تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژاتي لپاره شپږ آداب
  تعلیم الاسلام
  June 2, 2017
  0
٩  : عن عبيدة قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم  يقول الصيام جنة مالم يخرقها. ( رواه النسآئي باسنادحسن وابن ماجة وابن خزيمة والحاکم وصححه على شرط البخاري والفاظهم مختلفة حکاها المنذري في الترغيب)
 
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : روژه د روژاتي لپاره سپر ( ډال ) دئ تر څو چي څيري نسي. 
 
 
فايده :  د سپر ( ډال ) څخه مطلب دادئ چي لکه څرنګه چي انسان په ډال سره د ځان حفاظت کوي په دغه ډول روژاتي هم په روژه سره د خپل ځان حفاظت ددښمن څخه يعني د شيطان څخه کوي په يوه حديث کي راغلي دي چي روژه د الله جل جلاله  د عذاب څخه حفاظت دئ. په بل روايت کي راغلي دي چي روژه ددوزخ څخه حفاظت دئ. 
 
په يو حديث کي راغلي دي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه چا پوښتنه وکړه چي روژه په څشي شکېږي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : په درواغو او په غيبت شکيږي. ددې دوو روايتو تر څنګ په نورو زياتو روايتو کي هم راغلي دي چي د دغسي کارو څخه ځان ساتل ضروري دئ .
 
ګويا د روژې ضائع کېدل ورته ويل سوي دي . زموږ په زمانه کي د روژي لنډول ديوه او بل خبري شروع کول مشغله ګرځول سوې ده. د ځينو علماو په آند په درواغو او غيبت سره روژه ماتيږي يعني لکه څرنګه چي په خوړلو او چيښلو سره روژه ماتيږي په دغه ډول په درواغو او غيبت سره هم روژه ماتيږي.
 
ځينو علماوو بيا ويلي دي چي روژه نه په ماتيږي خو د روژې برکتونه د ټولو په اتفاق سره له منځه په ځي .عالمانو د روژاتي لپاره شپږ ادبونه ليکلي دي چي د روژاتي لپاره يې اهتمام ضروري دئ.
 
لومړي: دا چي د نظر حفاظت به کوي چي بې ځايه يې نظر  ونه لګيږي آن تر دې چي خپلي بي بي ته به هم د شهوت په سترګه نه ګوري پردۍ ښځه خو لا څه کوي . همدا ډول د بې ګټو شيانو وکولو او ناجائزه لوبو ته به نه ګوري. رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي چي نظر د شيطان د غشو څخه يو غشى دئ څوک د الله جل جلاله  د ويري له وجهي ځان ځني وساتي الله جل جلاله  به داسي ايمان ورنصيب کړي چي خوند به يې په زړه کي محسوسوي صوفيانو بې ځايه کتل داسي تعريف کړي دي چي هر کار چي زړه د الله جل جلاله  د لوري څخه بل لوري ته مشغولوي .
 
دوهم : د ژبي حفاظت دئ درواغ ويل ، چغلي کول، بې ځايه مناقشه کول ، غيبت ، بده وينا او داسي نور ټوله په دې کي داخل دي چي ژبه به سړي ځني ساتي.
 
د بخاري شريف په يو روايت کي دي چي روژه د روژاتي لپاره ډال دئ په همدې وجه روژاتي لره پکار ده چي ژبه د هر ډول غلطۍ څخه وساتي لکه په چا پوري ټوکي کول ، درواغ ويل ، مسخري کول او داسي نور که څوک جګړه ورسره کوي دئ به ورته ووايي چي زما روژه ده که هغه د پوهي څښتن و او که نا پوه و نو په زړه کي دي ووايي چي ته خو روژاتي يي دداسي بې عقل جواب ستا لپاره  مناسب نه دئ. د ښکنځلو ، غيبت او درواغو څخه دي بيخي ځان وساتي ځکه د ځينو علماوو په آند بيخي روژه په ماتيږي لکه مخکي چي تيره سوه. 
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په زمانه کي دوو ښځو روژه نيول داسي لوږ ورته پېښه سوه چي بيخي يې نه سواى زغملاى آخر مرګ ته نژدې سوې اصحابو رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوئ ته يوه پياله وليږدول او ورته وې ويل چي په دې کي دي قي ووهي . اصحابو رضی الله عنهم  چي پياله راوړه دوى قى پکښي وواهه دوى په قى کي د غوښو کوچنۍ کوچنۍ ټوټې وې او تازه خوړل سوي ويني وې خلګ ورته حيران سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل چي دوى په حلاله روزي روژه ونيول خو په حرام شي يې مات کړه يعني غيبت يې وکړى . ددې حديث څخه يوه بله خبره هم معلوميږي هغه دا چي د غيبت کولو سره روژه ډيره اوږده معلويږي ځکه پر هغه ښځو باندي دومره اوږده سوه چي د لوږي څخه مرګ ته نژدې سوې هم دا ډول د نورو ګناهونو حال هم داسي دئ . تجربه هم ددې خبرې تاکيد کوي ځکه روژه پر نيکو خلګو باندي هيڅ اثر نه کوي او پر بدو خلګو باندي ډيره سخته وي له همدې وجهي که څوک غواړي چي روژه ځانته اسانه کړي نو د ګناهونو څخه دي ځان خلاص کړي په ځانګړي ډول دغيبت څخه ځکه الله جل جلاله  غيبت په خپل کلام د خپل مسلمان ورور د غوښو خوړلو سره برابر کړى دئ او حال دا چي خلګ اوس روژه پرې لنډوي په حديثو کي هم داسي ډيري واقعاتي راغلي دي چي څوک د چا غيبت کوي په حقيقت کي د هغه غوښي خوري رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو ورځ يو څو کسانو ته وويل چي په غاښونو کي غاښ ټومبي ووهئ هغو ورته وويل چي موږ خو نن بيخي د غوښو څکه هم نه ده کړې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل چي تاسو د فلاني سړي غوښي خوړلي دي . معلومه سوه چي دوئ د هغه سړي غيبت کړي و ، الله جل جلاله  دي زموږ ساتنه وکړي زموږ خلګ ددې څخه ډېر غافله دي. عام خلګ لا څه کوي خاص خلګ هم په اخته دي شتمن او دنيا خو ښه خلګ خو پرېږده ددينداره خلګو هم کم مجلسونه د غيبت څخه خالي وي . لويه خبره داده چي غيبت نه ورته وايي که په زړه کي څه وېره ورته پيداسي نو د حقيقت څرګندتيا ورته وايي (او يا زموږ دافغانستان په جنوب لوېديځه حوضه کي چي داشى دود دئ هغه داچي کله غيبت کوي نو وايي چي غيبت يې نه کوم سر يې وايم او يا وايي دا زه داسي خبري کوم که مخامخ سم هم داخبري ورته کوم . دشيخ صاحب مطلوب دادئ چي داهسي بهانې دي په دې خبرو څوک نه خلاصيږي ).
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يو چا پوښتنه وکړه چي غيبت څشي دئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل په يو چا پسي د شا لخوا داسي خبره کول چي هغه يې بده ګڼي هغه سړى ورته وويل که په هغه سړي کي دا خبره موجوده وه ( هم غيبت دئ؟) رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : هو ، ځکه که پکښي موجوده نه وي نو بيا خو بهتان ورته ويل کيږي .
 
يو ځلي نبي صلی الله علیه وسلم  پر دوو قبرونو تيريدى نو وې فرمايل چي دغه دوو کسانو ته عذاب ورکول کيږي يوه ته د غيبت له وجهي او بل ته د بولو څخه د ځان نه ساتلو له وجهي. رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي چي د سود تر اويا ډيري درجې دي تر ټولو کمه درجه يې د مور سره زنا کول دي او د سود يو درهم تر پنځه ديرشو زناوو بدتر دئ.او تر ټولو بد او سخت سود د مسلمان بې عزتي کول دي په حديثونو کي د غيبت او د مسلمان د بې عزتۍ لپاره ډيري سختي سزاوي راغلي دي زما زړه غوښتل چي ښه ډير حديثونه رانقل کړم ځکه زموږ ډير مجلسونه په دغه کار اخته دي خو څرنګه چي موضوع جلا ده نو ځکه په دغه اندازه بسنه کوم الله جل جلاله  دي موږ په خپل فضل سره ددې بلاوو څخه وساتي په ځانګړي ډول دي الله جل جلاله  پر ما ګنهګار بنده باندي رحم وکړي چي په ډيرو باطني مرضو باندي اخته  يم. شعر
 
 

 

کبر و نخوت جهل و غفلت حقد وکىنه و بد ظنى
کذب و بد عهدي رىا و بغض و غىبت دشمنى

 

کون بىمارى هى يا رب جو نهىن مجه مىن هوئى         عافنى من کل داء واقضى عنى حاجتى ان لى قلبا سقيما انت شاف للعليل
 
ژباړه : کبر ، لويي ، ناپوهي ، غفلت ، حسد ، کينه ، بدګماني ، درواغ ، وعده خلافي، ريا بغض ، غيبت ، دښمني کوم مرض دي چي په ما کي نسته د هر مرض څخه صحت راکړي او زما حاجت پوره کړي زما زړه ناروغه دئ ته د ناروغيو شفا ورکونکي يي.
 
دريم: دریم شى چي د روژاتي لپاره ضروري دئ د غوږونو حفاظت دئ د هر مکروه شي څخه او د هغه شي څخه چي ويل او د ژبي څخه يې ايستل نا جائز وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : غيبت کونکي او اوريدونکي په ګناه کي سره شريکان دي.
 
څلورم : د پاته غړو حفاظت د ناروا شيانو څخه لکه لاس او پښه د ناروا شيانو څخه ساتل همدا ډول پاته نور غړي هم د ناروا شيانو څخه ساتل او خپل نس د شکمن شيانو څخه ساتل . څوک چي روژه نيسي بيا يې په حرامو شيانو ماتوي داسي مثال لري لکه ناروغ چي د ناروغۍ دوا وخوري خو په دوا باندي لږ زهر گډ کړي نو دوا که يې جوړ کړي خو زهر يي د هلاکېدو تر بريده رسوي.
 
پنځم : روژاتي لره پکار ده چي د حلال شيانو څخه هم دومره ونه خوري چي نس يې په ډک سي ځکه چي د روژې مقصد لمنځه ځي . د روژې څخه مقصد د شهوت او حيوانيت د قوت کمول دي نوراني او د ملائکو د صفت زياتول دي . دا يوولس مياشتي چي مو پوره خوراک وکړى که دا يوه مياشت کم خوراک وکړو څه به وسي ولي زموږ د خلګو دا حالت دئ چي د روژې په مياشت کي د روژه مات په وخت کي زيات خوراک کوي چي د ورځي د لوږي کمي پوره کړي او په پيشلمي زيات خوراک کوي چي د راتلونکي لوږي مخه ونيسي داسي خوراک کوي چي په نورو مياشتو کي يې نه کوي رمضان خو زموږ لپاره د ګياه کار راکوي.علامه غزالي رحمة الله علیه  فرمايي : کله به په داسي روژه باندي د روژې مقصد يعني د نفس ماتوالي او د شيطان خوابدتيا لاسته راسي چي په روژه مات دومره خوراک کوي چي د ورځي کسر پکښي وباسي . موږ نو په روژه کي نور هيڅ نه دي کړي يوازي داکوو چي د خوراک وختو نه مو وربدل کړه . او بل لا دا چي په نورو مياشتو کي داسي ډول ډول خوراکونه نه پيدا کېږي لکه په روژه کي چي پيدا کېږي يو ښه شى چي وي خلګ يې د روژې مياشتي ته ساتي . د ورځي د لوږي څخه وروسته ماښام پر خوراکونو ورپريوزي ددې پر ځاى چي شهوت يې کمزوري سي نور هم زورور سي يعني د مقصد خلاف کار وسي. د روژې ډول ، ډول ګټي دي او په فرض کېدو کي يې ډير مطلبونه دي خو دا هغه وخت کېداى سي چي لږ تر لږه يو څه لوږه پر ځان تېره کړي . لويه ګټه يې داده چي د شهوتونو کمزوري راسي د شهوت کمزوري د خوراک په کموالي کي کېداى سي. 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : شيطان د انسان په رګو کي د ويني په څېر ګرځي تاسو دده ګرځېدل په لوږه سره بند کړى . ټول اندامونه هغه وخت مړيږي چي نفس وږي سي ( نه بيا شهوت غواړي نه لويي غواړي او نه بل شى غواړي ) کله چي نفس موړ سي ټول اندامونه وږي سي يعني داچي دټولو غړو موړوالى اولوږه په نفس کي حصر ده . د روژې دوهم مقصد د مسکينانو سره مشابهت دئ او ددوى په حال باندي ځان خبرول دي داهم هغه وخت کېداى سي چي سړى په پيشلمي دومره خوراک ونه کړي چي تر ماښامه وږي نه سي د مسکينانو په حال هغه وخت خبرېداي سي چي يو څه لوږه پر ځان تېره کړي .
 
بشرحافي رحمة الله علیه  يو سړي ته ورغلى هغه سړي د يخ څخه رپېدى ، او جامې هم ورته پرتې وي ده پوښتنه ځني وکړه چي ولي جامې نه اغوندې هغه سړى ورته وويل چي مسکينان ډير دي د هغوى سره مرسته کول زما په توان کي نسته دومره مرسته کولاى سم چي زه هم ددوى په څېر ځان کړم ، مشائخو ، صوفيانو او د فقهي علماوو په ښکاره ويلي دي چي په روژه کي به خوراک کموئ . د مراقي الفلاح مؤلف ليکي: په پيشلمي کي بايد کم خوراک وسي ډير خوراک به نه کوي لکه چي د شتمنو خلګو داسي عادت دئ ځکه د روژې مقصد لمنځه ځي. طحاوي رحمة الله علیه  د پورتني خبري په شرحه کي ليکي چي د روژې مقصد دادئ چي لوږه پر ځان تېره کړي لوږه به محسوس کړي او د مسکينانو پر حال باندي يې رحم راسي نبي علیه الصلاة والسلام  فرمايي: الله جل جلاله  ته د هيڅ داسي لوښي ډکېدل ناخوښه نه دي لکه د نس مړېدل . رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: د انسان لپاره يو څو ګولې خوراک بسنه کوي چي محض ملا يې په سيده سي او که د خوراک څخه لاس نه اړوي نو د نس يوه دريمه دي په خوراک ډکه کړي ، يوه دريمه دي د چيښلو لپاره کړي او يوه دريمه دي خالي پريږدي په هر صورت يو څه خو خامخا سته چي نبي صلی الله علیه وسلم  به ځو ورځي پر لپسې روژې نيولې په منځ کي به يې هيڅ خوراک نه کاوه ما خپل شيخ استاد حضرت مولانا خليل احمد ( نورالله مرقده ) د روژې په مياشت کي ليدلي دئ چي په روژه مات او پيشلمي دواړو به يې يوه نيمه کوچنۍ او نازکه ډوډۍ خوړله نور شى به يې نه خوړى خادمانو چي به چا عرض ورته وکړى ده به ورته وويل چي وږي نه يم خو د ملګرو په وجه کښېنم.
 
د مولانا شاه عبدالرحيم رائپوري رحمة الله علیه  په اړه مي ډير اورېدلي دي چي څو ورځي به داسي و چي په روژه کي به يې د پيشلمي او روژمات دواړو خوراک يو څو پيالې د شيدو چاى وي. يو ځلي دده مبارک خاص خادم مولانا شاه عبدالقادر رحمة الله علیه  په ډيره عاجزي سره ورته وويل چي يو څه خوراک خو کوه بيخي به کمزورى سي ده مبارک ورته وويل : الحمد لله د جنت خوند راته حاصليږي . که الله جل جلاله  دداسي مبارکو هستو تابعداري را نصيب کړي دابه زموږ لويه نيکبختي وي مولانا سعدي رحمة الله علیه  وايي: 
 
نه دارد تن پروران آگهى                            که پر معده باشد زحکمت تهى
 
يعني نس ور کسان په دې ناخبره دي چي ډکه معده د حکمت څخه خالي وي .
 
شپږم: شى چي د روژاتي لپاره ضروري دئ هغه دا دئ چي روژاتي به د روژې وروسته په دې فکر کي وي چي دا روژه به د قبليدو وي که يا . هم دا ډول د هر عبادت وروسته فکر پکار دئ چي داسي نه چي په دې عبادت کي په بې فکرۍ سره يو داسي کار راڅخه سوى وي چي له امله يې په دې عبادت سره پر مخ وويشتل سم . رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : ډير ځلي به يو څوک قرآن وايي قرآن کريم به پرده باندي لعنت وايي رسول صلی الله علیه وسلم  فرمايي: اول سړى چي د قيامت په ورځ به حساب ورسره کېږي شهيد دئ دى به راوبلل سي لومړى به د الله جل جلاله  نعمتونه چي په دنيا کي ده ته ورکړل سوي دي ورپه ياد سي بيا به ورته وويل سي چي تا ددې نعمتو د شکريې لپاره څه کړي دي؟ دى به ورته ووايي چي د الله جل جلاله  په لاره کي وجنګېدم تر داسي اندازې چي شهيد سوم . ږغ به وسي چي درواغ وايي تا ددې لپاره جهاد کاوه چي تاته بهادر وويل سي بيا به امر وسي چي پړي مخ يې په دوزخ کي ورغوځوى .
 
ملائکي به يې په دوزخ کي وغورځوي . په دغه ډول به بيا يو عالم راوبلل سي لومړى به نعمتونه ورياد کړل سي بيا به پوښتنه ځني وسي چي تا ددې نعمتو په بدله کي څه کړي دي ؟ دى به ورته ووايي چي علم مي زده کړى و نورو ته مي ښودلى و او دالله جل جلاله  د رضا لپاره مي تلاوت کړى و. ږغ به وسي چي درواغ وايي دا خو يې ددې لپاره کړى و چي تاته ښه عالم وويل سي دده په اړه به هم امر وسي چي پړي مخ يې په دوزخ کي وغورځوئ بيا به يو شتمن سړى راوستل سي لومړى به د الله جل جلاله  ورکړل سوي نعمتونه ورياد کړل سي بيا به پوښتنه ځني وسي چي تا دالله جل جلاله  ددغه درکړل سوو نعمتو په بدله کي څه کړي دي دى به ورته ووايي چي هيڅ د خير لاره مي نه ده پرې ايښي چي په هغه کي مي پيسي نه وي خرڅي کړي ده ته به هم وويل سي چي درواغ دي وويل تا خو ددې لپاره پيسې  مصرفولې چي تاته سخي وويل سي نو دده په اړه به هم امر وسي په دوزخ کي يې پړي مخ وغورځوئ . الله جل جلاله  دي موږ ځني وساتي دا ټوله د بدو نيتونو نتيجې دي ددې ډول څخه ډيري واقعاتي راغلي دي له همدې وجهي څخه روژاتي لره وېره پکار ده او دعا په کار ده چي الله جل جلاله  دي يې د خپلي رضا سبب وګرځوي . خو يوه خبره د يادوني وړ ده هغه دا چي خپل عمل د قبلېدو وړ نه بلل جلا خبره ده او د الله جل جلاله  د مهرباني نظر جلا شى دى . د الله جل جلاله  د مهربانۍ طريقه خو بيخي عجيبه ده کله داسي وي چي پر ګناه هم ثواب ورکوي نو په نيک عمل کي کوتاهي لا څه کوي. 
 
 

 

خوبى همىن کرشمه ونازوخرام نىست                 بسىار شىوه ها است بتان راکه نام نىست

 

ژباړه : د محبوب ښيګڼه يواځي کرشمه ، ناز او غوره اندامونه نه دي بلکي ډير داسي صفتونه پکښي سته چي په ويلو کي هغو ته نومونه نسته .
 
دا شپږ شيان د عامو خلګو لپاره ضروري ښودل سوي دي خو د خاصو خلګو ( يعني و الله جل جلاله  ته د نژدې) خلګو لپاره اوم شى هم ښودل سوى دى هغه دا چي د الله جل جلاله  پرته به زړه بل هيڅ لوري ته نه متوجه کوي آن تر دې چي داسي فکر ته هم خطا ويل کېږي چي دا فکر وکړي چي د روژمات لپاره يو شى سته که يا . ځينو علماوو ليکلي دي چي دا فکر کول چي د روژمات لپاره به يو شى وي که يا دا غلطيا ده ځکه دا د الله جل جلاله  د رزق په وعدې باندي د يقين کموالى دئ.
 
په شرح احيا کي د ځينو بزرګانو قصه ليکل سوي ده چي هغوئ ته چي به د روژمات مخکي يو شى راغلى بل چا ته به يې ورکاوه هسي نه چي زړه مو بل لوري ته متوجه سي او په توکل کي مو کمى راسي خو دا کار د لويو خلګو دئ زموږ د خلګو ددې کار لپاره حرص کول بې ځايه دى او د دوئ و حالت ته د رسيدو وړاندي داسي کار کول په هلاکت کي ځان اچول دي. مفسرين ليکي  چي په: کتب عليکم الصيام  کي دانسان پر هر غړي باندي روژه فرض سوې ده . د ژبي روژه داده چي د ناروا ويلو څخه ژبه بنده کړي ، د غوږو روژه داده چي ناروا شيان نه په اوري او د سترګو روژه داده چي بې ګټي او ناروا شيان  په ونه ويني . د پاته غړو روژه هم په ورته ډول ده چي په پايله کي به يې نفس د شهوتونو څخه وساتل سي. د زړه روژه داده چي زړه ددنيا د محبت څخه وساتي او د روح روژه داده چي د آخرت د خوندونو څخه ځان وساتي او د خاصو خلګو روژه داده چي د الله جل جلاله  پرته د نورو خلګو څخه ځان وساتي .
 
ماخذ: فضایل اعمال
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته