تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انت علی حرام (نکاح)
 
  October 5, 2013
  0
که څوک خپلي ښځي ته ووایي : انتِ علی حرام یعني ته پر ما حرامه یې .

دلته د سړي نیت ته کتل کیږي که د یوه طلاق په اراده يې دا وینا ښځي ته کړې وي نو یو طلاق لویږي ، که د درو طلاقو په نیت يې کړې وي درې طلاقه په واقع کیږي .

که دا وینا يې د ظِهَار په نیت کړې وي نو ظِهَار په واقع کیږي دا چي ظِهَار څه ته وايی او څه حکمونه لري دا په راتلونکو پاڼو کي ان شاء الله د ظِهَار په باب کي درته بیانیږي .

خو که د دې وینا څخه یې تحریم یعني حرمت مراد وو بیا د ایلاء حکم لري ، همدا ډول که د هیڅ شي اراده يې نه درلودل همداسي يې دا وینا کړې وه هلته هم دا وینا د ایلاء حکم لري .

که د همدې وینا څخه وروسته د څلورو میاشتو په دننه کي د ښځي سره نژدېکت وکړي د قسم کفاره به ورکوي او که ددې وینا څخه وروسته څلور میاشتي پر تېري سي او د ښځي سره هیڅ نژدېکت و نه کړي نو یو بائن طلاق په لویږي .
 

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته