تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دنبي کريم صلی الله علیه وسلم (۳۰) ځانګړتيـــــاوې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2020
  0

دنبي کريم صلی الله علیه وسلم (۳۰) ځانـــــګړتيــــــــــاوې

 

لیکنه: عبدالغفار جبیر: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: نبي کریم صلی الله علیه وسلم خاتم النبين ؤ، ددې څخه مطلب دا دی چې د الهي رسالت لاره پرېکړل شوه، بل رسول نه راځي او هغه شریعت چې ده ته ورکول شوی دی؛ هغه به تر قیامته پوری باقي وي، او هرهغه څوک چې د نبوت دعوه وکړي؛ هغه کذاب، مرتد او واجب القتل دی.

 

۲: ټول بشري کمالات په نبي کریم صلی الله علیه وسلم کې جمع وو.

 

۳: دټولو انبياء علیهم السلام کمالات او غوره صفات په نبي کریم صلی الله علیه وسلم کې موجود وو.

 

۴: نور انبياء علیهم السلام د خپلو قومونو لپاره انبياء او رسولان وو؛ خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د انبياء نبي دی.

 

۵: نور انبياء علیهم السلام عابدان (عبادت کونکې) وو؛ خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امام العابدین ؤ.

 

۶: نور انبياء علیهم السلام به له ظهور څخه ورسته نبيان شول؛ خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وجود څخه مخکې لا نبي ؤ.

 

۷:نور انبياء علیهم السلام مقرب (نژدې خدای ته) وو؛ خو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اول المقربین دی.

 

۸: نبي کریم صلی الله علیه وسلم به اول المبعوثین وي، کله چې دقیامت ورځ شي او ټول انسانان له قبرونو څخه راپورته شي نونبي کریم صلی الله علیه وسلم به تر ټولو لومړی راپورته شي.

 

۹: نبي کریم صلی الله علیه وسلم به ترټولو لومړی وبلل شي، د قیامت په ورځ باندې به تر ټولو انسانانو لومړی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مقام محمود ته وبلل شي.

 

۱۰: دقیامت په ورځ باندې به تر ټولو لومړی حضرت محمدصلی الله علیه وسلم سجده وکړي.

 

۱۱: نبي کریم صلی الله علیه وسلم به تر ټولو لومړی شافع او مشفع وي، تر ټولو لومړی به دی شفاعت کوي.

 

۱۲: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته به شفاعت کبری (لوی شفاعت) ورکول شي، ټول انبياء علیهم السلام به د خپلو امتونو شفاعت کوي؛ خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د ټولو شفاعت وکړي.

 

۱۳: تر ټولو لومړی به نبي کریم صلی الله علیه وسلم پرپُل صراط باندې تیر شي.

 

۱۴: تر ټولو لومړی به حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جنت ته داخل شي.

 

۱۵: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته داسې کتاب ورکړل شو؛ چې د مخکنیو ټولو کتابونو ناسخ دی.

 

۱۶: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته کامل دین ورکړل شو.

 

۱۷: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ددین غلبه ورکړل شوه.

 

۱۸: دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په دین کې اعتدال دی.

 

۱۹: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دین کې هم ظاهري پاکوالی او هم باطني پاکوالی دی.

 

۲۰: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته هم حقیقت او هم شریعت ورکړل شوی دي.

 

۲۱: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته اجتهادي مذهبونه ورکړل شوی دي.

 

۲۲: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دین کې دیوې نیکۍ په عوض کې لس چنده اجر ورکول کېږي.

 

۲۳: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته پنځه لمونځونه ورکول شوی دي.

 

۲۴: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لپاره دا ټوله ځمکه مسجد دی.

 

۲۵: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته هم عملي معجزې او هم علمي معجزې ورکول شوي دي.

 

۲۶: نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورکړل شوی کتاب (قرآن کریم) محفوظ دی. 

 

۲۷: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم دفاع خپله الله جل جلاله کړې ده.

 

۲۸: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم شیطان مسلمان ؤ.

 

۲۹: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم لپاره بُراق مسخر کړل شو.

 

۳۰: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د امت علماء داسې دي، لکه د بني اسرائیلو انبياء.

 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته