تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دارالعلوم دیوبند کلنۍ بودیجه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 20, 2019
  0

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د نړۍ مشهوره علمي اداره دارالعلوم دیوبند چي تقریباً (۱۵۰) کاله مخکي په هند کي د مخلصو علماؤ لخوا ایجاد سوه او تر اوسه یې تر (۵۰۰۰۰) زیات علماء کرام فارغه کړي دي، چي د حنفي مذهب تر ټولو لویه او معتبره دیني اداره بلل کیږي. هر کال خپله کلنۍ بودیجه اعلانوي.

 

دارالعلوم دیوبند هر کال د خپلو مالي چارو او مصارفو بودیجه ځکه اعلانوي ترڅو عام مسلمانان ددغو مصارفو په اداینه کي مرسته ورسره وکړي. د یادوني وړ ده چي د دارالعلوم دیوبند په اصول هشت ګانه (اتو اساسي اصولو) کي لومړنی اصل دا دی چي د دارالعلوم دیوبند مدرسې تمویل او مالي امداد به یوازي د عوامو او مخلصو مؤمنانو پر چنده ولاړ وي، د هیڅ حکومتي ادارې او مؤسسې پیسې به نه قبلوي.

 

ددې اداري اصل له مخي د دارالعلوم دیوبند اداره هر کال خپله بودیجه اعلانوي چي د ۱۴۴۰- ۲۰۱۹ کال بودیجه یې تقریباً (۳۵۰۰۰۰۰۰۰) درې سوه پنځوس میلونه هندۍ روپۍ اعلان کړي.

 

د دیوبند عالمي اداره د خپل منظم پلان له مخي یاد مقدار پیسې د خپلو مختلفو نماینده ګانو په ذریعه د ټول هند څخه راټولوي. ددې ترڅنګ د نړۍ نور مسلمانان هم د بانک د لاري د دوی سره مالي مرسته کوي.

 

دا پیسې چیري مصرفیږي؟
په دارالعلوم دیوبند کي تقریباً (۳۵۰۰) طلباء هم مهاله زده کړي کوي چي د مختلفو ښارونو او هیوادونو اوسېدونکي دي. په مالي مصارفو کي د (۳۵۰۰) طلباؤ هستوګنه، خوراک، لباس او په ګرمۍ کي سهولتونه شامل دي.

 

 ددې ترڅنګ دارالعلوم دیوبند فعلاً لاندي څلور تعمیراتي پروژې تر کار لاندي لري:

 

۱: شیخ الاسلام تعمیر (۳۳۰۰۰ فوټه مربع، مصرف: Rs 24750000)
۲: د نوي صنفونو تعمیر (۴۰۰۴۰ فوټه مربع، مصرف: Rs 15015000)
۳: شیخ الهند کتابتون (۲۷۵۰۰۲ فوټه مربع، مصرف: Rs 49500360)
۴: دارِ جدید لیلیه (۶۴۲۰۰ فوټبه مربع، مصرف: Rs 36112500)

(د دارالعلوم دیوبند ویب پاڼي څخه)

د شیخ الهند کتابتون تعمیر

 

په کلنۍ بودیجه کي ددغو تعمیراتو مصارف او ترڅنګ یې د استاذانو او نورو مختلفو کارمندانو او وسایلو مصارف هم شامل دي. 

 

موږ د صحابه کرامو رضی الله عنهم د ژوند په حالاتو کي وینو چي هغوی څنګه خپل مالونه د الله عزوجل په لار کي مصرفول، حضرت ابوبکر رضی الله عنه خپل ټول مال، حضرت عمر رضی الله عنه خپله مځکه او نیم مال، حضرت عثمان رضی الله عنه زر دیناره او ۳۰۰ اوښان، نور صحابه کرامو خپل باغونه، اسباب او مالونه او صحابیاتو ښځو خپل سره زر د الله تعالی په لاره کي لګول. د دوی همدغه مالي انفاق وو چي دین تر موږ او نوري نړۍ ورسیدی.

 

الله تعالی د هغو کسانو سره د کومک او نصرت وعده کړې ده چي د الله تعالی د دین نصرت کوي، نو ځکه موږ وینو چي کله د نړۍ په هر هیواد کي مدارس او اسلامي مراکز رامنځ ته سي نو مخلص مسلمانان مالي مرستي ورسره کوي او پدې ډول د دین احیاء او اشاعت کیږي. مسلمانان باید دا یاد ولري چي اسلامي مراکز مالي مصارفو ته اړتیا لري، د دوی په لږ مرسته د دین لوی خدمت ترسره کیږي، تر مرګ وروسته به دده لږ مرسته د ثواب په شکل جاري وي، او په همدغه لږ مرسته د دنیا او اخرت نجات او کامیابۍ حاصلیږي.

 

د مسلمان لږ مخلصانه مرسته د الله تعالی په دربار کي لویه شمېرل کیږي.

 

دلته څو ټکي د یادولو وړ دي:

-: دیني مراکز کوم چي په اخلاص يې بنیاد ایښول سوی وي، د الله عزوجل په نصرت مخ ته ځي.

 

-: دغه ډول دیني مدارس په عامو مسلمانانو کي مقبولیت پیدا کوي، او هغوی خپلي مرستي ورسره کوي.

 

-: د دیني مراکزو مهتممین او مسؤلین که د نوي تعلیمي کال په پیل کي خپل ټول مالي لګښتونه تعین کړي او بیا ددغي بودیجې د لاس ته راوړلو لپاره ځانګړې طرحه جوړه کړي نو به ان شاءالله د کال په پای کي د تاوان سره نه مخ کیږي. پدې برخه کي اخلاص او امانت داري مهم دي.

 

-:  عامو مسلمانانو ته د فکر کولو ځای دی چي کفري نړۍ او اهل باطل د فساد لپاره څومره مصارف کوي (عیسوي مبلغین زښتي ډيري پیسې د خپل مذهب د ترویج لپاره مصرفوي)، خصوصاً په اسلامي هیوادونو کي د خپلي مفکورې، کلتور او مذهب د ودي لپاره ډیري پیسې خاوري کوي، نو مسلمانان هم باید د خپل مقدس دین د ژوندي ساتلو لپاره خپل وسع ونه سپموي.

 

-: تاسو وګورئ چي د مسلمانانو په لږو پیسو د دین څومره لوی بنیادونه ودان دي؟! عام مسلمانان باید خپلي شتمنۍ په بې ځایه او بې ګټو ځایونو کي مصرف نه کړي، بلکي داسي ځای یې مصرف کړي چي د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ ذریعه یې جوړه سي. 

 

______________

اړوند لیکني:

د دارالعلوم دیوبند پېژندنه
مرکه: د دارالعلوم دیوبند په لور علمي سفر!
د دیوبند مشهور علماء کرام
د دیوبند د مدرسې د تاسیس انګېزه څه وه؟
دیوبند ته د کندهار د علماوو سفر!

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته