*د شيخ التفسیر والحدیث حضرت مفتي زرولي خان رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه*
*ژباړه او زیاتونه* *عبدالرحیم راشد* / تعلیم الاسلا م ویب پاڼه
د عالِم مرګ د عالـَم مرګ دی!
علم الهي صفت دی او علماء کرام نبي کریم (ص) خپل وارثان بللي دي ،
له همدې ځایه د یوه عالم وفات د امت لپاره ستر مصیبت بلل سوی.
الله تعالی فرمایي:
(أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ}الأنبياء۴۴
ژباړه : آیا دوی نه ویني چي موږ له هري خوا ځمکه راکموو؟ نو آیا دوی غالب کېدونکي دي ؟
و قال ابن عباس رضي الله عنهما: خرابها بموت فقهاء وعلمائها وأهل الخير منها، وكذا قال مجاهد أيضاً: هو موت العلماء)
ژباړه: رئیس المفسرین حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما او لوی مفسر حضرت مجاهد رحمه الله وایي: دلته چي الله تعالی وایي ځمکه راکموو، مراد یې د ځمکي خرابېدل دي، د د فقهاوو او علماوو په وفات سره ، ځکه چي علماء له ځمکي وکوچیږي نو جهل او فساد به خپور سي.
مفتي زرولي خان صاحب د اسلامي امت لویه ستره هستۍ وه، علماوو او عوامو یې په ولایت کي شک نه درلود.
د عجز، تقوا او علمیت لوی سمندر وو، د قرآنکریم د تفسیر نبوي حدیثو درس کي یې نوم ګټلی وو.
په خپل خوږ او جذاب بیان سره یې د خلکو زړونه ترلاسه کړي وه.
لنډه دا چي جامع الکمالات وو، خو د ابد لپاره زموږ څخه وکوچېدی.راځو، په لنډو ټکو کي یې درپېژنو:
*زېږېدنه* :
په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کي، په خپل پلرني ټاټوبې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلع جهانګېره سیمي کي دې فاني نړۍ ته سترګي وغړولې.
*نوموتي استادان یې* :
علامه محمد یوسف بنوري رحمه الله، مفتي ولي حسن ټونګي رحمه الله، مولانا احمد الرحمن رحمه الله، شیخ عبدالحنان رحمه الله او شیخ لطف الله رحمه الله دي.
*مادر_علمي او فراغت* :
په ۱۹۷۸ مېلادي کال کي د جامعة العلوم الاسلامیة علامه بنوري ټاؤن کراچي څخه سوی دی.
*تأثر* :
مفتي صاحب په علمي نړۍ کي د امام العصر محمد انور شاه کشمیري رحمه الله څخه زیات متأثره وو، له همدې امله یې د خپل زوی نوم انور شاه کښېښود.
او د مفتي محمود رحمه الله څخه هم ډېر متأثره وو، چي په درس کي به یې یادونه او د هغه اړوند بېلا، بېلي کیسې کولې.
*د مدرسې تأسیس* : شیخ التفسیر والحدیث مفتي زرولي خان صاحب په ۱۳۹۸ سپوږمیز کال کي د یوې لويي اسلامي ادارې د بسنټ ډبره د " جامعه عربیه احسن العلوم " په نوم کښېښود.
د دې مدرسې هدف او موخه ټولني ته ماهر او وړ فاضلان وړاندي کول وه، تر څو امت مسلمه د ښې او نیکي لاري لارښووني وکړی.
یادي مدرسې کي بېله عوضه ټول دیني علوم د تفسیر، حدیث، فقه، منطق، عربي ادب په شمول ښودل کېدل.
د دیني علومو برسېره د قرآنکریم د ناظره، حفظ، اعدادیه درجه، تر اتم ټولګی د عربي او فارسي لومړني کتابونه او نور دیني کتابونه پکښې تدریسېدل.
په نوموړي مدرسې کي د تخصص (PHD ) په ځانګړي ترتیب جاري ده.
په مدرسې کي دار الافتاء هم شتون درلود، چي د محترم مفتي صاحب د سرپرستي لاندي ورځني پېښ سوي دیني مسئلو حل لاره په ښه تحقیق سره حل کېدل.
په مدرسې کي د ۱۹۸۸ مېلادي کال څخه په رسمي توګه دوره حدیث شریف پیل سو.
د شعبان او رمضان په رخصتیانو کي د قرآنکریم د تفسیر دوره یې شروع کول.
چي د هري طبقې خلک، علماء، طلباء، عوام، نارینه او ښځینه ( تر پردې شاته) دې بابرکته دورې کي ګډون کاوه.
*مشهوره تصنیفونه* :
۱— احسن الرسائل(۱۰ مختلف علمي رسائل)
۲— احسن الخطبات درې ټوکه
۳— احسن البرهان او داسي نور.
*وفات* :
مفتي زرولي خان صاحب د زیاتي ناروغۍ تېرولو وروسته د ۲۰۲۰ زېږدیز کال، د ډسمبر په اوومه نېټه د کراچي انډس روغتون کي ساه ورکړه.
او خپله روح یې د روحونو پیدا کوونکي ته ورکړه.
(انا لله وانا الیه راجعون. رحمه الله رحمة واسعة.)
taleemulislam.net