تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمانانو اخلاقو اسلام ته وهڅولم (ابراهیم ډامبي)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 26, 2019
  0

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د یوه سپیڅلي مسلمان په څیر ژوند کولو سره نه یوازي مسمانان بلکي کفار هم  تر تأثیر لاندي راځي. 


بلي، په حقیقت کي اسلام یوازي د عباداتو دین نه بلکي د اخلاقو، حیا، الفت او ښه سلوک دین هم دی. 


په کومه کفري ټولنه کي چي مسلمان د یوه حقیقي مسلمان په څیر او شکل اوسیدلی، هلته خامخا کوم لادینه یا کافر د اسلام تر تأثیر لاندي راغلی دی. څومره چي مسلمان و اسلام ته توجه کوي هغومره کافر و مسلمان ته توجه کوي.


زموږ د پورته خبرو ښه مثال څو کلونه وړاندي د ابراهیم ډامبي مسلمانېدل دي، چي د یوه مسلمان ټولګیوال د اخلاقو او دین دوستۍ څخه متأثره کیږي او د اسلام دین خپل همیشنی دین ټاکي. دده قصه به خپله دده د خولې کټ مټ رانقل کړو:


زما نوم ابراهیم ډامبي دی اته دیرش کلن یم، د پوهنتون محصل وم چي په اسلام مشرفه سوم له هغه راهیسي زه کوښښ کوم، چي اسلام زده کړم او څومره چي مي توان ئې په هغومره اندازه غواړم عملي ئې هم کړم. 


زما اوله تجربه د اسلام یا مسلمانانو سره هغه وخت وسوه چي د سُهیل په نوم یو مسلمان زموږ و صنف ته راغلی. زه دده ظاهري حالت او څېرې ته حیران وم او دې ته متوجه وم چي ده خپل ځان څنګه و اسلام ته وقف کړی وو.


تر مکتب وروسته به دی د ماښام په خوا کي مسجد ته تلی او هلته به ئې لږ تر لږه دوه ساعت قرآن کریم زده کوی او یادوی. ما پدې پوهېدل غوښتل، چي څنګه یو څوک په دومره کوچنیوالي کي دین په کلکه تعقیبوي؟!


تر مکتب وروسته د پوهنتون په دوره کي مي د مسلمانانو سره ملګرتیا سول، دوی به ماته د اسلام په هکله کله نا کله معلومات راکول.


زما یو ملګری وو نوم ئې ندیم وو هغه ماته راوښودل چي اسلام او نوی ساینس څومره اړیکه سره لري، د اسلام او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله به ئې خبري راته کولې.


کله چي ما په لندن کي درس وایه هلته په زرګونو مسلمانان اوسیدل، نو ما د اسلام په اړه زیات فکر کاوه، یوه ورځ مي له ځانه سره پرېکړه وکړه چي د لندن و مرکزي جامع جومات ته ورسم او هغه له داخل څخه وګورم ځکه زه تر اوسه و کوم مسجد ته نه وم تللی. 


هغه وو چي د روژې په میاشت کي یوه ورځ و مسجد ته ولاړم او بیا مي پرلپسې څو اونۍ د مسجد زیارت وکړی، قرآن کریم او نور کتابونه مي په انګلیسي مطالعه کړه او باالاخره دې پایلي ته ورسېدم چي اسلام زما لپاره ثابته عقیده ده او دا زما لپاره نوی ژوند دی او ما هم د ژوند دا سفر را شروع کړ.


تردې وروسته خپل پلرني ټاټوبي ناټینګم ته راغلم، کوښښ به مي کوی چي محلي مسجدونو ته ورسم، په هغه شا او خوا کي حلالي غوښي پیدا کړم او د مسلمانانو سره و اوسم.


اوس زه د اته دیرشو کالو یم، په مکتب کي ښوونکی یم، کورنۍ لرم او پنځه اولادونه مي دي. کله چي زه خپل هغه وخت راپیاد کړم چي په اسلام مشرفه کېدم ډیر راته عجبه وي. او زه اوس هم د اسلام پر منلو هيڅ افسوز نه کوم بلکي دا زما لپاره یوه بشپړه عقیده او لار ده او د اسلام په قبلولو سره د ژوند په هدف پوه سوم.


بلي، په ژوند کي ډیري کښته پورته راځي، زما په ژوند کي هم راغلې خو اسلام ماته کلکه عقیده راوښودل او قوت ئې راکړی نو ځکه زه ددې ټولو سره د خپل ژوند څخه خوند اخلم. او دا مي همیشنۍ هیله ده او دعا کوم چي مسلمان مړ سم.

 

اوس د اسلام لپاره زما یوازینی کار دا دی چي د اسلام او مسلمانانو په اړه د کفارو غلط فهمۍ او وهمونه لیري کړم. په اوس وخت کي رسنیو و اسلام ته یو بد او منفي تصویر ورکړی دی.


زه غواړم چي دلته د برطانیې و خلکو ته وښیم چي اسلام د سولي پیغام ورکوي او اتفاق غواړي د وارخطایي او وهم کومه خبره نسته.


زما والدین په اول کي خوابدي وه ځکه دوی اسلام یوازي د رسنیو د خولې پیژندۍ، خو زما تر مسلمانېدو وروسته دوی هم پوه سول چي اسلام یوه مثبته لار ده او زما حمایت ئې په کلکه شروع کړ. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته