تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عجيبه پېښه!
 
  November 15, 2015
  0

یوه عجیبه پېښه!

رالېږونکې: د مدرسة النور للبنات استاذه

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه راویت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له تاسي مخکي په پخوانیو خلکو کي یو سړی وو چي نه نوي (۹۹) قتلونه یې کړي وه، نو ده د خلګو څخه د ځمکي پر مخ د یوه لوی عالم پوښتنه وکړه، نو یو راهب وروښودل سو، نو هغه ته ورغلی او ورڅخه ویې پوښتل چي ما (۹۹) کسان وژلي دي ایا زما لپاره توبه شته ؟ هغه وویل نه! نسي قبلېدای، نو راهب یې هم قتل کړی او د سلو (۱۰۰) شمېر یې پوره کړ، بیا و بل لوی عالم ته ورغلی د هغه څخه یې پوښتنه وکړه چی ما سل قتلونه کړي دي ایا زما لپاره توبه شته؟ هغه ‍ عالم ورته وویل هو ولي نه شي قبلېدای؟! څوک دی چي دده او توبې په منځ کي خنډ شي؟ فلانۍ ځمکي ته ولاړ شه هلته داسي خلک دي چي د الله جل جلاله عبادت کوي ته هم له دوی سره عبادت کوه او د خپلي ځمکي خواته مه راګرځه دا د بدیو ځمکه ده.


ده هم د نیکانو د علاقی په لور یې سفر پیل  کړ، نیمایي لاره یې تر پښو کړې وه چي مرګ ورته راغی ، دده روح د اخستلو لپاره د رحمت او د عذاب ملائکي دواړي راغلې او د دوی تر منځ اختلاف شو ،د رحمت ملائکو ورته وویل :دی تایب شوی راغلی و ،او د زړه په توجه د الله جل جلاله په لور راتلونکی دی .د عذاب ملائکو وویل :ده هیڅ وخت نیک عمل نه دی کړی ،ځکه نو دی د عذاب مستحق دی، ددغو ملائکو ترمنځ شخړه روانه وه چي یوه ملائکه د انسان په شکل راغله او دوی هغه خپل حاکم وټاکه نو هغې داسي فیصله وکړه چي د دواړو ځمکو ترمنځ فاصله اندازه کړئ ،له دغو دوو ځمکو څخه چي هري یوې ته نږدې وي نو هغه دده لپاره ده ،کله چي دوی دواړي خواوي اندازه کړې نو هغه خوا ورته نږدې وه چي ور  روان و،نو ځکه د رحمت ملائکو د ده روح قبض کړ،  په یو راویت کي راځي چي الله جل جلاله هغې ځمکي ته چې دی ورڅخه روان وه حکم وکړ چي  پراخه شه او د صالحینو د خوا ځمکی ته یې امر وکړ چي سره لنډه شه نو کله یې چي د دواړو خواوو فاصله اندازه کړه نو د صالحینو کلي ته یوه لویشت نژدې شو او د رحمت ملائکو یې روح قبض کړی.


مومنه !ددې کیسې څخه دتوبې لوی حقیقت معلومیږي چي انسان هر څونده ګنهکاره وي خو بیا هم دهغه ګناه د الله جل جلاله د رحمت څخه نه ده زیاته  بس نو هرانسان  باید ژر تر ژره  الله تعلی ته توبه وکړي.
   ماحذ:فردي اعمال

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته