تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا په روژه کي مو ځان ته پام دی؟
  تعلیم الاسلام
  January 30, 2016
  0

 لیکوال : نثار احمد صمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
 د روژې مقصد یوازی لوږه او تند ه نه ده بلکی ډیر لوی مقصد او هدف لري . پر موږ روژې فرض سوي دي تر څو متقي او پرهیزګاره سو . انسان دوه لوی دښمنان لري چي لومړنی شیطان دی او دوهم د هغه نفس دی . د روژې په مبارکه میاشت کي خو شیطان تړلی دی ، نو اوس یوازي د نفس سره مقابله او مجادله راپاته ده . نفس په درو شیانو سره کمزور او مغلوب کیږي چي هغه دا دي :
 
 لومړی ـ لږ خوړل ؛ دوهم ـ لږ خوب کول ؛ درېیم ـ لږ خبری کول .
 
 که موږ او تاسي ښه وګورو او غور وکړو نو وبه وینو چي د روژې په مبارکه میاشت کي دا درې کارونه په آسانۍ سره کولای سو خو زموږ نفس مو نه پریږدي چي ویې کړو . هغه داسی :
 
موږ پیشلمی دومره دروند کوو چي سبا ټوله ورځ مو د نس کڅوړه ډکه وي او بدبویه ټېغونه باسو . د روژه مات وخت خو نو څه کوې ! بیا نوبت د لږ خوب دی . زموږ نفس مو نه پریږدي چي په ورځ کي تر پنځه شپږ ساعته لږ خوب وکړو ( آن دا چي په روژه کي تر نورو وختو هم ډیر خوب کوو ) ! بیا وار د لږ خبرو دی . اول خو د نورو یوولسو میاشتو په شان هغومره خبري کوو یعني نه یې لږوو ، بیا نو موبایل تلیفون ، انټرنیټ او فېس بوک خو دومره استعمالوو چي تر نورو میاشتو لږ نه بلکي ډیر وي . په تیره بیا د موبایل مسېجونه خو تر پخوا هم ډیر فعال وي او موږ یې ښه مصروف کړي یو .
 
 نو باید د نفس شیطانیو ته متوجه سو یعني د روژې په مبارکه میاشت کي لږ وخورو ، لږ خوب وکړو او لږ موبایل یا فېسبوک وکاروو خو په عوض کي یې وخت د قرآنکریم پر تلاوت ، استغفار ، دعاوو ، اذکارو او د جماعت پر لمانځه باندي تیر کړو . دا به نو اصلي روژه وي . 
 
باید متوجه اوسو چي په دې مبارکه میاشت کي د یوې نیکۍ په بدله کی اویا ثوابونه راعطا کیږي . نو ولی یې وړیا له لاسه ورکړو ؟! د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ارشاد مفهوم دی چي هغه شخص هلاک سو چی په خپل ژوند کي د رمضان میاشت ور ورسیږي خو ده ته بخښنه ونسي . نو که موږ او تاسي په دغه مبارکه میاشت کي خپل نفس کنټرول کړو ، ښایي په مابعده یوولسو میاشتو کي یې هم کنټرول کړای سو . الله تعالی دي د همداسي کړنو توفیق راکړي . خو یوه قلبي اراده او فیصله غواړي او اوس هم ناوخته نه دی .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته