تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بازار موندنه یا مارکیټینګ Marketing
  تعلیم الاسلام
  November 1, 2016
  0
لیکنه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
که د مارکیټینګ په اړه پوښتنه وسي نو اکثریت خلګ په دې اند دې چی آعلانات  بازار موندنه (مارکیټنګ) ده خو د بازارموندني یو وړه او مهم  برخه آعلانات دي. بازار موندنه یا مارکیټنګ څلور اجزا لري چي په انګلیسي کي څلور Ps ورته وایي ، دې ته ګډ مارکیټنګ 
Marketing Mix) (هم ویل کیږي چي په لاندي ډول دي:
 
۱:جنس یا خدمات (Product or Service)
۲:ځای (Place)
۳:بیه یا قیمت (Price)
۴: تبلغات یا آعلانات (Promotion)
 
 یو تجار د تجارت د شروع نه مخ باید په لاندي څلورو نقاطو باندي فکر وکړئ بیا تجارت شروع کړي:
 
۱: جنس او خدمات (Product or Service)
 
د بازار موندني د مسؤلینو  دند ده چي وګوري په بازار کي خلګ کوم جنس یا خدماتو ته پر کوم وخت او کیفیت اړتیا لري.
 
مشتریان کوم جنس ته ضرورت لري ؟
 
د جنس کفیت ، رنګ ، انداز ، طرز او په کوم قیمت یې غواړي ؟
 
په جنس کي کوم خصوصیات اضافه سي چي د مشتري اړتیاوي ور پوره کړي ؟
 
۲: ځای (Place)
 
ځیني جنسونه یوازي د پیسه دارانو په مناطقو کي ښه خرڅلاو لري او ځیني بیا په عامو ځایونو کي  ښه پلور لري نو وګورئ چي ستاسو جنس او خدمات د ټولني د کومي طبقې خلګو  لپاره دي او هغه چیري اوسیږي .
 
د جنس د خرصلاو ځایونه به چیري وي؟ آیا هر ځای به جنس لاس ته راځي او که یوازي په سپر مارکیټونو کي به وي؟ یا هم ځان ته دوکان ورته را باسي؟ مشتریان دي څوک او د عادات یې څه دي؟ (یعني که پیسه دار وي نو پیسه دار خلګ سپر مارکیټونو کي سواد کوي او که ستاسو جنس هلته وي نو د هغو  لاس رسی به  ورته اسانه وي).
 
۳:قمیت (Price)
 
کوم جنس یا خدمات چي تاسو غواړی وړاندي کړي د هغو قیمت به څه وې؟ 
 
آیا ټاکلی قیمت به د مشتریانو د وس سره سم وې ؟
 
نور تجاران او شرکتونه یې په څو ورکوي ؟
 
دا ټوله ستاسو د مشتري پوري اړه لري، مشتریانو ته قیمت مهم دی که نوم او کیفیت ؟ قیمت ټاکنه باید د مشتري په مطابق وسي.
مثلا : د ایفون مشتریان پیسه داره دې او قیمت ته ارزښت دومره نه ورکوي هغو ته کیفیت او نوم مهم دی نو هغه ده چي ایفون اکثر پر نوم او کیفیت کار کوي او د همدې لاري خپل مشتریان خوشحال ساتي خو د چنایي جنسونو مشتریان بیا غریب یا درمیانه اقتصاد لرونکي دي هغو قیمت ته  ډير او کیفیت ته لږ او نوم ته بیخ اهمیت نه ورکوي او تجاران صاحبان هم ارزانه جنس د چین څخه راوړي چي خپل مشتریان خوشحاله وساتي.
 
۴:بازار موندنه یا مارکیټنګ (Promotion)
 
کله او چیري د جنس معلومات و مشتریانو ته خپاره کوی؟
 
د جنس د تبلیغاتو وخت یې کوم دی ؟ آیا موسمي تبلیغات غواړی یا هم سرو کال تبلیغاتو ته ضرورت دی ؟
 
مثلا : پوهنتونونه هر شپږ میاشتي چي کله نوی سیمیستر شروع کیږي تبلیغات کوي تر څو نوي محصلین خپل کړي خو مخابراتي شرکتونه بیا سرو کال تبلیغات کوي. 
 
د جنس او خدماتو خبر او معلومات د کومي لاري مشتریانو ته رسوی د رسنیو لکه راډیو یا هم د انترنیټ د لاري خپل مشتریانو ته معلومات رسوی؟ 
 
ستاسو کاروباري سیال څنګه او کومه لار د تبلیغاتو لپاره کاروي او کوم تاثیرات ستاسو پر تبلیغاتو لري ؟
 
نوټ : که څه هم لوړ څلور Ps یو په بل پوري تړلي دي خو کاروباریان کولاسي چي مخ او شاته یې کړي او باید په اړه یې حتما فکر وکړي .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته