تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د ابوبکر صدیق ؓ ایمان راوړل (۶۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 28, 2019
  0

نبوي سیرت (۶۴ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حضرت ابوبکر صدیق ؓ ایمان راوړل او مقام

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر کورنۍ دباندي هغه اول نفر چي و اسلام ته دعوت سوى دى او هغه هم بيله پوښتني او دليله څخه اسلام او ايمان قبول کړی دی، هغه ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  دى، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هرڅوک چي مي اسلام ته را بللى دى د اسلام په باره کي يې بحث او نقاش را سره کړى دى، پوښتني او معلومات يې را څخه کړي دي، بيله ابوبکره څخه، فقط رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: زه د الله جل جلاله  د طرفه رسول يم، ابوبکر رضی الله عنه  و ويل: أشهدُ أنکَ رسولُ الله. شاهدي آداء کوم چي ته رسول الله يې، بېله نقاشه، بېله بحثه، بېله پوښتني، چي کله او څنګه؟ او دا يې هم و نه پوښتل چي څنګه دين دى او د کومه راغلى دى، هيڅ پوښتنه يې و نه کړه.

 

صديق اکبر د اولي لحظې څخه صِدِيق ؤ، دا ولي؟ ځکه ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اخلاق او امانت، صِدق او صداقت، پوره ور معلوم وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې پوره پېژندى او دئ پوهېدى چي محمّد صلی الله علیه وسلم  هيڅکله د حقيقت څخه مخالفه خبره نه کوي او نه یې کړې ده، پسله هغه څخه چي ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  په اسلام مشرفه سو فوراً يې په تبليغ او دعوت شروع وکړه، څرنګه چي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د الفت او محبت خاوند ؤ، پوست او نرم سړئ ؤ، ښه اخلاق يې درلودل، د ده د قوم خلك به د ده د علم او تجارت او د ده د ښو اخلاقو په سبب ورته را تله نو ده هم د هغو کسانو په دعوت شروع وکړه چي د ده ملګري او مجلسيان وه، د ده  رضی الله عنه په دعوت سره په اولو ورځو کي دغه کسان مسلمانان سوه:

 

عثمان بن عفان الاُموي، زبير بن العوام الاُسدي، چي ځوان او د (۱۶) کلو ؤ، عبدالرّحمْن بن عوف، سعد بن ابى وقاص، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ماما زوى دى، طلحه بن عبيدالله، دغه ټول د حضرتِ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د دعوت په واسطه مسلمانان سوي دي، دغه اته نفره د اسلام اوله ډله او د محمّدي دعوت اول ګلان دي، دا کار د واقعي او صادقه مسلمان دى، کوم وخت چي يې ايمان را وړى په هغه لحظه يې په دعوت شروع وکړه، چي دا د ابوبکر رضی الله عنه  صِدق او تصديق دى او دئ رضی الله عنه  تر ټول امت غوره او بهتر دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په باره کي فرمايي: (لو وزن إيمان أبي بكر بإيمان أهل الأرض لرجحهم ) 


 يعني: که د ابوبکر ايمان د ټول مځکي د انسانانو د ایمان سره وتلل سي د ابوبکر ايمان به پر دروند سي.

 

او په یوه روایت کي راځي:

« وَاللهِ مَا وَطِئَ الارضَ بَعدَ الانبِيَاءِ خَيرُ مِّن اَبِي بَکر»
 يعني: والله پسله انبياوو څخه تر ابوبکر ښه او بهتر پر مځکه نه دى ګرځېدلى. 

 


[عن أبي الدرداء قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من فلق فيه إلى أذني ورآني وأنا أمشي بين يدي أبي بكر وعمر فدعاني فقال لي: يا أبا الدرداء! أتمشي بين يدي من هو خير منك؟ فقلت: ومن هو يا رسول الله؟ فقال: أبو بكر وعمر، ما طلعت الشمس ولا غربت على أحد بعد النبين والمرسلين خير من أبي بكر وعمر. (کنزالعمال)]

نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په شاهدي سره پسله انبياوو څخه ښه او بهترين د خلكو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  دى، دا د صِديق اکبر مقام او درجه ده او دا يې فدا کاري وه چي د اسلام په شروع او ابتداء کي يې يواځي د دعوت د پاره دغه خدمت کړى دى چي د عشرۀ مبشره څخه پنځو نفرو د ده رضی الله عنه  پر لاس اسلام را وړى دى.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته