تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رئيس الاحرار مولانـا حبيب الرحمن لدهيانوي رح
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 27, 2021
  0

رئيس الاحرار مولانـا حبيب الرحمن لدهيـانوي رحمه الله

 

ليکوال: مولانا عبدالرشيـد ارشد رحمه الله ژباړن: محمـدصادق مغول / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

نوم، نسب او زوکړه يې:
مولانا حبيب الرحمن بن مولانا زکريـا بن مولانا عبدالقادر رحمه الله. د يکشنبې په سهار د صفر المظفر په ١١مه پـه ١٣١٠ سپوږميـز کال کې زيږيدلى دى.

 

مولانا عبدالقادر رحمه الله:
نيکه يې مولانا عبدالقادر رحمه الله د مخورو خلکو څخه و چې د حضرت سيد احمد شهيد رحمه الله سره يې په دهلى کې ديني علوم حاصل کړه. ده په "بلهيا" کلى کې وه "لدهيانه" ته څيرمه ژوند کوى. کله چې په ١٨٣٦م. کال کې د کابل باچا زمان الملک ماته وخوړه او د خپل ورور شجاع الملک سره لدهيانه ته لاړى نو د مولانا عبدالقادر رحمه الله کلى ته ورغلو او له څه بحث وروسته يې هغه وه دې ته چمتو کړ چې لدهيانه ته به راځي. مولانا رحمه الله لدهيانه ته لاړى او په يو وران کلى کې يې د خښتو او ګلو سراى ځان ته جوړ کړ، تر څنګ يې يو مسجد هم تأسيس کړ چې وروسته دوه پوړه شو.


مولانا عبدالقادر د پنځه وخته او جمعى لمانځـه امام شو او زمان الملک له ډير ليرى ځاى نه د لمانځه اداء کولو لپاره همدغه جومات ته راتلو، خو مولانا صاحب وروسته خبر شو چې زمان الملک انګليس پلوه دى او ډيره موده تيره نه شوه چې د انګليس په مرسته يې امير دوست محمد ته ماتى ورکړه او شجاع الملک يې د کابل باچا کړ.


امير دوست محمد له ماتې وروسته د ستلج رود په څنګ کې مقيم شو خو کله چې يې د مولانا صاحب د علم، پوهي او روحانيت په اړه خبر شو وه خدمت ته يې حاضر شو او بيعت يې ورسره وکړ. حضرت مولانا رحمه الله وفرمايل: ان شآء الله ډير ژر به شجاع الملک ووژل شي او کابل به بيرته ستا لاس ته لويږي. همداسې شوه او امير دوست محمد تر بريا وروسته مولانا عبدالقادر وه کابل ته وغوښت خو ده په ځواب کې پيغام وروليږى چې د درويشانو تګ د باچاهانو وه دربار ته نه ښايى.


مولانا عبدالقادر رحمه الله څلور زامن د مولانا سيف الرحمن، مولانا محمد، مولانا عبدالله او مولانا عبدالعزيز په نومانو درلودل چې اول زوى يې کابل ته راغلى او نور په لدهيانه کې پاتى شوه. حضرت مولانا محمد رحمه الله په لدهيانه کې د مدرسې ډبره کښيښوده او همالته په تدريس بوخت شو.


دغې کورنى وه اسلام او مسلمانانو ته خورا ستر خدمتونه کړى دي، تر ټولو مخکې چې د ميرزا غلام احمد قادياني په اړه د کفر فتوى صادر شوه مولانا عبدالله صادره کړه چې د همدې کورنى و، او وروسته مولانا محمد يعقوب او مولانا رشيد احمد ګنګوهي رحمهما الله هغه فتوى تائيد کړه.

 

تعليم او زده کړه يې:
مولانا حبيب الرحمن لومړى خپل تعليـم په نکودر کلى کې پيل کړ، وروسته وه امرتسر ته لاړ او بالاخره د لوړو زده کړو لپاره يې دارالعلـوم ديوبند ته تشريف يووړ د دې ستر روزنتون له پياوړو استاذانو څخه يې لکه علامه انورشاه کشميري رحمه الله او نورو علماوو څخه پوره ګټه ترلاس کړه، د دارالعلوم ديوبند د مهتمم په اجازه به يې د علامه شبير احمد عثماني او نورو استاذانو تر څنګ يې په غونډو کې ګډون کوى او خلکو ته يې وينا اورول.

 

نيـول کيدل يې:
مولانا رحمه الله فرمايې: د ١٩٢١م. کال د دسمبر مياشت په لومړى ورځ مې د وينا پر مهال مسلمانان، هندوان، نارينه، ښځينه، ځوانان او سپين ږيرى مې د انګليس حکومت په وړاندې وپارول نو ځکه حکومت زما د نيولو هڅې پيل کړى. له څو ورځو وروسته وتوانيدل چې ما په خپل کور کې ونيسي او په زنځيرانو تړلى مې لدهيانه ته يوسي. قاضي د شپږ مياشت بند او زر روپو جريمى پريکړه وکړه. وروسته د لدهيانه له محبس څخه د انباله وه محبس ته انتقال شو کله چې د خپل ورور محمد يحيى او ښاغلي تاج الدين سره د ريل ګاډۍ تم ځاى ته ورسيدل خلک خبر شوه او پر تم ځاى باندې راغونډ شوه د "مولانا حبيب الرحمن زنده باد او انقلاب زنده باد" په شعارونو سره يې خورا زيات رش جوړ کړ عسکرو هر څومره هڅه وکړه چې د خلکو مخ نيوې وکړي خو د ريل ګادۍ د حرکت تر وخت ونه توانيدل.

 

مسلمانانو، هندوانو او سيکانو د څو وروڼو په څير يو ځاى ژوند تيراوه، محبس د علم او ادب په مجلس بدل شوى و، لمونځ به تل په جماعت اداء کيدى، د تدريس حلقې فعالې شوى او ژوند په خورا خوشحالى تيريدى. تر دې مخکې د مسلمانانو او هندوانو سترخوانونه/څرخانونه بيل بيل وه خو د مسلمانانو څرخانونه رنګين وه نو ځکه هندوانو هم د دوې پر سترخوان ډوډى خوړل.


د ١٩٢٢م. کال د جون مياشتى په ١٨مه د "انباله" له محبس څخه د "دهرم ساله" وه محبس ته انتقال شو د ملګرو د فراق له امله غمجن و خو د زغم پرته يې بله چاره نه درلود. د ١٩٢٢م. کال د اګست مياشتي په ١٧مه بيرته د لدهيانه محبس ته يووړل شو او هلته ورته وويل شوه چې تاسو مذهبي لارښود ياستى ښه نه ده چې په محبس کې پاتى شئ نو ضامن پيـدا کړئ چې آزاد مو کړو. مولانا صاحب په ځواب کې ورته وويل: زه چمتو نه يم چې د ضمانت په قيد آزاد شم. ورته وويل شوه: دلته تاسو ته کوم خدمت تر سره کړو؟ مولانا صاحب ورته وويل بيرته مې د "دهرم ساله" محبس ته انتقال کړئ. له يوى اونې وروسته بيرته د دهرم ساله جيل ته انتقال شو او خبر ورکول شو چې يو کال نور قيد لري.

 

د کور د اسبابو حراج:
مولانا حبيب الرحمن رحمه الله فرمايې : وروسته له دې چې اته يا لس ورځې مې د لدهيانه په محبس کې تيرى کړي وى د حکومت عسکر د زر روپو جريمه اخيستلو لپاره زما کور ته راغلي وه هلته يې څه تر لاسه شوى نه وه نو ځکه يې زما د کور ټول اسباب او د ميرمنى زيور آلات په زور خرڅ کړى وه. کله چې زما ميرمن او زامن وه ملاقات ته راغله په دې اړه يې هيڅ راته ونه ويل او زه د هغوى له صبر او استقامت څخه زيات خوشحال شوم.

 

لاريــون:
يو ځل مولانا حبيب الرحمن د اعداميانو خونې ته يووړل شو. کله چې خلک خبر شوه هغه ورځ سهار د لاريون په موخې را ووتل. پنځه زره ښځې هم د نارينه‌ ؤ تر څنګ لاريون ته راوتلى وى. حکومت دې ته اړ شو چې دى به له محبس څخه راباسي تر څو خلکو ته ډاډ ورکړي نو له راوتلو وروسته يې خلکو ته ډاډ ورکړ چې زه بيرته د خپل ملګرو سره په اتاق کې يو ځاى شوى يم تاسو ډاډمن وشئ.

 

د زندان خواړه او د ناروغى پيل:
کله چې رئيس الاحرار حضرت مولانا حبيب الرحمن رحمه الله د ١٩۲٢م. كال د اګست مياشت په ١٧مه د دوهم ځل لپاره د دهرم ساله محبس څخه د لدهيانه محبـس ته انتقال شو هلته درى سوه بنديانو د حکومتي چارواکو د ناوړه چلند له امله د خوراک اعتصاب کړى و نو ځکه يې مولانا رحمه الله وه بل اتاق ته داخل کړ. کله چې مولانا صاحب له هغوى سره يو ځاى شو او د اعتصاب په اړه يې وپوهيدى نو دى هم ورسره ملګرى شو او هڅه يې وکړه د بنديانو او حکومتي چارواکو تر مابين جوړجاړى راولى.


له شپږ او اوه ورځو اعتصاب وروسته چې کله بنديانو ته خواړه چمتو شوه د دال شکنه وه چې زړې څپلى او سخت زيات فلفل يې ور ګډ کړي وه، بد بوى ترې ولاړيده او بنديانو خورا شورماشور جوړ کړ، څپلى يې د ځان سره واخيستلى او د مولانا صاحب خدمت ته حاضر شوه، د ډيـر غال مغال له وجهې وه خپل مينځي شخړي ته نږدى شوه مولانا صاحب د هغوى چپ کولو لپاره وويل: دا محبس دى، کور نه دى چې هر رنګ خواړه ماسر/ميسر شي د دال ښوروا مګر بد خوراک دى؟ وروسته يې همدغه بدبويه ښوروا خورا زياته وڅيښل، بنديانو څه ونه ويل يواځى يې د وچي ډوډى په خوړلو بسنـه وکړه.


مولانا رحمه الله چې له څو وروځو راهيسې يې څه نه وه خوړلى د معدى په تکليف اخته شو، څو ورځې د ډاکټرانو تر درملنى لاندې و تر څو چې د وخت په تيريدو روغ شو او د معدي توازن يې د تل لپاره له لاسه ورکړ او تل به يې له همدې ناروغى څخه شکايت درلود. بالآخره قيد يې پوره شو او آزاد شو خو تر آزادى وروسته يې بيـا هم په سياسي چارو کې فعاليت کاوه او د سيّد عطاء الله بخاري رحمه الله سره اوږه پر اوږه د هند په آزادې کې ولاړ و.

 

د احرار اسلام غونډه:
د مولانا ابوالکلام آزاد رحمه الله په وړانديز د ١٩٢٩م. كال د دسامبر مياشت پر ٢٩مه د کانګرس غونډه تر سره شوه په دغې مشورتي غوندي کې مولانا حبيب الرحمن لدهيانوي، مولانا سيد داود غزنوي، مولانا سيد عطاء الله شاه بخاري، مولانا مظهر علي، خواجه عبدالرحمن غازي او فضل حق موجود وه. دا د احرار اسلام لومړى غونډه وه.


د بحث او نظر اخيستنې وروسته عطاء الله شاه بخاري د مشر په توګه وګمارل شو کله چې خلک خبر شوه نو ټولو په دغه تحريک کې ونډه واخيستل او په بيلا بيلو ځايونو کې دفترونه پرانيستل شوه.

 

په ملتان کې بندي:
رئيس الاحرار مولانا حبيب الرحمن لدهيانوى د ١٩٣١م. كال په دسامبر مياشت کې د ملتان وه محبس ته يووړل شو. مظهر علي، مولانا سيد عطاء الله بخاري، مولانا سيد داود غزنوي، مولانا احمد على لاهوري، مولانا قارى عبدالرحمن نکودري، شيخ حسام الدين امرتسري، د جمعية العلماى هند مشر مفتى کفايت الله دهلوي، د جمعية العلماى هند مرستيال مولانا احمد سعيـد، مولانا نورالدين او مولانا حافظ عبدالحليم لکهنوي رحمهم الله هم په ياد محبس کې له ده سره يو ځاى وه.


زندان د علم او عرفان په مرکز بدل شو. رئيس الاحرار د مفتي کفايت الله سره په يوه اتاق کې، مولانا سيد عطاء الله شاه بخاري او مولانا احمد سعيد په بل اتاق کې او پاته نور علماء به دوه دوه تنه جوړه په نورو اتاقو کې هستيدل. زندان يې په خوشحالۍ تير کړ. بالآخره رئيس الاحرار د ١٣٥١ سپوږميز کال د شوال مياشت په ٢٤مه له زندان څخه آزاد شو او مفتي کفايت الله د ده مختصر ژوند چې پر اخلاقو، عاداتو، افکارو، جرأت، دلاورى، صبر او زغم باندې شامل و د نظم په بڼه وليکى او ور وړانې يې کړ. مولانا حبيب الرحمن لدهيانوي رحمه الله روڼ اندى، تيز فکره او لوړ پوړى سياست پوه و.

 

وروڼـه يې:
رئيس الاحـرار دوه وروڼـه د مولانا محمد يحيى او مولانا محمد حسن په نومونو درلوده. مولانا محمد يحيى په فيصل آباد کې ديني مدرسه تأسيس کړى وه او مولانا محمد حسن په رحيـم يار خان کې ژوند کوى.

 

اولاد يې:
د مولانا حبيب الرحمن اوه زامن وه چې نومونه يې دا دى:
ـ مولانا خليـل الرحمن
ـ مولانا عزيـز الرحمن
ـ مولانـا انيس الرحمن د عبدالقادر راى پوري مجاز خليفه
ـ مولوي محمد طيب
ـ مولوي محمـد اظهر
ـ مولوي سعيـد الرحمن
ـ مولوي محـمد احمـد
او يوه لور يې هم درلوده.

 

ناجوړتيـا او وفات يې:
حضرت مولانا رحمه الله دومره لوړ پوړى شخصيت و چې بيلابيلو سياسي، تعليمي او تبليغي ډلو له ده سره مشوره کول او په لارښوونو به يې عمل کوى. د هندوستان وزير اعظم او ولسمشر به عموماً په مملکتي چارو کې له ده سره مشـوره کوله. نوموړى د عمر په وروستېو کې ناروغ شو څه موده د حکيمانو او ډاکټرانو تر درملنى لاندې و. د کُلمُو له درد سره ډير په عذاب و چې په ١٩٥٦م. کال کې عمليات شو او روغتيا يې ومنده.

 

د وفات څخه وړاندې يې د ١٩٥٦م. کال د اګست مياشت په ٣٠مه زامنو او دوستانو ته وويل: د فعاليت څخه زښت ستړى شوې يم له نن څخه وروسته به له هر رنګ فعاليت څخه لاس اخلم حتى د ليکونو ځواب به هم نه ورکوم. له هغه کسانو څخه په عربي او انګليسي ژبو کې يې له ده سره مرسته کول ٙمننه وکړه او رخصت يې کړه. ماښام مهال يې خپل ټول اولادونه راټول کړه او ورته يې وويل: له نن څخه وروسته خپل ټول کارونه خپله تر سره کړئ. هر يوه ته يې جلا جلا دعا وکړه او وې فرمايل: تاسو ټولو ما ته زيات خدمت کړى الله تعالى دې تاسى خوشحال او روغ ولري.


د سپټامبر په اوله د شپى تر لسو بجو له ملګرو سره ناست و او مجلس يې کاوه وروسته يې خپل خصوصي خادم خليل احمد ته وويل: که زه مړ شوم قرآن کريم ختم کړه او ثواب يې را وبخښـه.


د سپټامبر په دوهمه د تهجد لمانځـه پر مهال ولاړ شو اودس يې وکړ، تهجد لمونځ يې اداء کړ، ميلمانه يې ويښ او مخ پر جومات باندې روان کړه، د سهار لمانځه وروسته په خپل وظيفو بوخت شو، پر شپږ نيمو بجو د څلويښت قدم وهلو لپاره باغ ته ننوت، وروسته يې ميلمنو ته نهارى ورکړ. د کوڅى له دوکاندارانو سره يې مصافحـه وکړه، کور ته ننوت او له خپل يو پخوانې ملګري سره يې خبرى وکړى.


بالآخره د اودس تازه کولو په نيت ووت چې راغبرګ شو خپل زوى مولانا سعيد الرحمن ته يې  وويل : زما حال زيات خراب دى څه لږ د ګلابو اوبه راکړه، د يوه غوړپ څيښلو ورسته يې کلمه طيبه وويل، دريم ځل چې يې کلمه تکرار کړه روح يې وه حقيقي مالک ته وسپارل. انا لله و انا اليـه راجعون.

 

لکه څنګه چې د مولانا صاحب زوکړه د ١٣١٠ سپوږميز کال د صفر المظفـر مياشت پر ١١مه سهار مهال وه وفات يې هم د ١٣٧٦ سپوږميز کال د صفر المظفر مياشت پر ١١مه د سهار پر ٨ بجو و.

 

کابو شل زره کسانو يې د جنازي په لمانځه کې ګډون وکړ او د جنازى لمونځ يې د قاري محمد طيب ( د دارالعلوم ديوبند مهتمم) په امامت اداء شو او د ماسپښين پر درو بجو د خپل ميرمنى د قبر تر څنګ وه خاورو ته وسپارل شو.

 

تعزيتي ليکونه:
له وفات وروسته يې زرګونه ځلې قرآن کريم تلاوت او ختم شو او په زرهاو تسليتي ليکونه يې کورنې ته را ورسيدل. مسلمانان خو خپل پر ځاى آن تر دى چې کمونيستان هم د ده په وفات غمجن شوه او تسليت نامې يې نشر کړى.


د نمونې په توګه به د سيد محمد ازهر شاه ليک وه قدرمنو لوستونکو ته را نقل کړو چې د ده وه ارشد زوى ته يې را ليږلى و.

 

قدرمن وروره!
السلام عليکـم و رحمت الله و برکاته.
 حضرت مولانا حبيب الرحمن د خلکو په زړونو کې خورا زيات ځاى درلود. يواځي ستاسو پلار نه دې وفات شوى بلکې دومره بي پروا او زړور مجاهد وفات شوى چې که د دار تختى ته خيژول شوى هم واى خو د حق له ويلو څخه يې انکار نه کاوه. په آسمان کې به شور ګډ وى چې اتل زمرى مولانا حبيب الرحمن را روان دى. د مرحوم پلار علمي يادګار مې ورک شو. زما او ستا د دواړو له سره هغه مهربان سرپرست ليرى شو. هغه هستى او واک چې له هر نفس څخه يې د محبت بوى ولاړيده زموږ څخه واخيستل شو.


الهي! د مولانا حبيب الرحمن ديني، ملي او قومي خدمتونه په خپل دربار کې قبول کړى او په آخرت کې يې په لوړ مقام ونازوى.
قدرمنو وروڼو د صبر او استقامت څخه کار واخلئ ستاسو پلار په ميړانى، شجاعت، خپلواکۍ او زړورتوب کې بى سارى و موږ هم بايد په دې تکليف په زغم کې د هغه په څير شو.

 

ستاسو غمجن ورور: سيـد محمد ازهر شاه ـ د خاتم المحدثين مولانا محمد انورشاه کشميرى زوى. ١٩٥٦م. د سپټامبر ٩مه.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته