تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غزل ویونکې سټاسي انام اسلام قبول کړی!
 
  September 14, 2015
  0

 نوی مسلمانه سوی خور ام شیخه سټاسي بنت انام

لیکنه: علی الله متوکل الرحمن

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

سټاسي انام د مالیزیا مشهوره پاپ غزل ویونکي ده چي د ۲۰۱۵ کال د اګسټ پر ۲۵مه د اسلام په مبارک دین مشرفه سوه.

سټاسي انام چي په سټاسي ای ایف هم مشهوره ده د عیسوي دین تر پریښودلو وروسته یي په اسلام کښي د ځان لپاره ام شیخه سټاسي انام نوم غوره کړی او زیاتوي چي: «د ژوند تر ټولو خوشحاله کونکي ورځ یي ده

د ۲۵/۰۸/۲۰۱۵ د سي شنبي په ورځ نوي مسلماني سوي خور ام شیخه سټاسي بنت انام ته په اسټرو کي مطبوعاتي کنفرانس دایر سو چي په کښي خپل اسلام يې نړیوالو ته ظاهر کړی او د ټولو په وړاندي یي د شهادة کلیمه أَشْـهَدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ الله ، وَأَشْـهَدُ أَنَّ مُحَمّـداً عَبْـدُهُ وَرَسـولُه وویله.

د اګسټ د میاشتي په اولو کښي یوازي د سټاسي د پلویانو او مینه والو په منځ کی ددي د مسلمانیدو ګنګوسې او اوازې وې خو دا هر څه هله افشا او څرګند سول چي ددې د اسلام قبلولو یوه ویډیو او تصویرونه د ځني کسانو له خوا د هغې په پټه خپاره سوه چي سټاسي په کښي تور حجاب کړی او د شهادت کلیمه د یوي بلي مسلماني خور لخوا ورته ښودل کیږي چي دا یي په هکله وایي: «زما تصویرونه او ویډیو د غیرو مسؤلو کسانو لخوا خپاره سوې ده. حال دا چي ما په هیڅ صورت دا نه غوښتل چي دومره ژر دي زما د اسلام خبر زما مور، پلار او د کورنۍ غړو ته ورسیږي ځکه دا خبر شاید هغوی ته ستونزمن تمام سوی وای».

او د خپل اسلام او هغه شخص چي دا تصاویر یي افشا کړي په هکله داسي وویله: «زه اوس خپله دا کوښښ کوم چي زما د مسلمانی خبر په ډیره بيړه تر هر شخصه پوري ورسیږي او هغه کس چي زما دا هر څه یي خپاره کړي زه ورته د یو مسلماني په حیث بخښنه کوم».

د اګسټ پر ۲۴مه د مالیزیا ډایجیست په نوم یوي ازادي مالیزیایي ویب پاڼي دا په ډاګه اعلان کړه چي سټاسي انام د اسلام و قبلولو ته زړه ښه کړی او سبا یعني د همدي میاشتي پر ۲۵مه به د اسټرو نشراتي ارګان لخوا ورته یو مطبوعاتي کنفرانس ونیول سي چي ددې د اسلام ښکاره کولو ته به ځانګړی سوی وي. او دا به پکښي د اسلام منلو اقرار کوي.

سټاسي انام د مالیزیا هیواد په سباح نومي ښار کي د اګسټ پر ۱۸مه په کال ۱۹۹۰ کي زیږیدلي چي اصلي نوم یي سټاسي انجي انام دی او ۲۵ کلنه ده. سټاسي د اقتصادي مشکلاتو به وجه په ۱۶ کلنی کي زده کړي پرېښوولې تر څو یي د خپلي کورنی حمایت کړی وي په یوه نڅا ځای کي يي غزلي شروع کړي او په دې لار کي ډېره مشهوره سوه.

الله پاک د هدایت څراغ په زړه کي ور ځلانده کړی او دا دی د اګسټ د میاشتي پر ۲۵مه د اسلام په مبارک دین مشرفه سوه. د اسلام د ښکاره کولو سره سم یي پر اسلام د ټینګ پاته کیدو وعده هم وکړه.

هغه ګنګوسي چي ګواکي دا به د ممثل عاکم احمد سره واده کوي په کلکه و غندلي او داسي یي وویل: « اوس ماته تر واده کولو اسلام مهم دی ځکه اسلام یو لوی مسؤلیت دی تر څو چي مي دا مسؤلیت پوره درک او ادا کړی نه وي واده به و نه کم

د اسټرو په مطبوعاتي کنفرانس کي یي له خپلو اوریدونکو او لیدونکو نه دا غوښتنه وکړه چي ما اسلام په خپله خوښه اختیار کړی، دا زما شخصي ژوند دی نو ستاسي څخه دا هیله کوم چي ما باندي ټینګار و نه کړی او نه هم راته کومه ستونزه جوړه کړی.

په خپلو خبرو کښی يي دا هم زیاته کړه: « زه مخکي په عیسوي دین وم خو اوس مي د اسلام سره زښت زیات محبت پیدا سوی دی او قبول می کړی

مالیزیا یو اسیايي هیواد دی، پلازمینه یي د کولا لامپور ښار  او د نفوس له لحاظه د نړی دریڅلویښتم (۴۳) لوی هیواد دی. چي د ټول نفوس څخه یي ۲۰ میلیونه مسلمانان دي.
 
د خارجي منابعو څخه
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
------------------------------------------------
اړونده لیکني:
ما په ۱۳ دلایلو اسلام قبول کړی
 د روژې په برکت مسلمانه سوم!
روسۍ مېرمن- زه ولي مسلمانه سوم؟
اسلام ته د نوي مسلمانانو د راتګ عوامل
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته