تازه سرليکونه
د (زه ولي مسلمان سوم؟) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حقیقت په لټه !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 6, 2022
  0

ژباړه: علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

زما نوم عبدالله اندلسي دی،  خو زه په برتانیه کي را لوی سوی یم. زما مور کاتولیکه او پلار مي سیکولر وو. ما به هر ماخستن د خوب تر مخه د عیسويانو د معبود عبادت کوی او د هغه په نوم دوعاګاني به مي کولې. 


ما به کوښښ کوی چي ښه انسان د ځان څخه جوړ کړم لیکن دا زما لپاره سخت وو ځکه زما لپاره هیڅ لارښود نه وو، نو ما به یوازي د ټولني ښه خلک تعقیبول او د هغو په څیر کردار به مي کوی خو هغه به د ټولني هغه ښه خلک هم کله کله په بدو اخته وه.


زه چي کله عیسوی وم ما ډیره سخته عقیده درلوده، زه د دوږخ څخه بیریدم، نه مي غوښتل چي بد انسان و اوسم او د جنت غوښتنه مي درلودل. 


یوه ورځ ما د ځان سره فکر کوی چي په دنیا کي خو مختلف ادیان دي. که زه چیري په کوم بل هیواد کي زیږیدلای وای نو اوس به زه د بل دین پیروان وای.


نو ما د خپل ځان څخه وپوښتل چي حقیقت څه دی؟ شاید زه غلط دین نه تعقیبوم. نو ما پدې وخت کي څه وکړه؟ ما عیسویت پریښود خو بیا مي هم پر خدای عقیده درلودل، نو خپلو مطالعو ته مي ادامه ورکړه تر څو یو حقیقي دین پیدا کړم.

 


 

د حقیقت د موندلو په موخه ما ټول ادیان مطالعه کړه؛ بودایزم، هندویزم، یهودیت او د عیسویت مختلف ډولونه مي و څیړل. ددې ټولو ادیانو د مطالعې پر وخت ما دا فکر کوی چي اسلام خو یو ډیر ساده دین دی. 


په نورو ادیانو کي پر یوه معلوم شي خاص مرکزیت سوی وي. کله چي ما د اسلام مطالعه شروع کړه نو پوه سوم چي هم دغه جامع دین دی.


اوس الحمدلله زه یو مسلمان یم او نورو خلکو ته هم دعوت کوم ترڅو د حقیقت موندلو لپاره اسلام قبول کړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته