تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بيع د صحت شرطونه
 
  September 21, 2012
  0
د بيع د صحت شرطونه هغو شرطونو ته وايي چي د تړون آثار پر هغو مرتب کيږي يعني مَبِيعَه د بايع د ملکيت څخه وځي او د مشتري په ملکيت کي داخليږي ، که د بيع د صحت شرطونه پر ځاى نسي نو سودا شرعا فاسديږي .
بيع هغه مهال صحيح بلل کيږي چي سودا د شپږو راتلونکو عيبونو څخه خالي وي :

لومړى : په سودا کي به جهالت نه وي ، په کومه سودا کي چي د مَبِيعِې ثمن يا جنس يا نوع يا مقدار دا ډول نامعلوم پاتي وي چي د خرڅونکي او رانيونکي تر منځ نه حل کېدونکې نزاع او شخړه رامنځ ته کوي هغه سودا فاسديږي .

دوهم : په سودا کي به اِکرَاه نه وي نو ځکه د جبر او زور سودا فاسده ده .

دريم : په بيع کي به توقيت نه وي ، که څوک د موقت وخت د پاره لکه مياشت يا کال شى خرڅ کړي نو بيع يې فاسده ده او نه صحيح کيږي .

څلورم : د  مَبِيعِې په وصف کي به غرر نه وي يعني مَبِيعَه به د داسي صفت په شرط نه خرڅوي چي په هغه کي تېروتنه راځي ، د بېلګي په ډول که څوک غوا خرڅه کړي خو پدې شرط چي دونه كَيْلو شيدې کوي دا بيع فاسده ده ، ځکه بيان سوى مقدار شيدې حتمي نه دي بلکي کله کمي هم پکښي راځي .

پنځم : په سودا کي به ضرر نه وي ، د مثال په ډول که څوک د پوښلي خوني د چت ګاډر خرڅ کړي سودا يې فاسده ده ، ځکه پدې سودا کي بايع ته ضرر رسيږي ځکه ګاډر د خوني د نړولو پرته نسي ورتسليم کولاى .
 
شپږم : په بيع کي به فاسد شرط نه وي ، فاسد شرط هغه شرط ته وايي چي په هغه کي د بايع يا مشتري ګټه وي او د خلکو عرف هم داسي نه وي ، د مثال په ډول که څوک موټر پدې شرط خرڅ کړي چي تر يوې مياشتي به بايع د هغه څخه کار اخلي يا کور خرڅ کړي خو پدې شرط چي تر يو ټاکلي ميعاد به د بيع وروسته هم پکښي اوسيږي نو دا بيع فاسده ده .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته