تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت سلیمان علیه السلام په زمان کي دوو ښځو قصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 1, 2021
  0

د حضرت سلیمان علیه السلام په زمانه کي د دوو ښځو قصه 

 

 

 لیکنه : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په بخاري او مسلم کي له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صل الله علیه وسلم و فرمایل په پخوا زمانه کي یو دوي ښځي وې ، یوه مشره وه او بله کشره ، یو وخت دواړو یو زوی وزیږاوه ، دوی خپل دغه کوچنی یو ځای پرې ایستلي وه چي کتل یې یو شرمښ راغی له د غو دوو کوچنیانو څخه یې یو پورته کړ او یو وړ .


مشري ښځي خپلي ملګري کشري ښځي ته وویل شرمښ ستا زوی یو وړ ، دغه اوس چي کوم هلک پروت دی دا زما دی ، دا بلي وویل نه داسي نه ده ، بلکي شرمښ ستا زوی یو وړ ، د غه هلک زما دی ، وروسته دوی دواړي د فیصلې لپاره حضرت داؤد علیه السلام ته ورغلې ، هغه د مشري ښځي په حق کي فیصله وکړل ، خو په دې فیصله کشره قانع نه شول ، نو هغه ؤ چي د حضرت داؤد علیه السلام زوی حضرت سلیمان  علیه السلام ته ولاړې ، هغه د مشري ښځي دا واقعه بیان کړل ، چي ستا پلار زما په حق کي فیصله وکړل ، لیکن دا يې بیا هم نه مني ، هغه ورته و فرمایل : ستا سي ترمنځ فیصله ډیره مشکله ده ، د حل لپاره يې صرف یوه لاره شته هغه دا ده چي زه چاړه راخلم هلک دوې ټوکړې کوم ، بیا يې تا سي ته د ر تقسیم وم .


په دې وخت کي کشره ښځه په ژړا شول ویل نه نه صاحب داسي مه کوه ، الله جل جلا له دي پر تا رحم وکړي ، دغه هلک د دا بلي ښځي دی ، ما غلطه دعوه کړې ده ، دې ته به يې ورکړه ، زه يې نه غواړم ، زه ستا  پلار پر فیصله با لکل راضي یم .


د دې خبري په اوریدلو سره حضرت سلیمان علیه السلام ته د خبري حقیقت معلوم شو ، نو د کشري ښځي په حق کي يې فیصله وکړل او هغه کوچني یې هغې ته ور کړ .


ماخذ : [ صحیح بخاري ، کتاب الفرائض ، باب اذا ادعت المراة ابنا ، و صحیح مسلم ، کتاب لاقضیة ، باب اختلاف المجتهدین ]

 

www.taleemulislam.net

  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته