تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شيخ المشائخ حاجى امداد الله مهاجر مکي رحمه الله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2021
  0

شيخ المشائخ حاجى امداد الله مهاجر مکي رحمه الله


لیکوال: مولانا عبدالرشید ارشد رحمه الله ژباړن: محمدصادق مغول /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


زيږيدنه يې:


شيخ المشائخ د دوشنبې په ورځ، د ظفر المظفر مياشت په ٢٢مه په ١٢٣٣ سپوږميز کال کې د "نانوته" په سيمې کې وه دې نړى ته سترګې غړولى دي، پلار يې د امداد حسين نوم باندې کښيښودى خو شاه محمد اسحاق رحمه الله يې نوم په امدادالله سره واړوى، نوموړى د نسب له لحاظه فاروقي دى.


زده کړې يې:


د خپل قدرمن پلار د بى کچې مينى له امله يې د عمر په پيل کې زده کړي ته پام نه و، کله چې اوه کلن شو پلار يې ومړ خو تر مرګ مخکې يې وصيت وکړ چې تر ما وروسته دې هيڅ څوک زما له زوى سره په سختى چلند نه کوى، نو ځکه د ده وه تعليـم ته خاص پاملرنه و نه شوه، بالآخره د خپل شخصي ذوق له امله يې د قرآن عظيم الشأن په يادولو پيل وکړ خو د ستونزه له کبله يې حفظ پاې ته و نه رسوى.
 وروسته په ١٧ کلنى کې د ديني زده کړو په موخې له مولانا مملوک علي تهانوي سره يو ځاې وه دهلى ته مسافر شو او د هغه وخت له استاذانو څخه يې فارسي، صرف، نحو او … علوم زده کړه. پر مولانا محمد قلندر محدّث جلال آبادي يې د مشکوة شريف څو برخې ولوستى او پر مولانا عبدالرحيم نانوتوى يې حصن حصين او فقه اکبر کتابونه وويل.


بيعت:


شيخ المشائخ رحمه الله په ١٨ کلنى کې د حضرت مولانا نصيرالدين پر لاس چې د نقشبندى يې په طريقې کې خورا لوړ مقام درلود، بيعت وکړ. له څه مودې وروسته يې په خوب کې وليده چې رسول الله صلى الله عليه و سلّم يو مجلس ته تشريف راوړى او شيخ المشائخ هڅه کوي چې هلته ګډون وکړي خو د ادب او احترام له کبله وړاندې نه شي تلاى، ناڅاپه د ده جدّ امجد حافظ بلاقي رحمه الله تشريف راوړى او د لاس په نيولو يې د رسول الله صلى الله عليه و سلّم وه نبوي دربار ته حاضروي، رسول الله صلى الله عليه و سلّم يې تر لاس نيسي او وه حضرت علامه نورمحمد جنجهانوي ته يې سپاري.


شيخ المشائخ فرمايى: چې ويښ شوم ډير زيات غمجن وم هغه وخت مې د جنجهانه په اړه هيڅ معلومات نه لرل، د څو کلونو له تيريدو وروسته د مولانا محمد قلندر رحمه الله په مرسته هغه ورک جوهر تر لاسه شو او بخت ياري وکړه چې وه چوپړ ته يې حاضر شم، حضرت شيخ رحمه الله چې کله وليدم وې فرمايل: آيا پر خوب پوره باور لرى؟ دا يې لومړۍ کرامت و چې راته څرګند شو، او له همدې کبله مې مينه زياته شوه.


شيخ المشائخ رحمه الله فرمايې: تر څه وخت له ده سره پاتې شوم د رياضت، مجاهدې او سلوک مرحلې مې تيرى کړى او د خلافت په شرف ونازول شوم.

 

وه حج ته يې سفر:


شيخ المشائخ رحمه الله په ١٢٦٠ سپوږميز کال کې خوب وليدى چې رسول الله صلى الله عليه و سلّم يې وه خپل ځان ته رابولي نو د ډير شوق له امله د لارى له مصرف راخيستلو پرته مخ پـر بيت الله باندې روان شو، له حرکت وروسته يې وروڼـو د لارى مصرف وروليږى.
شيخ رحمه الله د ذوالحجى په پنځمـه وه جدّي ته ورسيد، له هغه ځايه بالفور مخ پر عرفات روان شو د حج ارکانو له ادآء کولو وروسته څه موده په مکى شريفې کې د شاه محمد اسحاق محدّث رحمه الله سره تم شو او له هغه څخه يې فيض تر لاسه کړ، وروسته د اقدسې روضې د زيارت په موخې وه مدينى منوري ته لاړ له زيارت وروسته بيا ځل مکې ته راغبرګ شو او څو ورځې هلته پاتى شو، بالآخره په ١٢٦٢ سپوږميز کال کې وطن ته را وګرځيدى.

 

مريدان يې:


د حج تر سفر راګرځيدلو وروسته، خلک د بيعت لپاره ورته راتلل خو ده بيعت نه ورکوى، تر څو د حافظ محمد ضامن رحمه الله تر زيات ټينګار وروسته د ياد کار وه منلو ته اړ شو او تر هر چا وړاندې حضرت مولانا رشيد احمد ګنګوهي رحمه الله بيعت ورسره وکړ، له هغه وروسته عوام او خواصو د ده پر لاس بيعت وکړ چې د خواصو په ډلى کې د مثال په توګه لاندى کسان هم شامل وه لکه: حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي، مولانا محمد يعقوب نانوتوى، مولانا اشرف علي تهانوى، شيخ الهند مولانا محمود الحسن، مولانا سيد حسين احمد مدني او … رحمهم الله تعالى.


صفات يې:


د شيخ المشائخ رحمه الله سر د اعتدال تر پولې غټ، تندى يې فراخ او ځليدونکى، وريځى يې پنډى او سترګې يې غټى وي، غنم رنګه پوستکې، ډنګـر بدن او ميانه تنه يې درلوده چې وه اوږدوالې ته يې ميلان و، خوږه ژبه يې وه او د خلکو سره يې په ورين تندى او خندا خبرې کولى. د کرغيړونو اخلاقو څخه متنفّر، د ښو اخلاقو او د رسول الله صلى الله عليه و سلّم له سنتونو سره عادي و، د زمانى وليانو يې پر ولايت اجماع درلوده، يواځيتوب به يې خوښيدى، د خلکو سره يې ناسته او ولاړه لږ وه او د کرامت خاوند و، د باطني کراماتو سره سره يې بيا هم وه مريدانو ته ويل: زما سره هيڅ نشته هيله لرم چې الله تعالى به مې ستاسى په خاطر وبخښي.


هجرت:


انګليسانو د خپل واکمنې پر مهال د عدالت، انصاف او ملت پالنى پر ځاى جبر او ظلم روان کړى و، مسلمانانو کابو شپږ سوه کاله پر هندوستان حکومت وکړ خو د نورو خلکو په مذهبي چارو کې يې هيڅ رنګ مداخله ونه کړه هندوان او مسلمانانو د شيدو او بورې په څير ژوند تيراوه، خو انګليسانو هڅـه کول چې ټول هندوستان نصرانيت ته واړوي نو ځکه يې نصرانى علماو ته په بشپړه توګه اجازه ورکړى وه چې خلک وه نصرانيت ته راوبولى او د هغوې بشپړ ملاتړ يې هم کوى، دا وخت حضرت مولانا فضل حق خير آبادي رحمه الله د انګليس په وړاندې د جهاد فتوى صادره کړه، کله چې انګليسانو ته خبر ورسيد نو بالفور يې هغه راټينـګ، او اعدام کړ.


هغه وخت مسلمانانو ته يواځى دوى لارې پاتى وى؛ لومړۍ دا چې د نصرانيت دين ومني چې دا مهال کار و، دوهم لار دا چې د انګليس په وړاندې وه مبارزى ته چمتو شي لکه څنګه چې د وخت علماو خلک د انګليس په وړاندې جهاد ته هڅول او قاضي عبدالرحيم د فيل رانيولو په نيت وه سهارنپـور ته لاړ، جاسوسانو په دې هکله انګليسانو ته راپـور ورسوى او هغوې له ځنډ پرته قاضي د خپل ملګرو سره يو ځاى ګيـر کړ او د خلکو بيـرولو په موخه يې په عمومي ځاى کې اعدام کړه، خو حضرت حافظ ضامن، مولانا فتح محمد تهانوى، مولانا محمد قاسم نانوتوى، مولانا رشيداحمد ګنګوهى او نورو علماو په خپلو نيکو ويناګانو خلک د انګليس په وړاندې جهاد ته هڅول.


حافظ محمد ضامن تقبله الله د جګړې په ډګر کې شهيـد شو او مسلمانانو د وسلو په پوره نه شتون کې د خپل کم شمير له امله ماتې وخوړه او انګليسانو دا فکر وکړ چې ستر علماء به ژوندى نيسي نو ځکه شيخ المشائخ رحمه الله پټ شو، او کله چې د هندوستان مځکه پرې تنګه شوه او هر ګړۍ به يې د خطر احساس کاوه نو په ١٢٧٦ سپوږميز کال کې وه حرم شريف ته مهاجر شو.


په مکة المکرمى کې پاتې کيدل:


حضرت شيخ المشائخ رحمه الله په درو څلويښت کلنې کې په ١٢٧٦ سپوږميز کال هجرت وکړ او په مکې شريفى کې پاتى شو، هغه وخت د مختلفـو طريقو زيات شمير شيخان په مکة المکرمى کې هستيدل خو شيخ رحمه الله په ټولو کې ځانګړى امتيـاز درلود، عوام خو خپل پر ځاى حتى شيوخ به لا د ده په مجلس کې ګډون ته حاضريدل او له ده څخه يې فيض تر لاسه کاوه.

 

شيخ المشائخ رحمه الله د باطني تزکيې تر څنګ ضيآء القلوب (د تصوف کتاب) او مثنوى هم تدريسول، د مثنوى له تدريس سره يې خورا زياته مينه وه، د عمر په وروستيو کې سره له دې چې د ناستى واک يې نه درلود خو چې د يو طالب العلم له خولې به څو کړى بيتونه ووتل دومره قوت به يې پيدا کړ چې نيغ به ناست و او تدريس به يې کاوه.


يو ځل شيخ آفندي رحمه الله چې د قسطنطنيې اوسيدونکى، د مولانا رومى رحمه الله له خاندان و او پر مثنوى يې خورا زيات تسلّط درلود په داسى حال کې د شيخ المشائخ ديدار ته راغلى چې شيخ صاحب د مثنوى پر درس ناست و او په جوش سره يې حقائق او معارف بيانول، د مولوي نذير احمد په نوم يو خادم وويل: که چيرى شيخ آفندي په اردو ژبه پوهيداى ډير به ښه واى.

 

شيخ المشائخ رحمه الله وفرمايل: د خوشحالۍ او ذوق تر لاسه کولو لپاره د ژبى زده کړه اړينه ده، وروسته يې په خپل ځانګړى آواز سره د مثنوى څو بيتونه زمزمه کړه، د بيتونو زمزمې پر شيخ آفندي رحمه الله دومره اغيزه وکړه چې بى هوش شو، کله چې بيرته وه خپل عادي حالت ته را وګرځيد نو خپل چپنه يې بالفور وويستل او شيخ المشائخ رحمه الله ته يې ورکړه چې د تبرک لپاره يې واغوندي او بيرته يې ورکړي.


علوم:


شيخ المشائخ رحمه الله که څه هم د هغه وخت نظامي درس پاې ته نه و رسولى خو د الهي مينې او محبت له امله تر فارغينو لا وړاندې و، لکه څنګه چې د انبيآو علم لدنّي دى د امت ځينى وګړي هم د سنت په اتباع سره وه دومره روحاني مقام ته رسيږي چې ستر علماء به د هغوې تر روحانى روزنې لاندې وى، په محمدي امت کې دغه رنګ کسان خورا زيات تير شوى دى د بيلګي په توګه کولاى شو دوې مشهورې څيرى؛ لومړى شمس تبريزي د مولانا جلال الدين رومي مرشد او دوهم حاجي امدادالله مکي دلته ذکر کړو.


وفات يې:


حضرت شيخ رحمه الله د ژوند په وروستېو شېبو کې دومره ضعيف شو چې له يوه اړخ نه بل اړخ ته اوښتاى نه شو او اشتها يې هم کمه شوه، بالاخره د جمادي الاخرى مياشت په ١٣مه په ١٣١٧ سپوږميز کال کې د چهار شنبې په ورځ يې د سهار له آذان سره جوخت په ۸۴ کلنى کې د اجل وه داعي ته لبيک ووايه او په جنت المعلّى کې د مولانا رحمت الله کيرانوي تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.


تصنيفات يې:


د شيخ المشائخ رحمه الله تصنيفات دغه دي:


۱- د مولانا روم پر مثنوى باندى حاشيه


۲- غذاى روح


۳- جــهاد اکبـر


۴- مثنوى تحفة العشّاق


۵- دردنامهء غمناک


۶- ارشـاد مرشـد


۷- وحدة الوجـود


۸- فيصلهء هفت ساله


۹- ګلزار معرفت


۱۰- مرقومات امداديه.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته