تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت معاویه رضی الله عنه ښه اخلاق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 24, 2020
  0


د حضرت معاویه رضی الله عنه ښه اخلاق


لیکنه::عبدالسلام حنفی:: تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دحضرت وائل بن حجر (رض)څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وماته په حضرت موت کی د مځکی یوه برخه د جایګیر په توګه راکړی وه رسول الله صلی الله علیه وسلم زما سره حضرت معاویه لیږلی وو چی هغه مځکه وماته حواله او وسپاری .

 

حضرت وائل بن حجر (رض) د حضرت موت لوی سردار وو نو داسی واقعه بیان وی چی کله رسول الله (ص) حضرت معاویه (ر ض)  د دوی سره  د حضرت موت په طرف ولیږلی نو حضرت وائل بن حجر (رض) په اوښ باندی سپور شو،او د حضرت معاویه (رض) سره یوه سورلی نه وه نو له د وجهی به هغه دده سره،په پښو روان وو او په لاره کی چی کله صحرا یعنی شګمنی مځکی ته ورسیدی نو لمر تیز شو او ګرمی زیاته شوه نو د حضرت معاویه (رض) پښی سوزیدلی نو دوی ،حضرت وائل بن حجر ته وویل .

 

چی ګرمی زیاته ده او زما پښی سوزی ته ماته په خپل اوښ باندی وروسته سپور کړه چی زه د ګرمی څخه خلاص شم نو هغه جواب ورکی (لست من ارداف الملوک) ته د باچهانو سره د دوی وروسته د ناستی قابل نه یی نو ته داسی وکړه چی زما د اوښ سایه پر  مځکه باندی ولویده نو په هغه سایه کی زما سره راځه نو حضرت معاویه (رض) د مدینی منوری څخه تر یمن پوری ټوله لار هم دغه شان ولاړی او بیرته راغی نو الله تعالی داسی وخت راوستی چی حضرت معاویه (رض) په خپله خلیفه شو په دغه وخت کی دا حضرت وائل بن حجر(رض) د یمن څخه حضرت معاویه (رض)  لپاره د  ملاقات د مشق ته ولاړی نو حضرت معاویه (رض) د وائل بن حجر لپاره د باندی راووتی او دده استقبال یی وکی او د هغه یی ډیر عزت او ښه سلوک یی ورسره  وکړل: 


درس ترمذی جلد۴ صفحه ۳۴۷

 

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته