تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 18, 2024
  0

لیکنه: ملا سلیمان شاه مختار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


منجنیق الصخور فی رد علی اهل الهواء والفجور 
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده او تراویح ټولي شل رکاته دي که اته رکاته سنت دي
لومړۍ برخه

 
موضوع
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده، او تراویح ټولي شل رکاته دي که اته رکاته سنت دي

 
(۱) حدیث

حضرت ابو هریره رضی الله عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به په روژه کي د قیام اللیل ډیر ترغیب کوی، خو په دی سلسله کي یې دتاکيد حکم نه کوئ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل ( چاچي د روژو په شپو کي دایمان په حالت کي د ثواب په نیت قیام وکړی د هغه مخکينی ټولي ګناه وي وبخښل سوی) تر دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات سو د تراویحو معامله داغسي پاته سوه، د ابوبکر رضی الله عنه په خلافت کي او د عمر رضی الله عنه بن الخطاب د خلافت په اولو شپو کي هم دا معامله داغسی پاته وه[رواه مسلم شریف جلد اول صفحه ۲۵۹]


(۲) حدیث
حضرت ثعلبه رضی الله عنه بن ابی مالک قرظی فرمایی چي رسول صلی الله علیه وسلم په روژه کي یوه شپه مسجد نبوي ته تشریف راوړی، څه صحابه کرام یې ولیدل چي د مسجد په یوه کونج کي په جماعت سره لمونځ کوي، رسول صلی الله علیه وسلم وپوښتل چي دا خلګ څه کوي؟ ورته وویل سوه چي ددغه خلګو قرآن نه دی یاد، اُبی ابن کعب په لمانځه کي قرآن وایي دغه خلګو اقتداء پسي کړی ده، رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دغه خلګو ښه کړي دي یا یې دا وویل چي دغه یې صحي عمل کړی دئ او ددوی پر دغه عمل یې رد ونه کړئ [رواه معرفة السنن والآثار للامام البیهقی جلد څلرم صفحه ۳۹ ]


(۳) حدیث 
حضرت عبدؓالله بن عباؓس رضی الله عنه فرمایي چي رسول صلی الله علیه وسلم په رمضان المبارک کي د وِترو بغیره  شل رکعته لمونځ ورکوی [رواه مصنف ابن ابی شیبه جلد دویم صفحه۲۹۶ ، بیهقی جلد دویم صفحه ۴۹۶ ، معجم الکبیر للطبرانی جلد یوولسم صفحه ۳۹۳ ، مسند لابن الحمید صفحه ۲۱۸ ]


(۴) حدیث
حضرت جابر رضی الله عنه بن عبد الله فرمایي: په روژه کي یوه شپه رسول صلی الله علیه وسلم دباندي تشریف راوړی او صحابه کرامو ته یې څلرویشت رکعته لمونځ ورکړی ( څلور رکعته د ماخستن فرض شل رکعته تراوېح) او وِتر ئې وکړه [رواه تاریخ جرجان لابی قاسم حمزه بن یوسف السهمی صفحه ۲۷۵ ]


(۵)حدیث
حضرت عُروه بن زبیر رضی الله عنه فرمایي چي موږ ته اُمّ المومنین حضرت عائشه رضی الله عنهما خبر راکړی، چي په روژه کي یوه شپه رسول صلی الله علیه وسلم مسجد نبوي ته تشریف یووړی او لمونځ یې وکړی صحابه کرامو هم اقتداء پسي وکړه، کله چي سهار سو صحابه کرامو په خپل مابین کي د ماخستن د لمانځه تذکره سره وکړه، دابله شپه په مسجد کي تر پرون ډیر صحابه انتظار وه چي رسول صلی الله علیه وسلم راغلی لمونځ یی وکړی صحابه کرامو هم اقتداء پسی وکړه، درېیمه ورځ ددی لمانځه اوازه خپره سوه ماخستن مسجد ته تر نورو ورځو ډیر صحابه راغلی وه، رسول صلی الله علیه وسلم بیا راغلی لمونځ یی وکړی صحابه کرامو بیا اقتدا پسي وکړه، کله چي  څلرمه ورځ راغله مسجد دلمونځ کونکو د ډیر والی سه تنګ سو، رسول صلی الله علیه وسلم تر سهاره نه را ووتی، دسهار لمانځه ته چي راغلی بیا یې خلګو ته وویل چي ستاسو په راتګ زه خبر وم، خو زه بیریدم چي هسي نه دا لمونځ پر تاسو فرض کړل سي او بیا یې تاسو د ادا کولو څه عاجز یاست، تر دې پوري چي رسول صلی الله علیه وسلم ددنیا څه تشریف یووړی او معامله دغسي پاته وه [رواه بخاری شریف جلد اول صفحه ۲۶۹، مسلم شریف جلد اول صفحه ۲۵۹]


(۶) حدیث
رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي چي دغه رمضان المبارک داسي میاشت ده چي الله جل جلاله یې پر تاسو روژې فرض کړي دي او ما يې قیامه پر تاسو مسنون ګرځولې ده [رواه ابن ماجه صفحه ۹۵]


نوربیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته