تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بریالیو زده کوونکو لپاره لس غوره عادتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 13, 2018
  0

ژباړه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د بریالي زده کونکي لپاره اړینه ده چې څنګه وکولاي سي د سختي مطالعې پر ځای چټکه مطالعه وکړي؟ دا ستاسو د زده کړې په جریان کې لا ډیر ریښتیا کیږي. د مطالعې دوه یا درې ساعته د دې وړتیا درکوي چې د لېسې تر کچي اطمینان لرونکي درجې لاسته راوړی، مګر کله چې تاسو د پوهنتون علمي ډګر ته رسېږی،  په ورځ کې کافي وخت نه لری، نو کله چي تاسو چټکه مطالعه نه وي تجریبه کړې هغه وخت بیا درته ستونزي ډیریږي.

 

  دا چې ځینې زده کونکي کولای سي د ښوونځۍ د لاري لږ تر لږه هغه څه زده کړي چي ورته اړین دي، دا یو استثنایي حالت دی. د بریاليو زده کونکو ډیری برخه بریالیو زده کړیز عادتونو ته پراختیا ورکوي او پرځان د تطبیقولو سره يي دوی بریالیتوب ترلاسه کوي. لاندې د غوره مطالعې لس عادتونه دي چې ډیری بریالي زده کونکي یې کاروي. نو که تاسو غواړی چې یو بریالی زده کونکی سی، په هیڅ صورت کي مایوسي مه کوئ او ماته مه منئ، د مطالعې د عادتونو سره کار وکړئ او تاسو به ستاسو د درجې لوړوالی، د پوهي زیاتوالی، د معلوماتو ښه والی، د زده کړي او استعداد وړتیا پخپل ځان کي خپله محسوس کړی.

 

۱:  په یوه وخت کي ټول مضامین مخته مه ږدئ:
ایا تاسو د شپې تر ناوخته ویښ پاته کېږی او هڅه کوی چي ډېر څه ولولی او یايي ولیکی تر څو ښه زده کړه مو کړې وي؟ که داسې وي، نو دا مو د بدلون وخت دی. بریالي زده کونکي په عمومي ډول د لنډ وخت په اوږدو کې د خپلي مطالعې مهالوېش تنظیموي او هري موضوع ته ځانګړی وخت ورکوي. که تاسو غواړی چي بریالي زده کوونکي واوسی نو منظمه، لنډه او د ټاکلي مهالوېش سره سمه مطالعه مو مطلوبي بریا ته رسوي.

 

۲: بریالی زده کوونکی خپله زده کړه په پلان سره مخته وړي:
بریالي زده کوونکي د اونۍ په ترڅ کي خپل مهالوېش ته په پام سره د مطالعې پلان جوړوي او ورباندي عمل کوي. هغه زده کونکي چي پاشلې او د خپل هوس له مخي مطالعه کوي د هغو زده کونکو په پرتله څوک چي یو منظم مهالوېش لري ډیر لږ زده کوي. که څه هم تاسو پخپلو زده کړو ډیر سخت مښتي یاست، خو یو اونیز درسي پلان تخلیقول به ستاسو سره د خپلو درسي موادو په بیا کتلو کي ښه رول ولوبوي او تاسو ته به د مطالعې د غوره عادتونو د لا پراختیا وړتیا درکړي کوم چي به تاسو د اوږد مهاله تعلیمي بهیر په پایله کي بریا ته ورسوي.

 

۳: په عین حال کې مطالعه وکړئ:
نه یوازي دا چي د مطالعې د پاره پلان مهم دی، بلکي دا هم ډېر مهم دی چي تاسو یو منظم ورځنی  زده کړیز عادت خپل کړی. کله چي تاسو د اونۍ هره ورځ په یوه وخت کي مطالعه کوی ستاسو زده کړه به ستاسو د ژوند یوه منظمه برخه جوړه سي. تاسو به ‌په ذهني او احساساتي برخه کي تر نورو ډیر اماده واوسی او ستاسو هره ناسته به تر نورو ډیره ګټوره وي. که چیري تاسو ځيني وختونه د توقع خلاف د یوې بوختیا سره مخامخ کیږی او د زده کړي روان بهیر مو انخلالیږي نو ستونزه نسته خو په دې شرط چي بیرته خپل منظمو ورځنیو مطالعاتو ته د پخوا په شان ادامه ورکړی. 

 

۴: د مطالعې هره برخه باید یو ځانګړې موخه ولري:
په ساده توګه مطالعه پرته له کومي موخي اغیزمنه نه تمامیږي. تاسو چي هر وخت و مطالعې ته کښېنی نو تاسو باید هغه څه په ښه ډول ځان ته معلوم کړئ کوم څه چي تاسو غواړی زده یې کړی. د دې تر مخه چي تاسو مطالعه پېل کړی ځانونو ته مو د مطالعې داسي ځانګړې موخه وټاکئ چي ستاسو د ټول علمي بهیر سره مرسته کوي. د مثال په توګه که تاسو د انګلیسي ازموینه لری او هره ورځ ورته په منظم ډول ۳۰ لفظونه یاد کړی نو نه یوازي دا چي په ازموینه کي به بریالي یاست بلکه انګلیسي به مو هم په غوره ډول زده کړې وي.

 

۵: هیڅکله مو خپلي پلان سوي درسي ناستي مه ځنډوئ:
دا ډېره اسانه او عامه ده چي خپله زده کړیزه ناسته وځنډوی پدې خاطر چي تاسو ورسره علاقه نه لری، یا تاسو نور ډېر کارونه لری او یا دا مضمون ډېر درته پېچلی دی. بریالي زده کونکي خپلي پلان سوي مطالعاتي زده کړي نه ځنډوي. که تاسو خپله زده کړیزه ناسته ځنډوی (یعني نه یې مطالعه کوی) نو ستاسو د نورو مطالعاتو موثریت هم کمیږي او ښايي تاسو هغه څه تر لاسه نه کړی چي ورته اړتیا لری. د مطالعې ځنډ په اخر کي د بیروبار خوا ته ځي یعني پر تاسو رش جوړیږي پدې چي وخت کم خو زده کول ډېر وي او په زده کړه کي تلوار د غلطیو یو ډېر لوی عامل دی.    

 

۶: لومړی تر ټولو سخت مضمون پېل کړئ:
لکه څنګه چي ستاسو تر ټولو سخته کورنۍ وظیفه یا مضمون به ستاسو څخه ډيري هڅي او ذهني انرژي وغواړي، نو تاسو یې هم پېل په همدغه مضمون وکړئ. یو ځلي چي تاسو دغه سخت کار تر سره کړی نو پاته کارونه به درته اسانه سي. باور کوی او کنه، په سخت مضمون سره پېلول به مود زده کړیزي ناستي اغیزمني او علمي کړني به مو تر بل هر وخت اصلاح سي.

 

۷: د کورنۍ وظیفې د پېل وړاندي مو خپل نوټونه تل وګورئ:
وړاندي تر دې چي تاسو یاداښتونه د سره وګوری باید یاداښتونه ولری. تل په هڅه کي واوسئ چي په ټولګۍ کي ښه یاداښتونه واخلئ. مخکي تر دې چي تاسو مطعالیاتي ناسته پېل کړی او مخکي تر دې چي تاسو یوه ځانګړې کورنۍ وظیفه پېل کړی، خپل یاداښتونه مو ټول د سره وګورئ او ځانونه یقیني کړئ چي تاسو چي څه مطالعه کوئ هغه په سالمه توګه زده کولای سی. د هري زده کړیزي ناستي وړاندي د خپلو یاداښتونو د سره کتل مو د موضوع د زده کړي چي د ورځي په جریان کي مو په ټولګي کي زده کړې وه پایلي ته رسوي او ستاسو د زده کړي موثریت یقیني کوي.  

 

 

۸: د خپلو زده کړیزو ناستو د پاره یو ارام ځاي غوره کړې...:
هر څوک د یو شي نه یو شي څخه مغشوش کیږي، ښایي تلویزون وي یا ښایي ستاسو کورنۍ وي او یا تر حد ډېره خاموشي وي. ځیني خلک د لږو او کرارو ږغونو سره ښه زده کړه کولای سي. کله چي تاسو د زده کړي په جریان کي مغشوش کیږی نو:


۱: تاسو د خپلو ماغزو تربیه د لاسه ورکوی او ۲: تاسو تمرکز نسی کولای چي دا دواړه ستاسو پر مطالعه منفي اغیز کوي.  مخکي تر دې چي خپله زده کړیزه ناسته پېل کړی داسي ځای غوره کړئ چي ستاسو علمي بوختیا مغشوش او اخلال نسي. د ځینو خلکو د پاره یو ارام کتابتون غوره وي خو د ځینو نور د پاره بیا یو عادي ځاي چي کرار ږغونه اورېدل کیږي غوره وي.

 

۹: تل هڅه وکړئ چي یو زده کړیز ګروپ جوړ کړی: 
دا متل به مو اورېدلی وي چي " دوه سرونه در یوه غوره دي" دا هغه وخت بېخي رښتیا کیږي کله چي خبره زده کړي ته ځي. په ګروپي شکل کار کول تاسو ته وړتیا درکوي چي ۱: د نورو څخه د هغه څه په اړه مرسته ترلاسه کړی چي تاسو یې د زده کړي په هڅه کي یاست، ۲: خپله کورنۍ وظیفه په ډېره چټکتیا سره ترسره کړی او ۳: یا د هغو نورو زده کونکو سره د موضوع د لا روښانتیا د پاره مرسته وکړی. که څه هم زده کړیز ګروپونه اکثره وخت د ناسم جوړښت لکبله غیر موثر تمامیږي په ځانګړي توګه کله چي د ګروپ غړي د چمتوالي پرته د ګروپ سره یو ځای کیږي. بریالي زده کونکي د زده کړیزو ګروپونو اغیزناک کارونه پېژني.

 

۱۰: په رخصتیو کي مو خپل یاداښتونه، د مکتب ټول مضامین او نور د ټولګۍ اړوند توکي د سره وګورئ:
بریالي زده کونکي د رخصتیو په ورځ د اونۍ ټول درس د سره ګوري. د دې لاري خپل ځانونه د راتلونکي اونۍ درسي بهیر ته چي بنیاد یې د همدې اونۍ پر درس ولاړ دی چمتو کوي. 

 

موږ پوره باوري یو چي که تاسو پورته ذکر سوي عادات غوره کړی نو لیري نه ده چي تاسو به پخپله علمي بریا کي یو ډېر لوی سمون مشاهده کړی. 

 

ـــــــــــــــــــــــــ

د مطالعې اړوند نور ګټور مضامین

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته