تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دروژې دفضیلت اړونده معلومات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 1, 2021
  0

دروژې دفضیلت اړونده معلومات 


راټولونه : بصیر یوسفزی /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(سورة البقره آیت نمبر ۱۸۲)

 

ژباړه : ای هغو کسانو چي ایمان موراوړي دي فرض کړل شوي ده پرتاسو روژه ساتل لکه چي فرض کړل شوي وه پر هغو کسانو چي مخکی له تاسو څخه وو، ددي لپاره چي تاسو پرهیزګاران شئ .

 

د( صیام )دلفظ څیړنه

 

دصیام دلفظ لغوي معني دڅه امر څخه لري اوسیدل دي  يعني که څوك دخوراك او وينا څخه لیري پاته شي اویا خوراك ږغيدل پریږدي نوهغه ته په لغت کی صائم ویل کیږي چې په قران کریم کي يي مثال په دې ډول دي (إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَٰنِ صَوْمًا )﴿مريم: ٢٦﴾ او په اسلامي شریعت کي ( الصوم ) یا روژه هغه ده چي انسان له سهار څخه ترماښام پوري دخوراك ، څښاك اودنفسي غوښتنو له ترسره کولو څخه دروژې په نیت لیري واوسي ، او ورځ له راختلو صبح صادق ( رښتونې سپيدې ) څخه پیل کیږي بيا تر لویدو دلمر پوري ، او چاچي دومره وخت خوراك ، څښاك اودنفسي غوښتنو په لاره تګ ونه کړ نوهغه روژتي دي او ګویا دروژې وجود جوړ شو : چي دروغتیا پالني لپاره انسان د ډیرو شیانو څخه پرهیز کوې همدارنګه په روژه کي هم پرهیز ونه شته ، روژه نیول داسلام له ارکانوڅخه يومهم رکن دی که څوك درمضان دمیاشتی روژه نه نیسي نو هغه نیم مسلمان جوړیږي ، درمضان المبارك په میاشت کي روژه نیول پرهر بالغ ، هوښیار ، سړي اوښځه باندي ( چي دروژې نیولو قدرت ولري ، فرض عین ده ، ترڅو چي کوم عذر پیښ شوي نه وي نو دروژې ماتول صحیح نه دي که څوك دروژې نذر ومني نوهغه روژې ورباندي فرض کیږي ، همدارنګه د کفارې او قضا روژې هم فرض دي ، او نوري روژې ټولي نفل دي په نیولو يي ثواب ورکول کیږي او په نه نیولو سره يي گناه نشته مګر دکوچنی اولوي اختر اودلوي اختر څخه وروستو درې ورځي دروژې نیول حرام دي.

 

دروژې تاریخ

 

روژه دحضرت دآدم عليه السلام له زمانې څخه راشروع شوې ده ، څرنګه چی دیوروایت نه څرګنديږي ، چی د حضرت آدم عليه السلام  په زمانه کی د(رایام بیض ) يعني دهري میاشتی ددیارلسم ، څوارلسم او پنځلسم په ورځ روژې فرض وي ، یهودانو او نصرانیانو هم روژې نیولې ، دهندوانو ددهرم بده په مذهب کي هم روژه دمذهب یو رکن دي او په بادسیانو کي هم روژه یوبهتربن عبادت بلل کیږي لنډه داچي ددنیا په هر مذهب کي دروژې فضیلت او اهمیت پیداکیږي ، دحضرت آدم عليه السلام نه رانیولې بیا ترخاتم الانبیاء حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) پوري په هر قوم او هرملت کي روژه په یوشکل نه يوشكل موجوده وه.

 

 روژه څه وخت فرض شوه ؟

 

نبی کریم (صلی الله عليه وسلم) وروستو له دې چي په پیغمبری مبعوث شو (۱۳) کاله په خپل شهر مکه معظمه کي خلګو ته دپاك خدای(جل جلاله) حکم بیاناؤ اوتبلیغ به يي کاوو اوترډیره وخته پورې بغير له ایمان راوړلو اوبت پرستي پریښودلو څخه بل حکم نه ؤنازل شوي بیا کرار کرار دورو ، ورو دپاك خدای (جل جلاله) د حکمونو راتلل پیل شول داسلام په ارکانو کي لمړی لمونځ فرض شو او بیا وروستو له هغه چي سرورکائنات (صلی الله عليه وسلم) له مکې معظمې څخه هجرت وکړ اومدینې منورې ته ورسیدو ، نوهلته د پاك خدای (جل جلاله)ا ډیر حکمونه نازل شوو چي دهغو له جملې څخه یوه هم روژه وه ، څرنګه چي دروژې تکلیف په نفس باندي سخت او دروند وي نوځکه دفرضیت په لیکه کي ورته دریم ځاي ورکړل شوي دي اسلام داحکامو دفرضیت په لړ کي دغه کړنه غوره کړی ده چي اول يي لمونځ چي یوڅه نرم عبادت دي فرض کړي او بیا ورپسي زکوة اوپه دریم وار کي یي روژه فرض ګرزولي ده ، په اول کي دعاشورا یا دمحرم الحرام دمیاشتی په لسمه نیټه روژه بیا چي كله درمضان المبارك روژه فرض شوه نودعاشورا دروژې فرضیت ختم شو دروژې دفرضیت په پیل کي دومره اسانتیا موجوده وه چي که چاغوښتي وای چي روژه ونیسي نو روژه به يي نیوله ، او که چا غوښتي وای چي دروژې په بدله کي کوم مسکین ته يوه ورځ خوراك ورکړي نوهمدارنګه يې کولای شوای پاك خدای (جل جلاله)ا دخپلو بندګانو دکمزوریو په نظر کي نیولو سره کرار کرار (ورو ، ورو» دروژې نیولو عادت وفرمایلو ، کله چي څه زمانه تیره شو او خلګ دروژې نیولو سره یوڅه عادت شول نوله مریضانو اوعذر لرونکو خلګو بغیر ، نورو ټولو څخه دغه اختیار واخستل شو اوله هجرت څخه یو نیم کال وروستو په هجری کال (۲) دشعبان المبارك په لسم په مدینه منوره کي درمضان المبارك دروژو دفرضوالي حکم نازل شو اوبغیر له دغې میاشتي بل وخت دروژې فرضیت هیڅ پاته نشو، درمضان المبارك دمیاشتی دروژې فرضیت له کتاب ، سنت، اجماع ټولو څخه ثابت دي.

 

( فقه على المذاهب الأربعه ج ا ص ۸۷۵، زاد المعاد ج ۱ ص ۱۶۰)

 

(دروژې فلسفه و حکمت)

 

دایوڅرګند حقیقت دي چي انسان بهترین دټولو مخلوقاتو دي ،دهغه د اوچت مقام ، عظمت ، واکمني او قدرت په مخکي ټول کائینات سرټیټي دي مګر په دي خبره ډیر کم خلک پوهیږي چي د انسان ددغه لوړ شان ، عزت او توانمندي سبب څه دي ؟ 


دانسان لپاره ددغه لوړشان اوعزت د ترلاسه کولو سبب هغه د سرکښه نفس په خپل واک کي راوستلو سره په خپلو بدو غوښتنو دخواهشاتو باندي بریالی کیږي ، او بيا دپاك خدای(جل جلاله) فرائض پرځای کوي اودهغه عبادت او بندګي کوي او دخپل پیدایښت مقصد ترسره کوي دپاك خدای تعالی پیژندنه اودهغه درضا دترلاسه کولولپاره جستجو دهغه اولينه اوترټولو مهمه فریضه ده ، کوم انسان چي د بندګي له دغه فرضیت څخه غافل اوله هغه سره نا اشنا وي نوهغه بد قسمته اوبي برخي دي دغه شی خدای تعالی (جل جلاله)په داسی ډول فرمایلی دي قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا ﴿الشمس: ٩﴾  یعني چاچي خپل نفس پاك کړو نوهغه خلاصون وموندلو او چاچي داسي ونه کړل نوهغه خپل ځان تباه کړ له دغه فرمان مبارك نه داڅرګنديږي چي شريف ، عزتمند اونیکبخت انسان هغه دي چي په خپل نفس يي پوره کنټرول ولرلو اوهغه يي پاك جوړ کړ ، او د نفس ترواك لاندي راوستلو لپاره ددریو شیانو ضرورت دي ، اول داچي نفس دټولو شهوتونو او خوندونو څخه راوګرزول شي ځکه چي کله یوسرکښ آس ته واښه وروانه چوي نوبیا کولای شي هغه تابع کړي په هم دغه طریقه دنفس سر کشي هم کیدای شي ختمه کړله شي دوهم باید په هغه باندي دعبادت بوج زیات کړل شي څرنګه چي يوبار وړونکي حیوان ته دخوراك واښه کم واچول شي اوبار ورباندي زیات شي دنفس سر کشي هم کیدای شي ختمه شي دوهم باید په هغه باندي دعبادت بوج  زیات کړل شي څرنګه چي يوبار وړونکي حیوان ته دخوراك واښه کم واچول شي اوبار ورباندي زیات کړل شي نوبیاهغه له سرکشۍ څخه دنرمي په لوري راځي همدغه رنګه حال دنفس هم دي ، دريم داچي بهر حال او هروخت کي له پاکه خدایه (جل جلاله)څخه مرسته غواړي ، که تاسو ورباندي ژور فکر وکړي نوپوه به شي چي دغه دواړی خبري په روژه کي په اکمل ترین ډول راوړل شوي دي . 

 

نوله دې څخه معلومه شوه چي دنفسي ځواك ماتولو اودټولو قوتونو په اعتدال کی راوستلو لپاره مونږ ته دروژې نیولو حکم شوی دي .

 

يو بل حکمت پکښي داهم دي چي هروخت غم زده انسان دبل چا د پریشانی اوغم پوره احساس کولاي شي نو په روژه کي داخبره شته چي د روژه نیولو په وجه ډیر لوی لوی سرمایه لرونکي او دولتمندان دلوږي اوتندي خوند وڅکي او کله چې هغه د خپلو وړو معصومو بچو بدل شوي حالت دروژې پروخت ویني نوهغو ته دنورو نادارو اومسکینانو دلوږي اوتندي احساس پیداکیږي اودهغو په زړونو کي دغه جذبه راټوکیږی چي له دغو  بې سرپناهانو وږیو تږيو سره دصدقې په ورکول مرسته وکړي .

 

هغو دولتمندانو چي په خوشحالۍ سره خپل ژوند ته دوام ورکوي که په روژه کي دلوږي اوتندي تکليف نه لیدلای نوپه خپل ټول عمر به يي دلوږي اوتندي احساس کړي نه وای نوبیا که ورته یوه وږي مسکین دضرورت لاس نیولي وای اودخپلو تکليفونو او پریشانیو په پیش کولو سره يي ورنه څه غوښتي وای نو هغه به پر دغه بې چاره وږي باندي څرنګه رحم کړي وای ځکه چي هغه خوبه پخپله هیڅ دلوږي اوتندي له تكليفه څخه خبر نه وای ، همدا وجه ده چي دروژې دنیولو ددغه حکمت په وجه له انسان سره دنادارو اومحتاجانو سره د مرستي کولو جذبه او احساس پیداکیږي اوله هغه سره دهمدردی او قربانیو غوندي ښیګڼو وجود په عمل راځي.

 

دروژې جسماني او روحاني گتي.

 

روژې ته که په دنیاوي اوجسمانی اعتبار وکتل شي نوپوهیږو چي روژه مسلمان چالاك أوچست چسپ کوي ، دانسان څخه صبر  لرونکی او شکر گذار جوړ وي همدارنګه ددوو مسلمانانو ترمینځ همدردي اوغم شریکي رامينځته کوي اوديو منظم قوم جوړولو لپاره غوره ذیعه ده که دروژې د حقیقت په نظر کي نیولو سره هغه په پابندي او دزړه له اخلاصه ونیوله شي نوله انسان څخه د حرص ، طمعي اونس پرستي مادې په پوره ډول ختمیږي او دانسان په څیره کي فرشته ترسترګو کیږي ، اودهمدې روژې په ذريعه د سمون او کنټرول هغه قوت لاس ته راځي چي ددنيا ټول قوتونه دهغه په وړاندي سر ټیټي کیږي . 

 

دطب داصولو له مخی هم روژه د جسمانی صحت د ترلاسه کولو لپاره بهترینه لاره ده ، ځکه چي دیوولس میاشتی مودې پر وخت چي کومی خرابې اوبدن ته ضرر رسونکې اوبه په بدن کي راټولیږي هغه دیوې میاشتي په موده کي دروژې نیولو په سبب وچیږي چي له امله يي په روغتيا اوتوانمندي كي ښکارندویه ترقي راځي برسیره پردې په روژه کي نوري زیاتي جسمي او مادي فایدي هم شته او کومي فایدې چي دروحانیت سره تړلي دي هغه هم بې شماره دي دمثال په ډول ملائیکی هم دخوراك او څښاك اوجماع څخه پاکي دي همدارنګه خدای تعالی هم له دغو خواهشاتو څخه پاك دي نو دروژې دنیولو په وجه انسان هم دڅه وخت لپاره په دغه ملکوتي صفت باندي موصوف وي ، اوپه عین وخت کي د( تخلقو باخلاق الله) هم يوه ښکارندويې کیږي دروژې له نیولو څخه اخلاقي اوروحاني قوتونه پیداکیږي او دانسان زړه او دماغ ورباندي روښانه کیږي ، دلوږی او تندي تکلیف دګناهونو لپاره کفاره ګرزې او انسان دنفس دښه ترواك لاندي راوستلو په اعتبار مکمل انسان جوړیږی ، دروژې په وجه دانسان په طبیعت کي عاجزی او تواضع مینځ ته راځي . 

 

 دروژی په سبب دلوږی دغم او تکلیف اندازه لګیږی او په دي وجه دهر انسان دغم او تکلیف داندازی په لګولو سره له هغه سره دمرستی جذبه پیداکیږي دروژه لرونکی هره جمله دپاك خدای (جل جلاله)په عبادت کي شمارل کیږي ،ځکه چي کله په روژه لرونکی باندي لوږه یاتنده راځي او نفس له هغه څخه دخوراك او څښاك تقاضا کوي نو دهغه زړه تر ماښامه پوري ورته داوايي چي داوخت تاته د پاك خدای (جل جلاله)له طرفه دخوړلو او څښلو اجازه نشته، دروژه لرونکی زړه په همت پوره ازادی سره  دالله (جل جلاله)په طرف متوجه اوسي او دغه دزړه دالله(جل جلاله) طرف ته متوجه کیدل د ټولو عبادتونو روح دي ، خلاصه داچي روژه دیوی ډیری لوي درجي عبادت دي.

 

دروژې فضیلت

 

دفضائلو په کتابونو کې دروژی دفضیلت په اړوند ډیر تفصیلی بیانونه راغلی دی چی موږ د نمونې په ډول دری حدیثونه دلته راوړو او بیا وروسته له هغو دروژی مسئلی راوړو.

 

دسرورکائنات (صلی الله عليه وسلم) ارشاد مبارك دي «چاچي محض دپاك خدای(جل جلاله) لپاره روژه ونیوله نو دهغه ټوله هغه صغيره ګناه چې پخوا تردی يي کړی ده وبخښله شي )د حضور(صلی الله عليه وسلم)ارشاد پاك دی چي«دروژه لرونکی دخولی بوی پاك خدای (جل جلاله)ته د مشکو تربوی هم زیات خوښ او ګران دي»   د قیامت په ورځ به دروژی زیات ثواب ورکول کیږي دبخاری شریف (چي دحدیثو يو مشهور او لوی کتاب دي یو حدیث شریف دي «دروژه لرونکی لپاره به دقیامت په ورځ تر عرش لاندی یو یو دسترخوان وغوړول شي او هغوی به ورباندی کښینول شي او خوراك به خوري په داسی حال کي چي نورټول خلك به لا په حساب ورکولو کي ګیر وي نورخلګ به ووايي چي دغه خلک څوک دي چي دوي خوراك او څښاك کوي او موږ لا تردي وخته د حساب په ورکولو اخته یو نو په ځواب کې به وویل شي چي دغه هغه خلک دي چي روژه به يي نیوله او تاسو هغه څوك یاست چي روژه به مو نه نیوله »

 

تشریح : روژه نسبتا دالله (جل جلاله)په قانون کي دټولو عبادتونو څخه ځانګړي عبادت دي.

 

ځگه چي دنورو عبادتونو ثواب دفرشتو په ذريعه له لس چندی څخه بیا تر اوو سو چندی پوری ورکول کیږي خو روژه یو داسي عبادت چي په اړوند يي پاك خدایه (جل جلاله)فرمایی «روژه نیونکی ته دروژی بدله زه په خپله ورکوم » له دي نه زیات خوشحالی او خوش قسمتی بله څه کیدای شي چي هغه دخپلو عبادتونو بدله دخپل څښتن له مباركو لاسونو څخه تر لاسه کوي او له دغه کار سره به دفرشتو هم څه واسطه تړاو نه وي ددنیوی ژوندانه په ډګر کي موږ په خپله وینو چي کوم شي یو چاته د حکومتي افسر مامور او یا بل کار کونکی لخوا ورکول کیږي دهغه تر مینځ او دهغه شي ترمینځ چي دولس مشر یا وزیر اعظم لخوا چاته ورکول کیږي څومره زیات فرق وي نو څه فکر کول پکار دي چي د قیامت په ورځي په هغه ډارونکی وخت کي کله چي عوام خولا پر ځای پریږده، انبیاء عليهم السلام او اولیاء کرام رحمهم الله به دالهی عظمت او لويي څخه په ډار (ویره) کي وي او د پاك خدای(جل جلاله) مخلوق به په سبب د خپلو ګناهونو څوك تر زنګنونو او څوك له سره تر پښو په سختو خولو کي ډوب وي او دغه لمر به چي داوخت يي سره له دومره لیری والی دتودوخی څخه ډیری پریشانیانی زیږیدلي دي .

 

په هغه ورځ په سرونو برسیره ولاړ وي او دسر ماغزه به ورڅخه خوټیږي په داسي نازك وخت کي چي د پاك خدای(جل جلاله) خپل کلام دچا شفاعت کوي او روژی غوندي یو مبارك عمل بنده په خدای (جل جلاله)باندی بخښی نو په داسي وخت کي د اوبو ډوب کړي ځګ ته هم امید وي .

 

ډیرو ګرانو او قدرمنو: دچاچي ددغو حدیثونو دویلو او اوریدلو څخه وروستو هم (خداي نخواسته) دروژیدنیولو شوق اوجذبه پیدانه شي نو په يقين سره هغه زړه له ډبري څخه هم سخت دي او دزیاتو ګناهونو داثراتو په و جه هغه زړه بالکل زنګن شو ي دي او دداسی چا لپاره دزړه په صدق او اخلاص توبه کښل پکار دي ، امید دي چي مهربان او بښونکی خدای (جل جلاله)به دهغه ګناه وروبښي او دهغه دزړه په صفا کولو سره به دهغه دزړه سختی په نرمی بدله کړي .


ماخذ :دروژي مسئلې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته