تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مولانا محمد قاسم نانوتوي مینه له رسول الله سره
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  December 30, 2021
  0
دحضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله مینه له رسول الله صلي الله علیه وسلم سره 
 
لیکنه: عبدالرحیم راشد
 
دا  د  منولو وړ  ده،  چي حضرت مولانا نانوتوي رحمه الله څومره  زیات محبت،  مینه، عشق  او اخلاص له رسول الله صلي الله علیه وسلم سره درلود،  پدې اړه  ډېري پیښي او واقعات سته چي د بېلګي،  په توګه  د لوستونکو لپاره  یو څو  واقعات وړاندي کوو:
 
1. د هندوستان ځیني  خلکو زرغون بوټونه ډېر خوښول او په  پښه کول یې او ا وس یې هم  په  پښه کوي،  مګر مولانا نانوتوي رحمه الله پوره ځان ترې ساتی او لامل یې  دا وو، چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم د روضې مبارکي ګنبده زرغونه وه  او ده ویل: داسي بوټ چي  زرغون رنګ لرونکی وي،  څرنګه په پښه کيږي؟
 
 تاسو اوس خپله  د ده  میني ته فکر  وکړئ،  چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم سره درلود، حتی د روضې مبارکي د ګنبدي  د ظاهري رنګ سره چي کوم  بوټ ورته وای نه یې په پښه کاوه.
 
2. کله چي حضرت مولانا نانوتوي رحمه الله حج ته لاړی د مدینې منورې څخه څو کيلومتره لیري ودرېدی او  د پښو څخه  یې څپلۍ وی ایستلې او لڅي پښې د مدینې په لور روان سو،  ځکه  دا یې مناسبه نه ګڼل چي د بوټو سره د حضرت محمد صلي الله علیه وسلم په ښار کي وګرځي، که څه هم  هغي ځمکي تیرې او غټي ډبري درلودلې.
 
3. د نورو لویو علماوو سره یې د انګرېزانو پر ضد جهاد کي ګډون کړی وو او زخمي هم سو، یو ځلي  انګرېزانو د حاجي امداد الله، حضرت مولانا محمدقاسم او مولانا رشید احمدګنګوهي رحمهم الله د نیولو امر وکړ،  عسکر د دوی په لټون پسې ګرځېدل هغوی تر دریو ورځو پوري پټ وه،  وروسته  راووتل کله چي هغوی ته وویل سوه، چي بیا ځانونه پټ کړئ؟
 
 حضرت مولانا محمدقاسم نانوتوي رحمه الله وویل: تر دریو ورځو پټېدل سنت دي او حضرت محمد صلي الله علیه وسلم هم درې ورځي په غار ثور کي پټ سو.
 
 ددې سره چي حضرت مولانا محمدقاسم نانوتوي رحمه الله له انګرېزانو څخه  د ځان خطر هم حس کوی، بیا  هم  د سنت طریقې لپاره  تر  دریو  ورځو  وروسته راووتی.
 
دا وو، د دار العلوم دیوبند د مؤسس حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله مینه له رسول الله صلي الله سره، د دیوبند هر استاد او شاګرد په زړه کي همداسي مینه پرته ده.
 
الله تعالی دي تل علماء دیوبند او حقاني علماء ژوند لري.
 
(زموږ اکابرین/پاڼه ۲۰)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته