تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دښمن پزه سپیره ده!
  تعلیم الاسلام
  July 17, 2021
  0

 ليکوال: مولوي احمد الله "مرتاض" / تعلیم الاسلام ویب پاڼي

 
له پخوا څخه د اسلام او پيغمبر صلی الله علیه وسلم  دښمنان پر پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  طعن او عيب وايي، چي العياذبالله دمسلمانانو پيغمبر حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  شهوت پرسته سړی وو او لس ښځي ئې لرلې؛ خو ريشتيا داده. چي کينه ګر دښمن درواغ وايي؛ زموږ پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  شهوت پرسته نه وو، بلکي نازولی پيغمبر او انسان وو. دنورو انسانانو غوندي ئې ودونه کول، زموږ پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  خدای نه و. نه هم دخدای زوی وو، لکه: عيسويان چي پر حضرت عيسی  صلی الله علیه وسلم باندي دغسي عقيده لري، بلکي يو انسان وو،
 
پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  هغه مهال ودونه زيات کړه، چي عمر ئې تر پنځوس (۵۰) کلنۍ واوښتی. په تانده ځواني کي ئې يوازي په حضرت خديجې رضی الله عنها چي پنځلس کلونه پر خواږه پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  مشره وه اکتفاء وکړه او د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ټولي بي بي ګاني له عائشې  رضی الله عنها  څخه ماسيوا يا کونډي وې يا دبل مېړه له خوا طلاقي سوي وې. موږ ټول پوهيږو، چي دروند پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  پر خپلو اصحابو د عشق تر حده ګران وو، په کوچنۍ اشاره خپلو اصحابو خپل مالونه، ځانونه، او او لادونه تر ځارول! که پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  هره انجلۍ غوښتې وای، اصحابو به په لوړه غاړه ور بخښلې وای؛ خو داسي نه وه بلکه د ځيني ځانګړو اهدافو له مخي ئې زيات ودونه وکړه، چي هغه په لاندي ډول دي:
 
۱- تعليمي هدف ۲- شرعي او قانوني هدف ۳-اجتماعي هدف ۴- سياسي هدف
 
۱- تعليمي هدف: پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  ددې له پاره ودونه زيات کړه، چي دخپلو بي بي ګانو له لاري تر ښځو دين ورسوي، ځکه ښځي د انسانيت نيمه برخه ده او ځيني داسي ښځينه احکام سته، چي نر او ښځه پر ږغيدلای نه سي؛ نو دښځو له پاره ښځينه استاذاني په کار وې، همدا وجه وه، چي پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  دغه کار دخپلو بي بي ګانو له لاري تر سره کړ.
 
۲- قانوني هدف: په عربو کي د جاهليت قوانينو او احکامو ريښې محکمه کړي وې، چي ورک کول ئې ضروري وه، په دغه بدو عاداتو او قوانينو کي يو عادت دزوی نيولو وو، عربو به د بل زوی په زوی والي ونياوه، پردی زوی به ئې دځان وارث وګرځاوه؛ نو ځکه پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  زينب بنت جحش په نکاح کړه، هغه زينب چي مخکي دزيد بن حارثه  رضی الله عنه  ميرمن وه، زيد بن حارثه  رضی الله عنه  تر بعثت مخکي رسول  صلی الله علیه وسلم  په زوی والي نيولی وو، چي وروسته ئې زوي والی ختم سو، په دغه نکاح سره پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  دجاهليت دمهال دقانون ريښې وکښلې.
 
۳- اجتماعي هدف: ابو بکر  رضی الله عنه  او عمر  رضی الله عنه  چي د پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  د دوو وزيرانو غوندي وه، حضرت عائشه  رضی الله عنها  او حضرت حفصه  رضی الله عنها  ئې ددې له پاره په نکاح کړي وې، چي دقريشو سره ئې د نسب تر څنګ دخېښۍ پيوند هم پيدا سي، دهمدغه هدف له پاره ئې خپلي درې لوڼي( فاطمه  رضی الله عنها  علي  رضی الله عنه  ته او ام کلثوم  رضی الله عنها  او رقيه  رضی الله عنها  ئې يوه په بلي پسې حضرت عثمان  رضی الله عنه  ته) په نکاح ورکړې. 
 
۴- سياسي هدف: دپيغمبر  صلی الله علیه وسلم  ځيني بي بي ګاني دقوم د مشرانو لوڼي وې، پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  د هغوی سره ددې له پاره نکاح وکړه، چي دغه قومونه ئې خسرګنۍ وګرځي. او د اسلام لوري ته ئې زړونه مايل سي، لکه: رسول  صلی الله علیه وسلم  چي جويريه بنت الحارث  رضی الله عنها  د بن المصطلق دقبيلې د سردار لور په نکاح کړه، وروسته دغه ټول قوم دپيغمبر  صلی الله علیه وسلم  په لاس بنديان سول، چي بيا په دې نوم آزاد سوه، چي دوی د رسول  صلی الله علیه وسلم  اخښيان دي، هغوی هم ددغه ښه وضعيت په جواب کي اسلام ومانه، د پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  هره نکاح تر شا دغه ډول خوږه قصه لري، هغه قصه چي دشهوت بوی پکښي نسته، په پای کي د علي شاه مجبور هغه ښرا اقتباسوم، چي: 
 
دښمـــــــــــنه موټر دي پر ســـــــينه وخېژه!
که ژوندی پاته سوې پر ژبه دي دانه وخــېژه!
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹
 
----------------------------------------------------
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته