ددې شپې د لاسته راوړلو لپاره دا مهمه ده چی د روژې په میاشت کي په ځانګړې توګه په لسو آخرو شپو کي موږ ډېر عبادت وکړو.


اتلسم برکت


بل برکت ددې میاشتي دا دی چي د روژې مبارکه میاشت د دعا د قبلېدلو او اجابت میاشت ده یعني په روژه کي د انسان دعا قبلیږی البته پدې شرط چي د دعا شرایط پکښې مراعات کړل سي لکه په حدیث کي چي راځي:


عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:ثَلَاثُ دَعَوَاتٍ مُسْتَجَابَاتٌ: دَعْوَةُ الصَّائِمِ، وَدَعْوَةُ الْمُسَافِرِ، وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ.[شعب الإیمان3323]


ژباړه: ابوهریره رضي الله عنه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې دعاګاني دي چي قبلیږي: د روژاتي دعا، د مسافر دعا او د مظلوم دعا.


نو راځئ چي په روژه کي خپل ځان او نورو مسلمانانو ته دعا وکړو او د مسافر او مظلوم څخه د ځان لپاره دعا وغواړو.


نولسم برکت 


بل برکت ددې میاشتي دا دئ، چي ددې میاشتي د روژې په نیولو باندي د انسان څخه متقي او پرهیزګاره جوړیږي لکه څنګه چي الله پاک په قرآن عظیم الشان کي فرمایي:


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. [البقرة:183]


ژباړه: اې مومنانو! روژه پر تاسو باندي داسي فرض کړل سوېده، لکه پر هغه کسانو چي تر تاسو مخکي تیر سوي دي ددې لپاره چي تاسو متقیان سی.


نو د روژې په نیولو باندي انسان متقي کیږي خو پدې شرط چي سمه روژه ونیسي او تقوی هغه شی دی چي هر مسلمان د ځان د نجات او ژغورني لپاره اړتیا ورته لري.


شلم برکت 


بل برکت ددې مبارکي مياشتي دا دی چي پدې مبارکه مياشت کي الله پاک امت ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف په نامه ښکلی عبادت ورکړی دی چي نارينه او ښځينه دواړه يې کولای سي البته نارينه به يې په جوماتونو کي کوي او ښځينه به يې په خپلو کورونو کي کوي.


اعتکاف هغه عبادت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی قضاء کړی، عايشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چي ژوندی وو نو خپله به يې د روژې مياشتي په لسو آخرو شپو کي اعتکاف کوی او کله چي دی مبارک وفات سو بيا دده ميرمنو اعتکاف کوی.


د اعتکاف د فضيلت لپاره په آثارو کي ډېر ښه مثال راغلی دی هغه دا چي: د معتکف مثال د هغه چا دی چي د يو چا پر دروازه باندي و دريږي او دا ورته وايي تر څو چي زما اړتيا پوره نکړې د دروازې څخه دي نه ځم؛ معتکف هم همداسي دی کله چي دی په اعتکاف کي کښېني نو داسي مثال لري لکه دی چي د الله پاک پر دروازه باندي د سوال کولو لپاره ولاړ وي او داسي په جديت ولاړ دی چي تر څو يې الله پاک غوښتني او سوالونه ونه مني د دروازې څخه يې نه ځي، بالآخره ددې ډېر احتمال سته چي الله پاک دي دده غوښتني او سوالونه ومني لکه د روژې په آخره کي د اختر په ورځ چي د روژاتيانو لپاره الله پاک ثوابونه ورکوي و معتکف ته دي هم ثواب ورکړي.


خلاصه داسي ويلای سو چي اعتکاف د عبادت، توبې او دعا قبلېدلو لپاره ښه وخت دی هيڅ مسلمان يې بايد د لاسه ورنکړي. 


همداسي په يوه حديث کي راځي: څوک چي د روژې مياشتي په لسو شپو کي اعتکاف وکړي نو ده ته به د دوو حجونو او عمرو ثواب ورکول کيږي.


عَنْ عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنٍ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنِ اعْتَكَفَ عَشْرًا فِي رَمَضَانَ كَانَ كَحَجَّتَيْنِ وَعُمْرَتَيْنِ. إِسْنَادُهُ ضَعِيفٌ وَمَا قَبْلَهُ فِيهِ ضَعْفٌ، وَاللهُ أَعْلَمُ[شعب الايمان ۳۶۸۰]


ژباړه: علي بن حسين د خپل پلار څخه روايت کوي چي هغه وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د روژې مياشتي په لسو شپو کي اعتکاف وکړي داسي مثال لري لکه ده چي دوه حجه او دوې عمرې کړي وي.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته