تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د سفوان غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۳۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د سفوان غزاء


د سفوان غزاء: د هجرت د دوهم کال د ربيع الاول په مياشت کي کِرز بن جابر الفهري د مشرکانو د قواوو په ملګرتيا په پټه د مدينې منورې پر اطرافو کوم چي هلته د اهلِ مدينې باغونه وه او حيوانات يې ګرځېدل حمله وکړه، د باغو څخه يې خرما يا کجور او مېوې ور سره واخستل او ځيني حيوانات يا مواشي يې ور سره بوتله او د انصارو څخه يې يو نفر چي په خپل کښت کي يې کار کاوه شـهيد کړى او دغه د کِـرز بن جابر ډله بيرته وتـښتېدل خو هلته چغي او نارې جوړي سوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه نارې واورېدې فورًا پرخپل آس سپور سو او و هغه طرف ته رهي سو،  اصحابِ کرامو واورېدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغې خوا ته ولاړ نو هر يو کوښښ کوي چي ژر و هغه طرف ته رهي سي، هر يو ځان تياروي او رهي کيږي نو خود پاشلي او يو يو پر هغه طرف ور رهي دي ځکه يو يو په واقعه خبريږي، په دغه حال کي د مسلمانانو (70) نفريزه لښکر جوړ سو په کِرز او د هغه په قواوو پسي ور و وتى، کِرز چي تر شا په ځان پسي نفر وليدل هغه خرما چي ده ور سره اخستې وه هغه يې غورځول او غواړي چي ځان خلاص کړي او هغه اول نفر چي په ده پسې دى او تعقيبوي يې هغه په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  دى ترڅو چي د بدر سره و يوې شيلې ته ورسېدى چي و دغي شېلې ته (سفوان) ويل کيږي او ځان يې خلاص کړی نو د دغي غزاء نوم هم (غزوة سفوان) سو، مګر د مسلمانانو لښکر په کِرز پسي نه ور ورسېدى او بېله جنګه بيرته را وګرځېدل، دغي غزاء ته د بدر اوله غزاء هم ويل کيږي، په دغه غزاء کي د مسلمانانو بيرغ سپين او اخستونکى يې علي بن ابي طالب  رضی الله عنه  ؤ.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته