تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې دفرض كيدلو حكمتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 14, 2021
  0

د روژې دفرض كيدلو حكمتونه


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


روژې په فرض کېدلو کي ډېر حکمتونه دی، د هغو څخه يې ځیني لاندي ذکر کوو:


١. د بدن تندرستي.


٢. د نفس مغلوب کېدل.


٣. د شیطان ناراضه کېدل .


۴. الله تعالی ته د روژه نيونکي د خولې بوی خوښېدل.


۵. د زړه پاکوالی.


۶. دگناهونو معاف کیدل.


۷. په آخرت کي ډیر اجر او لوړه مرتبه حاصلول.


۸. دملائکو په صفت سره متصف کیدل.


۹. دالله تعالی قرب حاصلول او داسي نور.


د روژې ښه والى


روژې ډیري خوبياني دی د هغو څخه څو لاندي د نمونې په توگه ذکر کوو.


۱: د الله تعالى د نعمتونو قدر داني: په دې معنی چي کله چي د روژه نيونکي مفطرات ثلاثه ( خوراك، څیښاک او  جماع) ور په یاد سي نو دي د الله تعالی شکر ادا کړي ځکه په روژه کي دي د دغه شیانو څخه منع وي او کله چي څوك د يو شي څخه منع سي نو يې په قدر پوه سي
۲: تقوی: د تقوی د حاصلولو ذريعه ده ځکه نیونکي د حلالو شیانو څخه ځان ساتي، او د الله تعالی رضا په خاطر فرمانبرداري کوي، نو د حرامو څخه خو بیخي ځان ساتي دغه ته تقوی ویل کیږي. او د الله تعالی په دغه فرمان: لعلكم تتقون کي همدغه طرف ته اشاره ده.

۳:په روژه سره د گناهونو و طرف ته راتلونکي نفساني خواهشات ختمیږي.


۴:په روژه نيونکي کي د روحانی فرشتو صفات پیداکیږي ځکه فرشتې هم د خوړلو، څیښلو او هر رنگه لذتونو د څکلو څخه پاکي دي او هر وخت د الله تعالی په عبادت کښي مشغولي وي.


۵: روژه نيونکي د روژې په نیولو سره د بې وزلو او ناتوانه خلگو په حال او د هغوي د تکلیف څخه خبریږي، او هغوي باندي رحم کوي او هغوي ته خوراک او څيښاک ورکوي.

۶: په روژه کی د فقراؤ اومساکینو سره په تکليفونواو صبر کی موافقت راځي یعني کوم تکليفونه چي هغوئ برداشتوي روژه دار یې د روژې په برکت سره برداشتوی او  د الله تعالی په مخ کي خپل حال وړاندي کوي، او په لاندني آیت باندي عمل وکړئ :


وَٱللَّهُ ٱلْغَنِىُّ وَأَنتُمُ ٱلْفُقَرَآء﴿محمد: ٣٨﴾ 


ترجمه: الله تعالی غنی دی او تاسي ټول فقراء ياست:


۷: په روژه کي د سترگو، ژبي، غوږونو، شرمگاه او داسي نورو اعضاوو سره تعلق لرونکي غلط کارونو څخه د ځان ساتني په خاطر نفس اماره آرام سي، ځکه چې په روژه سره د نفس په خواهشاتو کي د نفس حرکت کمزوره کیږي.


۸: روژه انسان پر زړه سوي او رحمت باندي هڅوي، ځکه چي روژه نيونکي کله نا کله د لوږي تکلیف محسوس کړي نو په عامو وختو کي يې هغه په یاد وي او پر ده باندي زړه سوي او رحمت غالبه سي.


دغه حقیقت د انسان په اړه یو رنگه باطني غم او درد وي نو روژه نيونکي د دغسي انسان سره احسان کوي د هغه تکلیف او غم ور څخه ليري کوي، او په دغه سره هغه د الله تعالی د جانب څخه ښه بدله ترلاسه کوي.


۹. روژه په دنيا کښي روژه نيونکي د گمراهۍ څخه ساتي او په آخرت کي د دوږخ د عذاب څخه نجات ورکوي.


١۰. روژه يواځي او يواځي د الله تعالی لپاره عبادت دی، دي ،دالله تعالی څخه ماسوا د بل چا لپاره د روژې عبادت نه کیږي.


۱۱. روژه د ملائکو په مخکي د روژه نيونکي یادونه په لوړ آواز کوي، او د روژه نيونکي د بدن څخه ناجوړياني ليري کوي، او په روژه سره د الله تعالی قرب حاصليږي .


۱۲. روژه نيونکي ته په دنیا او دین کی خوشحالي حاصلیږي په دنيا کي هغه وخت کله چي هغه روژه ماتوي او په آخرت کي هغه وخت کله چي روژه نيونکي ته ثواب رسیږي، نجات ترلاسه کړي او دالله تعالی دیدار حاصل کړي .


۱۳. د روژې يوه خوبي داده چي دايو پټ عبادت دئ تر څو چي يو روژه نيونکي په خپله د روژې اظهار ونه کړي، بل چاته نه ور معلومیږي، خو نور عبادات لکه لمونځ، د قرآنکریم قرائت او داسي نور داسي نه دي لکه روژه، او په روژه ریاکاري نه داخلیږي خو په نورو عباداتو کي ریا داخلېدلای سي، ځکه نو الله تعالی فرمایي:


الصوم لي وأنا أجزي به )


ترجمه: روژه خاص زما لپاره ده او صرف زه یې بدله ورکوم،


ځکه په دغه کښي د بل چا د شرکت نفي وکړل، خو د نورو عباداتو په اړه يې داسي و نه فرمایل .ُ


ماخذ : دروژې فضائل او احکام 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته