تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي څلورمه سَرِيه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2020
  0


سیرت نبوي (۱۳۸برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

څلورمه سَرِيه

څلورمه سَرِيه: چي سريةُ النخله ورته ويل کيږي، نخله د طائف او مکې مکرمې په منځ کي د يو ځاى نوم دى چي دا سريه د بدر تر غزاء د مخه وه او د بدر تر غزاء پوري دا آخري ټولۍ يا سريه ده.د هجرت په دوهم کال د رجب په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  عبدالله بن جَحَش الاُسدي رضی الله عنه  د (12) نفرو مهاجرينو سره او په بل روايت کي د (8) نفرو سره ونخله ته وليږى، چي پر دوو دوو نفرو يې يو اوښ درلودى او په نوبت سره سپرېدل، په دغه ډله کي سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه  هم ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغه عبدالله بن جحش رضی الله عنه  ته يو ليک ورکړی او ويل: دا ليک به تر هغو نه ګورې چي د دوو ورځو مزل دي نه وي کړى،  دغي ټولۍ چي دوې ورځي لار و وهل بيا يې نو ليک خلاص کړی او وې وايه، په ليک کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوامر داسي ليکل سوي وه:  
کوم وخت چي دي زما ليک و وايه نو د نخله و طرف ته چي د طائف او مکې مکرمې په منځ کي ده رهي سه او هلته واړوه د قريشو د قافلې انتظار کوه، که مو قافله پيدا کړه او په وسه مو پوره سوه چي ټوله يا يو څه په غنيمت واخلى دا کار وکړی، عبدالله بن جحش رضی الله عنه  و ويل (سمعاً و طاعتاً) يعني: ستا امر مي واورېدى او اطاعت دي کوم، لکه موږ چي وايو پر دواړو سترګو، عبدالله بن جحش خپل ور سره ملګري په دغه امر خبر کړه او ويل: زه مو و دغه کار ته نه مجبوره کوم که د چا شهادت خوښ دى را سره ملګرى دي سي او که يې مرګ  نه وي خوښ بيرته دي وګرځي خو زه په خپله تلونکى يم.

 

تاسي ته معلومه ده چي په صحابۀ کرامو کي بلکه په ټولو مسلمانانو کي داسي څوک نه وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت دي و نه کړي او شهادت دي يې نه وي خوښ او همدغه اطاعت د دوى د کاميابۍ سبب ؤ نو ټوله ور سره رهي سوه،  خو په لار کي د سعد بن ابي وقاص او د عُتبه بن غزوان هغه اوښ ورک سو چي دوى دواړه په شريکان وه، دغه دوه نفره د هغه خپل اوښ په پيدا کولو پسي ولاړل او عبدالله بن جحش په نخله کي واړول، په دغه وخت کي د قريشو قافله راغله چي اوڅکي یا ممیزي، څرمني او نور تجارتي مالونه پکښې وه او د قافلې سره ملګري خلک دغه څلور نفره وه: عمرو بن الحضرمي، حَکَم بن کيسان، عثمان او نوفل، د عبدالله بن مغيره زامن. 
مسلمانانو مشوره سره وکړه چي نن د رجب آخري ورځ ده او رجب د هغو مياشتو څخه دى چي جنګ او تجاوز پکښي حرام دى،که جنګ ور سره وکړو د حرامي مياشتي حرمت مو مات کړى او که يې نن شپه پريږدو قافله د حرم و منطقې ته داخليږي چي هلته هم جنګ حرام دى، نو يې پردې اتفاق سو چي جنګ به ور سره کوو (دا يو روايت ؤ) او په بل روايت کي وايي چي د اصحاب کرامو دا خيال ؤ چي رجب وتلى او شعبان داخل سوى دى، نو خود جنګ جائز او روا دى. 

 

په هر صورت مسلمانانو پر قافله حمله وکړه د قافلې د نفرو څخه يو نفر چي عمرو بن الحضرمي ؤ په غشي و ويشتل سو او و وژل سو چي دغه نو اول مشرک سړئ دى چي د مسلمانانو د طرفه وژل کيږي، څرنګه چي د قافلې خلکو  آمادګي نه درلودل وارخطا سوه او په تېښته يې شروع وکړه، مسلمانانو د کفارو څخه دوه نفره بنديان ونيول چي يو يې حکم بن کيسان ؤ او بل يې عثمان ؤ او نوفل په تېښته ځان خلاص کړی، مسلمانانو د قريشو قافله او بنديان مدينې منورې ته راوستل چي دا نو په اسلام کي اول مشرک و وژل سو او د اول وار دپاره بنديان ونيول سوه، او اول غنيمت واخستل سو، سبحان الله! مخ کي به ديرش نفره، شپېته نفره، حتّْی دوه سوه نفره تللي او لېږل سوي وه، بېله دې څخه چي يو څه وکړي بيرته به په خالي لاس راغله مګر دا وار شپږو، يا لسو نفرو ټوله قافله او بنديان را وستل، دا د قادر الله جل جلاله  قدرت ؤ، مګر مشکله خبره دا ده چي دغه ټول واقعات په حرامه مياشت کي چي رجب دى پېښ سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د دوى په کار نه ؤ راضي او ويل: ما په حرامه مياشت کي تاسي په جنګ نه واست امر کړي او په دې کار سره مشرکانو ته هم پر مسلمانانو د تهمت ويلو موقع په لاس ورغله، په عربو کي يې آوازې خپرې کړې چي مسلمانانو هغه مياشتي حلالي وګرځولې چي الله جل جلاله  حرامي کړي دي چي دا کار په عربو کي ډېر لوى عيب او بد کار بلل کېدى او هر هغه جنګ چي په حرامو مياشتو کي پېښ سوی دی و هغه ته یې (حرب الفُجار) وايه او اوس مسلمانان په حرامو مياشتو کي جنګ او تجاوز کوي دا ډېر بدکار دى، په دې باره کي د مشركانو د طرفه خبري او تبليغات ډير زيات سوه. 


اوس چي د ټولۍ نفر د قافلې غنيمتونه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورکوي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د غنيمتو د قبلولو څخه انکار وکړی او ويل: تاسي څنګه په حرامه مياشت کي جنګ او حمله کول؟ هغو ويل: يا رسولَ الله! زموږ دا خيال ؤ چي رجب وتلى او شعبان داخل سوى دى، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه ؤ راضي چي دغه غنيمتونه واخلي.


 قريشو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى او پوښتنه يې وکړه چي آيا تاسي حرامي مياشتي حلالي وګرځولې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! حرامي  مياشتي مو نه دي حلالي ګرځولي بلکه حرامي مياشتي حرامي  دي خو دا کار په سهوه او خطاءکي پېښ سو او د دغه خطاء د پېښېدلو په سبب عذر کوو، قريشو ويل: ښه دغه دوه نفره بنديان مو راکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! دا هم تر هغو نه درکوم څو زموږ هغه دوه نفره را نه سي، چي  هغه دوه نفره سعد بن ابي وقاص او عتبه بن غزوان وه ځکه دغه دوه نفره چي د اوښ په پيدا کېدلو پسي تللي وه تر اوسه نه وه راغلي نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دا تشويش ؤ چي قريشو نه وي نيولي، نو خود ويل: کوم وخت چي زموږ هغه دوه نفره راسي بيا نو ستاسي بنديان درکوم، هغه دوه نفره مسلمانان هم لږ وخت وروسته راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم حکم بن کيسان او عثمان بن عبدالله ور ايله او خوشي کړه او د هغه مړه سوي کافر يې ديت ورکړی، خو حکم بن کيسان چي د بند په موده کي د مسلمانانو ښه ژوند، اخلاق او ګذاره وليدل، خوښ يې سوه او پسله ايله کېدلو مسلمان سو، مکې مکرمې ته نه ولاړى بلكه په مدينه منوره کي پاته سو او عثمان بن عبدالله تر ايله کېدلو وروسته مکې مکرمې ته ولاړى او هلته مړ سو، دا وار د الله جل جلاله  په ابدي بنديخانه کي بندي سو، دا په اسلام کي د هغه اولو بنديانو حال ؤ. 


څرنګه چي کفارو د رجب د مياشتي د دغي حملې څخه د ځان په ګټه لويه مسئله جوړه کړې وه او دا واقعه يې په ډېر زور او شور سره هر چيري بيانول نو الله جل جلاله  د دغه موضوع په باره کي وحيِ نازلي کړې او دغه مسئله يې په الْهي فيصله سره پاى ته ورسول، الله جل جلاله  فرمايي:


﴿ يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ  قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ ﴾. [البقره :217]  
يعني: اې محمّده صلی الله علیه وسلم  خلک ستا څخه په حرامو مياشتو کي د جنګ کولو پوښتنه کوي، چي دا پوښتنه کفارو پر يوه قسم کول چي آيا تا دا کارکړى دى چي حرامي مياشتي دي حلالي کړې؟ او مسلمانانو بيا داسي پوښتنه کول چي اوس خو زموږ څخه په سهوه او خطاءکي دا کار وسو خو تردې وروسته په دغه باره کي حکم څه شي دى؟ الله جل جلاله  د دغه پوښتني په جواب کي فرمايي: اې محمّده صلی الله علیه وسلم  دغه پوښتني کونکو ته و وايه: چي قصداً په دغه حرامو مياشتو کي جنګ کول ډېره لويه ګناه ده. 
﴿ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ اللَّهِ  وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ﴾. [البقره :217]   
يعني: هـو په حرامو مياشتو کي جنګ کول لويه ګناه ده، مګر د الله  عزوجل  د دين څخه د خلکو منعه کول او پر الله جل جلاله  کافر کېدل او د مسجدالحرام څخه د خلکو منعه کول او د مسجدالحرام خلک د هغه څخه ايستل، د الله جل جلاله  په نېز تر دغه جنګ چي په حرامو مياشتو کي کيږي هم ډېره لويه او شديده ګناه ده او فتنه يعني: په دين کي فتنه او فساد جوړول چي خلک د الْهي دين څخه منعه کوي يا يې د دين څخه اړوي تر دغه جنګ چي د مسلمانانو څخه په حرامه مياشت کي سهواً پېښ سو په څو درجو بد او شديد دي.


 نو الْهي وحيو د مشرکانو دغه شور ماشور پاى ته ورساوه چي پر مسلمانانو او د هغو پر جنګياليو يې شک او شبهه پيدا کول،   چي دغه د مشرکانو خبري پوچي او بې معنْی دي، ځکه تاسي ياست چي حرامي مياشتي حلالي ګرځوى، حرام ښار (چي مکه مکرمه ده) حلال ګرځوى، تاسي پر مسلمانانو ظلمونه وکړه، د خپلو کورو څخه مو وايستل، د مسلمانانو د دين او توحيد په سبب مو هغو ته تکليف او آزارونه ورکول، آيا مسلمانان په بلد الحرام کي نه وه مقيم؟ تاسي د هغو د مالو د غصبولو او د هغو د نبي د وژلو فيصلې په دغه بلد الحرام کي نه کړې صادري؟ اوس څه پېښه سوه چي دفعتاً و حرامو مياشتو ته حرام والى راغلى؟ او په هغو کي جنګ کول ډېر بد کار بولى؟ نو معلومه خبره ده چي دغه آوازې چي تاسي يې نشروى د شرم او وقاحت څخه خالي نه دي.


 وروڼـو! تاسي وګورى چي نن ورځ د دغسي مسائلو مثال په خپل شا وخوا کي نه وينى؟ دوى چي هرڅه کوي جائز او روا دي، خو که بل چا لږ څه وکړه هغه حرام او ناروا بولي، زه نه غواړم چي نوره تبصره پر وکم بلکه غواړم چي په تاسي کي هم د دغسي تبصرو او مسائلو حلولو استعداد پيدا سي او د سيرة النبي صلی الله علیه وسلم  څخه د احکامو او مثالو په را ايستلو کي پوره تجربه حاصله کړی او اعظمي ګټه واخلى. 


دا هغه سريې او غزاوي وې چي د بدر تر لويي غزاء د مخه پيښي سوي دي او په يوه کي نه قتل سوى دى او نه مالونه اخستل سوي دي، بېله دغه آخرنۍ سريې څخه چي دغه سريه هم پسله هغه څخه وه چي د کِرز بن جابر په مشرۍ مشرکانو پر مدينه منوره حمله وکړه، نفر يې هم و وژى او مالونه يې هم يُو وړل، يعني: د وژلو شروع هم د مشرکانو د طرفه څخه وسوه، هغه د مخني کارونه خو يې پرېږده چي دوى کړي وه حتّْی اوس هم تجاوز د دوى د طرفه څخه ؤ. پسله هغه څخه چي د عبدالله بن جحش رضی الله عنه  د ټولۍ په واسطه دغه واقعات پېښ سوه په مشرکانو کي بېره پيدا سوه، اوس يې حقيقي خطر حس کړى او د هغه شي څخه چي دوى بېرېدل هغه ورته پېښ سو، پوه سوه چي د مدينې منورې مسلمانان پوره ويښ او با خبره دي او د دوى ټول تجارتي حرکتونه يې تر نظر لاندي نيولي دي، مسلمانان کولاى سي چي درې سوه ميله ليري يو ځاى ته ولاړسي او هلته د کفارو نفر و وژني، بنديان ځني ونيسي، مالونه يې واخلي او دوى بيرته سالم او غانم خپل مرکز ته ولاړ سي. 


مشرکان په دې پوه سوه چي د دوى د شام تجارت په همېشني خطر کي ولوېدى، خو د دې پر ځای چي د مکې مکرمې مشرکان د هغه خپلي سرکښۍ د خوبه څخه را ويښ سي د صلحي او د نه تجاوز معاهدې وليکي، لکه د جُهَينه او بنو ضُمره قبيلو چي وليکلې، د قريشو حِقد او حسد نور هم زيات سو، د دوى مشرانو او سردارانو هغه د مسلمانانو د تهديد او بېرولو لار ټينګه ونيول چي ويل تاسي ټوله به د خپلو کورو په منځ کي و وژنو، د کفارو دغه تکبر او سرکښي وه چي د بدر و جنګ ته يې را وستل.
 مګر د عبدالله بن جحش رضی الله عنه  تر سريې وروسته د شعبان په مياشت کي پر مسلمانانو جهاد فرض سو او د جهاد د فرضيت په باره کي واضحه او روښانه آياتونه نازل سوه. 


الله جل جلاله  د سورةالبقره په(190، 191 ،192، 193) آياتو کي فرمايي: 
﴿ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ  وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ   فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ  كَذَ لِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ ﴿١٩١﴾ فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿١٩٢﴾ وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى  لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ   فَإِنِ انتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ ﴾ 
يعني: اې مومنانو د الله جل جلاله  په لارکي د هغه چا سره جنګ کوى چي ستاسي سره جنګ کوي او پر چا تېرئ او تجاوز مه کوى، د تيري او تجاوز معنْی دا ده: چي ښځي، سپين ږيري او کوچنيان قصداً مه وژنى، بېشکه چي الله جل جلاله  تجاوز کونکي نه خوښوي.
(وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ  وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ )
او هر چيري چي مو دغه کفار پيدا کړه يا مو لاس پر بر سو ويې وژنى او د هغه ځایه څخه یې وباسی چي دوى تاسي ايستلي ياست او فتنه يعني: شرک، يا دا چه خلک د الله جل جلاله  د دينه څخه منعه کوي او اړوي، تر قتل او وژلو ډېر بد دي. 
﴿ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ ﴾ 
او د کفارو سره په مسجد الحرام کي جنګ مه کوى ترڅو چي دوى ستاسي سره په دغه مسجدکي جنګ نه وي کړی. دا د مسجد الحرام فضيلت دى چي په مسجد او په ټوله حرم کي يې جنګ کول حرام دي، نو الله جل جلاله  و مسلمانانو ته فرمايي: د کفارو سره په مسجد الحرام کي جنګ مه کوى تر څو چي دوى جنګ نه وي درسره کړى. 


﴿ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ  كَذَ لِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ ﴾ او که بيا چيري دوى ستاسي سره په دغه حرم کي جنګ کاوه نو تاسي هم جنګ ور سره وکړى او و یې وژنى، د کافرانو جزاء همداسي ده ﴿ فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾ 
سبحان الله! د الله جل جلاله  مهربانۍ ته وګوره، رب عزوجل  فرمايي: 
که بيا هم دغه مشرکان خپل شرک پريږدي پر دغه خپلو ټولو بدو عملو سربېره ايمان را وړي، الله جل جلاله  غفور او رحيم دى د دوى توبه قبلوي او ټول ګنهونه ور معافوي. 
دا خو و مسلمانانو ته په جهاد سره امر ؤ، بيا نو څه موده نه سوه تېره چي الله جل جلاله  بل قسم آياتونه نازل کړه چي په هغو کي يې مسلمانانو ته د جنګ كولو طريقه ور ښوول، جنګ ته يې نور هم تشويقول او د جنګ احکام يې ور ښوول، الله جل جلاله  د سورة محمّد په (4، 5، 6، 7) نمبر آياتو کي فرمايي: 
﴿٤﴾ سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ ﴿٥﴾ وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ ﴿٦﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ﴿٧﴾ يعني: کوم وخت چي په جنګ کي د هغو کسانو سره مخامخ سى چي کافران سوي دي، نو د دوى غاړي وهى، تر هغو پوري يې وژنى چي د دوى څخه مو ښه ډېر کسان و وژل او پر غالبه سواست، بيا نو دوى ښه ټينګ وتړى، يعني: بنديان ځني نيسى او ټينګ يې تړى چي درڅخه خلاص نه سي، بيا نو پسله بندي کولو يا احسان ور سره وکړی چي مفت يې ايله کړی يا فديه ځني واخلى ايله يې کړی يا يې د مسلمانانو په بنديانو مبادله کړی﴿ حَتَّىٰ تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ﴾ او دغه د جنګ، وژلو، بندي کولو؛ سلسله به تر هغو جاري وي ترڅو چي کفار خپله اسلحه کښيږدي او جنګ بند سي، دا د الله جل جلاله  حکم دى او که چيري الله جل جلاله  د دوى څخه د بدل اخستلو إراده فرمايلې واى، نو خامخا به يې بېله جنګه د دوى څخه بدله اخستې واى، مګر د جهاد امر يې په دې سبب درته وکړی: چي الله عزوجل  د جنګ په واسطه ځيني ستاسي په ځينو نورو سره امتحان کړي، يعني: الله جل جلاله  دا قدرت لري چي پر دغو کافرانو کوم آسماني عذاب نازل کړي، د عاديانو، ثموديانو او فرعونيانو؛ په مثل دوى هم هلاک کړي مګر يا! اصلاً د جنګ او جهاد څخه د بندګانو امتحان مقصد دى چي څوک د الله پر دين او او د الله پر نامه خپل نوم او نښان، ځان او مال، اولاد او نور شيان قربانوي؟ او څوک د دې دنيا د ژوند وسائل، مکتبونه او شفاخانې، برق او ډامبر سړکان، تلفون او موټران، ډالر او تجارت غواړي؟ او كفار دوست هيوادونه بولي.

 

وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ ﴿٤﴾ سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ ﴿٥﴾ وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ 
او هغه کسان چي د الله جل جلاله  په لار کي وژل سوي دي هيڅکله به الله د دوى عملونه ضائع نه کړي، که په ظاهره سره دوى ناکامه معلوميږي خو په حقيقت کي دوى کاميابه دي، دغه تکليفونه دوى و جنت ته بيايي او د آخرت لوړي درجې او مرتبې يې په نصيب کيږي او دوى به الله و هغه جنت ته داخل کړي چي د هغه جنت اوصاف يې د انبياء عليهم السلام  په واسطه راته بيان کړي دي، نور هم الله جل جلاله  فرمايي:
﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾.
يعني: اې مومنانو! که تاسي د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دين مرسته او نصرت وکړی نو الله عزوجل  به ستاسي سره مرسته وکړي او پر دښمن به موکاميابه کړي او په ميدان جنګ کي به ستاسي قدمونه ټينګ او ثابت کړي.  
او بيا الله جل جلاله  د سورة محمّد په (20) نمبر آيات کي د هغو کسانو بدي بيانوي کوم چي د جنګ او جهاد امر يې د جهاد د آياتو په نازلېدلو سره واورېدى او زړونه يې په دربي او غورځېدلو سوه الله جل جلاله  فرمايي: 
(وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ ۖ فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ ۙ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ ۖ فَأَوْلَىٰ لَهُمْ).
 يعني: کوم وخت چي يو محکمه سورت نازل کړه سي او په هغه کي جنګ ذکر سوى وي، يعني: په جنګ سره امر پکښې وي نو ته به هغه کسان چي د دوى په زړو کي د نفاق مرض وي و وينې، چي و تا  ته به په داسي ډول سره ګوري لکه هغه څوک چي د مرګ  د بيري بېهوښي پر راغلې وي، پس دوى لره دي هلاک وي. 


 وروڼـو! دا چه په دغه وخت کي جهاد فرض سو او پر هغه باندي ټينګار کيږي او الْهي امرونه نازليږي چي ځانونه وجهاد ته آماده کړی، دا داسي مسئله ده چي د دغه وخت حالاتو د دغه کار تقاضاءکول، تاسي نه وينى: که نن ورځ يو پوه او هوښيار جنګي قومندان وي په دغسي حالاتوکي لکه د هغه وخت د مسلمانانو چي وه، خپل لښکر په پوره استعداد د تيار سى په حال کي دروي، نو د رب العالمين په باره کي څه فکر کوى؟ د دغه وخت حالاتو د دغه تقاضاءکول چي د حق او باطل په منځ کي دي خونړۍ جګړه وسي.


خير! د عبدالله بن جحش د ټولۍ واقعه پر مشرکانو يوه دردونکې ضربه وه مشرکان او د دوى ملګري يې خوږ کړه او دومره غمجن وه لکه پر سکروټو چي سره اوړي او دغه د جهاد آياتونه پردې دلالت کوي چي يوه خونړۍ جګړه را نژدې ده او په هغه جنګ او جګړه کي نهايي نصرت او کاميابي د مسلمانانو ده، تاسي وتلاوت سوي آياتو ته ښه متوجه سى: الله جل جلاله  مسلمانان د مشرکانو په ايستلو امرکوي او ورته وايي داسي يې وباسى لکه تاسي چي يې ايستلي ياست او بيا د بنديانو په باره کي د کاميابه لښکر احکام ور ښيي او ورته فرمايي: تر هغو يې وژنى چي دوى جنګ پريږدي، دا ټوله د مسلمانانو وکاميابۍ ته اشارې دي خو الله جل جلاله  دغه د کاميابۍ حالات  پټ وساتل، دوى ته يې په واضحه ډول سره نه کړه بيان، دا دپاره د دې چي هر سړئ د الله عزوجل   په لار کي خپل همت او مړانه ښکاره کړي، خپل وس او قدرت مصرف کړي.


 په دغه وختو کي د يادوني وړ دوې نوري واقعې هم پيښي سوي دي چي اوس به په تفصيل سره درته بيان سي: 
لومړی: د هجرت په دوهم کال د شعبان په مياشت کي الله جل جلاله  د بيت المقدس څخه و بيت الله الحرام ته د قبلې د اړولو امر نازل کړى او د دې کار څخه يوه فايده دا سوه چي هغه ضعيفه مسلمانان او منافقان هغه چي د يهودو څخه وه او د مسلمانانو و صفو ته داخل سوي وه، د بېځايه آوازو په اچولو ښکاره او معلوم سوه او بيرته و هغه خپل پخواني شرک ته وګرځېدل، چي په دغه عمل سره د مسلمانانو صفونه د ډيرو خائنانو او غادرانو څخه پاک سوه او د قِبلې په اوښتلو کي د نوي دَوَر و شروع کېدلو ته يوه لطيفه اشاره هم وه، چي دا دور به تر هغو جاري وي چي مسلمانان دغه خپله قبله د کفارو څخه فتحه کوي.


 او دا عجب كار نه دی چي د مسلمانانو قبله دي د دوى د دښمنانو په لاس کي وي؟ خو دلته دا اشاره وه: چي هو! که قبله يو څو ورځي د کفارو په لاس کي وي خو خامخا به يوه ورځ د دوى څخه خلاصيږي. 


نو په دغه الْهي اوامرو او په دغو اشاراتو سره د مسلمانانو حماس او نشاط زيات سو او په في سبيل الله جهادکي يې د دښمن سره مخامخ کېدلو ته شوق ډېر سو. د قبلې د اوښتلو يا تبديلېدلو پوره تفصيل داسي دى: تر دغه وخته پوري مسلمانانو د بيت المقدس و طرف ته لمونځ کاوه، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا خوښه وه چي د کعبې شريفي و طرف ته لمونځ وکړي، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مکه مکرمه کي ؤ خوښه خو يې دا وه چي لمونځ يې د کعبې شريفي و طرف ته وي مګر څرنګه چي د الله جل جلاله  د طرفه امر سوى ؤ چي لمونځ د بيت المقدس و طرف ته کوه نو به رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسي ځاى پر لمانځه درېدى چي کعبه شريفه به د ده صلی الله علیه وسلم  او د بيت المقدس په منځ کي وه، چي په دې طريقه سره به د ده صلی الله علیه وسلم  لمونځ د بيت  المقدس او کعبې شريفي د دواړو و طرف ته ؤ ځکه دواړه به د ده صلی الله علیه وسلم  د مخ و طرف ته وه، مګر کوم وخت چي مدينې منورې ته ولاړى هلته دواړه نه سره يو ځاى کېدل ولي چي بيت المقدس د مدينې منورې و شمال ته دى او مکه مکرمه د مدينې منورې و جنوب ته ده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  به د الْهي امر د اطاعت سره سم د مدينې منورې د شمال و طرف ته لمونځ کاوه، يعني: د  بيت المقدس و طرف ته او کعبه شريفه به يې تر شاوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  به همېشه په دې انتظار ؤ چي کله به يې قبله تغير وکړي او دئ صلی الله علیه وسلم  د کعبې شريفي و طرف ته لمونځ وکړي. 


الله جل جلاله  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د زړه غوښتنه قبوله کړه، دا يواځي خواهش او د زړه غوښتنه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دې باره کي خواست او دعاء نه دي کړي، دا فقط يوه قلبي آرزو وه، خو الله جل جلاله  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه آرزو قبوله او منظوره کړه، الله جل جلاله  فرمايي: 
( قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ ۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا ۚ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ. )[البقره :144]
 يعني: په تحقيق سره د آسمان و طرف ته ستا د مخ اړول موږ وينو نو خامخا به موږ تا و هغي قبلې ته وګرځوو چي ته يې خوښه لرې او په راضي کېږې، نو په لمانځه کي دي خپل مخ د کعبې شريفي يا مسجد الحرام و طرف ته وګرځوه. 


دغه مسجد ته ولي مسجد الحرام ويل کيږي؟ ځکه هلته جنګ کول، ښکارکول، د وُنو او وښو پرېکول او داسي نور کارونه حرام دي، چي بل هيڅ مسجد دومره عزت او حرمت نه لري لکه مسجد الحرام. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ولي دغه قبله خوښه وه؟ اول دا چه کعبه شريفه د ابراهيم  عليه السلام  قبله وه نو تر ټولو قبلو د ابراهيم  عليه السلام  قبله افضله وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لوړ او کامل مقام سره هم دغه قبله وړ او مناسب وه او د بله طرفه به يهودو داسي ويل: چي دغه نبي زموږ د شريعت څخه مخالف او د ابراهيمي شريعت سره موافق عمل کوي نو دئ ولي زموږ د قبلې و طرف ته لمونځ کوي؟ د دغو خبرو په سبب به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په زړه کي دا ورګرځېدل چي د الله جل جلاله  د طرفه امر را ته وکړه سي چي د کعبې شريفي و طرف ته لمونځ وکړم او په دغه شوق به يې کله کله د آسمان و طرف ته هم کتل چي ښايي هغه مَلکَه و وينم چي د قبلې د اوښتلو زېرى راکړي. 


نو هغه ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني سلمه د قبيلې په مسجد کي د خپلو اصحاب کرامو سره د ماپښين لمونځ په جماعت آداء کاوه او دوه رکعاته لمونځ يې د بيت المقدس و طرف ته آداء کړى ؤ، په دغه لمانځه کي يې په الْهي امر او وحيو سره مخ د بيت الله شريفي و طرف ته واړاوه او پاته دوه رکعاته لمونځ يې د کعبې شريفي و طرف ته آداء کړی او په دغه سبب و دغه مسجد ته (مسجدالقبلتين) ويل کيږي. 


دلته نو د قبلې په اوښتلو سره يهودو ته د خبرو او تهمت ویلو موضوع پيدا سوه، په هر مجلس او هر ځاى کي وايي: دا څنګه دين دى؟ بلکه دا دين نه دى يو وخت يې قبله بيت المقدس ؤ او اوس يې بيا قبله کعبه شريفه ده! خپله قبله ولي او څنګه بدلوي؟ یهودو رنګارنګ خبري کولې، مګر الله جل جلاله  د دوى د خبرو رَد او جواب په ډيرو آياتو کي وفرمايه چي هغه ټول آياتونه په سورة البقره او دوهمه سېپاره کي دي، ځکه يهودو غوښتل چي د قبلې د اوښتلو پر موضوع په مسلمانانو کي فتنه جوړه کړي او تر يوې اندازې جوړه هم سوه، ضعيف الايمانه مسلمانان او ډير منافقان د دينه واوښتل، خو الله جل جلاله  فرمايي: 
قبله الْهي  امر دى دا په مشرق او مغرب پوري تعلق نه لري، الله جل جلاله  فرمايي:
(لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ )[البقره :177]
 يعني: نيکي يواځي دا نه ده چي په لمانځه کي خپل مخان د مشرق يا مغرب و طرف ته وګرځوى بلکه د دې کار سره د صحي عقيدې او لازمي اعمالو کول هم په کار دي، الله جل جلاله   فرمايي: بلکه نيکي او ښه کار دا دى چي چا پر الله جل جلاله  ايمان را وړى وي، د آخرت پر ورځ، پر ملائکو، پر آسماني کتابو او نبيانو يې ايمان را وړى وي او رب عزوجل  په بل آیات شریف کي فرمايي: حقيقي نيکي تقوْى ده. 
او دغه د قبلې موضوع په عين حال کي د الله جل جلاله  د طرفه يو امتحان هم ؤ چي څوک پکښي شکمن کيږي؟ خو هغه واقعي مسلمانان پر خپله سالمه عقيده ثابت او قائم پاته سوه په ايمان کي يې ضعف او شک نه سو پيدا.


دوهم: په دغه وخت کي دوهمه موضوع د روژې فرضوالى ؤ، هغه دا چي د هجرت په دوهم کال د شَعبان په مياشت کي د الله جل جلاله  د طرفه پر مسلمانانو د رمضان المبارک د مياشتي روژه نيول فرض سوه، نو اوله فرضي روژه چي نيول سوې ده هغه د هجرت د دوهم کال د رمضان د مياشتي روژه وه، کوم وخت چي د رمضان المبارک مياشت داخله سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ټولو مسلمانانو روژه ونيول او د دغي روژې په مبارکه مياشت کي هغه لويه او عظيمه غزاء چي د بدر غزاء ده پېښه سوه.
 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته