تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اهلِ یثرِب څخه شپږ پاک روحه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 11, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۰۸ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اهلِ یثرِب څخه شپږ پاک روحه  

 

د بعثت د يوولسم کال د حج په موسم کي چي د (620) ميلادي کال د جولاى مياشت وه اسلامي دعوت ډير ښه تخم لاس ته را وړى چي دغه تخم ډير ژر په لويو لويو وُنو یا درختو بدل سو، چي دغو وُنو بيا مسلمانان په خپله سايه کي د  هغه ډيرو او اوږدو کلو د ظلم او طغيان دګرمو لمبو څخه وساتل، کوم وخت چي اهل مکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تکذيب کاوه او دئ صلی الله علیه وسلم  يې د الله عزوجل  د لاري د دعوت څخه منعه کاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسي حکمت عملي کاوه چي د شپې په تاريکيو کي به د حاجيانو پر ډلو او خېمو ګرځېدى، دا د دې دپاره چي د ده صلی الله علیه وسلم  او د دغو ډلو په منځ کي د مکې مکرمې د مشرکانو څخه څوک نه وي موجود.  


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه شپه د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  په ملګرتيا را و وتى، د ذُهل او شَيبان بن ثعلبه د قبيلې و خېمو ته ورغلى، د اِسلام او توحيد په باره کي يې خبري ورته وکړې، خو دغو خلكو د اسلام راوړلو څخه انکار وکړی.


او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  په منْى کي د عَقَبې سره تېرېدى، هلته يې د څو نفرو  آواز  واورېدى چي په خپل منځ کي يې خبري سره کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغو نفرو ته ورغلى، دغه خلك شپږ نفره وه او د یثرِب د ځوانانو څخه وه، ټول د خزرج د قبيلې  څخه وه(څوک وايي چي دغه خلك دوولس نفره وه) خو شپږ يې يقيني دي.


دغه شپږ نفره ډير مهم دي، دغه نفر د اسلام هغه صالح تخم دى


او د دغو نفرو نومونه داسي دي:


1 -  اسعد بن زُراره ـ  چي د بني نجار څخه ؤ. 
2 -  عون بن الحارث بن رفاعه، ابن عفراء ـ  چي د بني نجار څخه ؤ.
3 -  رافع بن مالک بن العجلان ـ  چي د بني زُرَيق څخه ؤ. 
4 -   قُطبه بن عامر بن حُديده ـ  چي د بني سلمه څخه ؤ. 
5 -  عُقبه بن عامر بن نابي ـ  چي د بني حرام بن کعب څخه ؤ.
6 -  جابر بن عبدالله بن رئاب ـ  چي د بني عبيد بن غنم څخه ؤ.


(د اهل یثرِب یا د مدینې منورې د خلکو لويه خوشبختي دا وه چي دوى به د مدينې منورې د يهودو څخه اورېدل چي په دغه اوس وختو کي يو نبي مبعوث کيږي، هغه به را ووزي او موږ به يې متابعت وکړو او بيا به د هغه نبي په ملګرتيا موږ تاسي داسي و وژنو لکه د عاديانو او ثموديانو  وژنه). 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغو نفرو ته ورغلى او ويل: تاسي څوک ياست؟ هغو ويل: د خزرج د قبيلې څخه يو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:نه کښېنى چي يو څه خبري درته وکړم؟ هغو ويل: هو کښېنو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ور سره کښېنستى خپل دين او د اسلام حقيقت يې ورته بيان کړی، وحدانيت ته يې را وبلل، قرآن مجيد يې ورته تلاوت کړى، دغو نفرو په خپل منځ کي سره و ويل: والله دا هغه نبي دى چي يهود تاسي په هغه سره بېروي، کوښښ وکړی چي يهود په اسلام کي تر تاسي د مخه نه سي او بيا هغه را سره وکړي چي دوى وايي، نو د ده صلی الله علیه وسلم  دعوت قبول کړي او مسلمانان سي، تاسي تر يهودو د مخه ايمان را وړى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  متابعت وکړی او اسلام قبول کړى.


 (دا څنګه قصه وه چي يهودو به اهلِ یثرِب بېرول؟) ډیره مهمه خبره ده:


هغه داسي: د مدينې منورې ټول اوسېدونکي پر درو حصو وېشل سوي وه، يوه حصه د أوس قبيله وه، بله حصه د خزرج قبيله وه او درېيمه حصه يهود وه، يهود بيا په خپله پر درو قبيلو وېشل سوي وه: بني قُريظه، بني قينقاع او بني نُضَير، که څه هم هلته نور انفرادي يهود موجود وه چي د دغو قبيلو څخه نه وه خو هغه لږ وه، عمده او اساسي يهود دغه درې قبيلې وه او ټول يهود د نفوسو په حساب د مدينې منورې د نفوسو درېيمه حصه کېدل، د أوس قبيله هم د مدينې منورې د نفوسو درېيمه حصه کېدل، همدارنګه د خزرج قبيله د مدينې منورې د نفوسو درېيمه حصه وه، نو مدينه منوره په برابر او مساوي شکل درو حصو ته وېشل سوې وه، چي يهود، د أوس قبيله او د خزرج قبيله وه. 


او د دغو درو قومو څخه يو هم پر مدينه منوره نه سواى آمر کېدلاى ځکه ټول اقليات او سره برابر وه، نو مدينې منورې عمومي مشر او د ټولو دپاره يو آمر هم نه درلودى او دغو درو قبيلو به همېشه د حاکميت دپاره جنګونه سره کول، خو په دغه وختو کي به يهودو و دغه نورو قومو ته چي أوس او خزرج وه ويل: د آخري نبي د بعثت وخت را نژدې دى که هغه مبعوث کړه سو موږ به د هغه متابعت وکړو او تاسي به داسي حلال کړو لکه د عاديانو او ثموديانو حلالېدل چي ټول هلاک سوه، نو یهودو به دغه نوري قبيلې د آخري نبي په را تګ سره بېرولې او ورته ويل به يې:کوم وخت چي هغه نبي راسي موږ به د هغه د متابعت په سبب پر یثرِب حاکمان سو او تاسي ته به بيا هغه وخت په وژلو او حلالولو سره جزا درکړو. 


وروڼو! ښه متوجه سی: د یهودو په تورات او په نورو آسماني کتابو کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم  راتګ او د هغه صلی الله علیه وسلم  ټولي علامې لیکلي وې، د مدینې منورې یهود هم تر داسي اندازې د دغه نبي د راتلو په انتظار وه چي د مدینې منورې مشرکان به یې د هغه په را تګ سره بېرول، هم دغه د دوی د معلوماتو او پېشګویي په سبب د مدینې منورې مشرکانو د مکې مکرمې تر مشرکانو د مخه او په ډېره آساني سره ایمان راوړی، کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت او رسالت اظهار وسو ټولو یهودو او نصاراوو ته دا معلومه سوه: چي هو دﺉ صلی الله علیه وسلم  هغه وعده سوی نبي دی مګر څرنګه چي یهودو او نصاراوو ولیدل چی دغه نبي د بني اِسرائلو څخه نه دی او پخواني ټول انبیاء د بني اسرائلو څخه وه، نو یې د قومي تعصب په لحاظ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د منلو څخه انکار وکړی او د دغه وخته څخه یې هغه ټول معلومات چی د راتلونکي نبي په  باره کي د دوی په کتابو کي موجود وه واړول او تغیر یې پکښي راوستی. 


خو بیا هم دوی غبي او ناپوه وه ځکه اوس هم د دوی په کتابو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نبوت ډېر معلومات او علامې پاته دي، څرنګه چي هغه  معلومات اوس نه اړولای سي او نه یې پټولای سي، نو یې د هغو په ترجمه کي تغیر راوستی او د خپل مزاج او غوښتني سره موافق یې ترجمه کوي.             

 

(بیرته قصې ته راسه) 


اوس چي د خزرج د قبيلې حاجيانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خبري واورېدې، ويل: والله هغه نبي چي يهود موږ په بېروي هغه دغه نبي او دغه دين دى، پام کوى چي يهود تر تاسي د مخه و دغه دين ته داخل نه سي، دغه خلك عاقلان او هوښياران وه، کورني اختلافاتو او جنګو د پښو اچولي او ضعیفه کړي وه خاصتًا هغه د (بُعاث) جنګ چي په دغه نزدو وختو کي تېر سوى ؤ او تر اوسه د هغه تیرو سوو جنګو لمبې پورته کېدې، نو دا يې اميد ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دين او دعوت خبري به د دوى دپاره د صلحي او آرام ژوند سبب وګرځي، نو دغه د خزرج د قبيلې خلكو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: موږ ترشا داسي قوم پرې اېښى دى چي د هيڅ قوم په منځ کي به دومره شر او عداوت نه وي موجود لکه  زموږ د قوم په منځ کي چي دى او دا مو اميد دى چي الله جل جلاله  به يې په تا سره را ټول او يو ځاى کړي، موږ چي ولاړسو خپل قوم به هم ستا و دين ته را و بولو او ستا د دين دغه احکام چي موږ قبول کړه پر دوی به يې هم عرض کړو، که الله جل جلاله  دوى پر تا را ټول کړه نو به په موږکي هيڅوک تر تا عزتمن نه وي، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اسلام احکام او قرآن مجيد ور وښوول.


 کوم وخت چي دغه خلك مدينې منورې ته تله د ځانه سره يې د اسلام رسالت ور سره يو وړى او هلته يې د اسلام په نشرولو شروع وکړه، په مدينه منوره کي د انصارو دکورو څخه داسي کور نه سو پاته چي هلته دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خبري نه کيږي، اوس نو مدينه منوره پر دغه خپل حال پرېږده چي د اسلام معطر او خوشبويه نسيم پکښي چليږي، ته بيرته دلته مکې  مکرمې ته راسه. 

 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته