تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بې مثاله مينه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 24, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یوه سپین ږیري سړي پوښتنه راڅخه وکړه چې محبت (مینه) څه شئ دی؟!

زه حیران او په فکر کې سوم، ځکه ما ویل چې محبت داسې تشریح نه کړم چې دا بوډا راڅخه خفه سي او بې احترامي راڅخه وسي.

بوډا سړي غږ راباندې وکړ: ځوانه! څه فکر کوې؟ ایا تر اوسه دې مینه نه ده کړې؟ ولی د مینې څخه ناخبره يې؟!

ما په ډېر ارام سره جواب ورکړ: جنابه! مینه هغه نشه ده چې تر مئينېدو وروسته د عاشق هوش ختموي، مینه لازواله ده هيڅ مقرر حد نه لري، د مینې د مریض درمل یواځې د خپلې معشوقې دیدن وي.

 

ـ مینه که له مور سره وي، نو جنت ده.

ـ مینه که له پلار سره وي، نو شفقت ده.

ـ مینه که له خور او ورور سره وي، نو سپېڅلی محبت دی.

ـ مینه که له استاذ سره وي، نو اخلاص دی.

ـ او که مینه د ژوند له ملګري (خاوند/مېرمنې) سره وي، نو راحت او ارامي ده.

بوډا سړي راته وویل: که مینه د رب لایزال سره وي، نو بیا؟!

ما ورته وویل: که مینه له الله تعالی سره وي، نو د دنیا او آخرت کامیابي او کامراني ده.

بوډا سړي خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او راته وې ویل: ښاغلې! که غواړې چې مینه او محبت وپېژنې، نو څلورلس سوه او څلوېښت (۱۴۴۰) کاله وړاندې فکر وکړه او هغه وخت دریاد کړه چې د توري شپې په نیمايي کې چې هرې خوا ته به شپې خپل تور څادر غوړولی وو، نو دی مبارک به په سجده پروت وو او په ژړا ژړا به يې الله تعالی ته دا فریاد کاوه چې:

یا الله! زما أمت وبښې. یا الله! زما امت وبښې.

او د قیامت په هغه سخته لړزوونکې او وېروونکې ورځ به ددهٔ مبارک دغه یو غم وي چې: (أمـــــتي! أمـــــتي!) ما چې کله د بوډا سړي دا خبرې واورېدې، نو ټکان مې وخوړ، وجود مې په لړزا سو او له ځان سره مې وویل: رښتیا هم دېته مینه وايي.


صلی الله علیه وسلم


بې مثاله مينه
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته