تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ښو اخلاقو بېلګه وه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 18, 2022
  0

لیکنه او څېړنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په قرآن کریم کي راځي:


{لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا} (سورت الاحزاب:۲۱)
ژباړه: بې شکه چي د الله رسول تاسي ته د ښو کړنو بېلګه ده.


ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها، حضرت علی کرم الله وجهه، حضرت انس بن مالک رضی الله عنه او نور ټول هغه صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره یې وختونه تېر کړیدي، په دې باندي متفق دي، چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک ډېر نرم مزاجه، خوږ ژبی، د ښو اخلاقو خاوند، روښانه خندرویه مخ مبارک، پر شونډو مبارکو به یې تل تبسم ؤ، د نرمۍ خاوند ؤ، خبري یې په نرمۍ سره کولې، یوه خبره یې د بلي خبري سره نه نښلوله، په خبرو کي به یې داسي فصاحت ؤ، چي د اوریدونکي به ښه سر په خلاص سو، د ملاقات پر مهال به یې سلام اچولو او مصافحه به یې کوله، کله چي به د دوی مجلس ته څوک راغی، که به ځای نه ؤ؛ نو د خپل ځان سره به یې کښېناوه، او کله به یې هم خپل پټو (څادر) مبارک ورته هوار کړ او داسي نور په زرهاوو ښکلي او بې بېلګي صفتونه په نبي کریم صلی الله علیه وسلم کې شتون درلود.

 

ماخذ:  خصوصیات مصطفی- ټوک ۲، پاڼه: ۳۶۶/ لیکوال: حضرت مولاناهارون معاویه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته